ګوبیکلی تپه


د ترکي اناطولیا په جنوب ختیځ کې یوولس زره (۱۱۰۰۰) کاله پخواني د تیږې د زمانې آثار تر ټولو پخوانی عبادت ګاه ګڼلی شي.
دا ځای “ګوبیکلی تپه” (د ګول خېټې غونډۍ) نومېږي چې له زمکې ۵۰ فټه لوړه ده. هلته لومړنۍ سروی د استنبول او شکاګو پوهنتون لرغون پوهانو په ۱۹۶۰ م کې وکړل. دوی د ماتو ستنو په لیدو، اټکل وکړو چې دا به د منځنې پېړیو هدیره وي نو د پام وړ نه شو. په ۱۹۹۴م کې د جرمني یو لرغون پوهه “کلازشمټ” په راپور کې د دغه ځای لنډ ذکر ولوستو. ده پخپله هلته د یو سروې اجازه واخیسته. په لومړي نظر کې شمټ پوهه شو چې “ګوبیکلی تپه” انسانانو جوړه کړی وه. ده د ۵ همکارانو او ځایی مزدورانو په مرسته، هلته په کنستون لاس پورې کړو او د تیږې د زمانې جوړښتونه رابرسیره شول.
د عرفا (اورفا) له لرغونی ښار ۶ میله په فاصله “ګوبیکلی تپه” کې ۱۱ زره کاله پخوا انسانانو دا تیږه هغه وخت توږله چې لا د خاورو (خټو) څخه لوښي يې نشول جوړولی. هغه وخت اوسپنه یا نور فلزونه هم نه و کشف شوي. داسې ښکاریده چې انسانانو به د کاڼي په تبر یوه لویه ډبره پریکړه، په هم هغه ځای به يې ترې پلنه ستنه جوړه کړه او یوه دایره کې ودرول. د دوخت په اوږدو کې کله چې یوه دایره به په خاورو پټه شوه نو بله به يې جوړوله. دا ټول یو بل ته ورته وو چې په منځ کې دوه لوی ستنې او چاپېره د انګریزي “ټي” په شکل توږل شوی ستنې په دایره کې ولاړ وي. تر ټولو لویه ستنه ۱۶ فټ لوړه او د ۷-۱۰ ټن وزن لري.
د ۹۵۰۰ او ۸۰۰۰ ق م ترمنځ انسان دلته د تیږو دایرې ولی جوړولې، څرګنده نه وه. هلته د انساني ژوند نښې، لکه انغري، کورونه، د خزلو ډېرانونه او داسې نور پکې نه وو. د هغه وخت په دود د خټو واړه بوتکي یا د نورو عقیدو څه نښې يې نه لرلې چې نزدې نورو لرغونې ځایونو کې رابرسیره شول. یواځې د تیږو سټک او د تبر سرونه چې ۹۰۰۰ کاله پخواني وو، پراته وو. د ځینو ستنو په پلنه برخه د زمري، مرغابۍ، لومړ، لړم او ټپوس شکلونه جوړ وو.
د کنستون لپاره د راډار او مقناطیس په وسیله د زمکې لاندې په ۲۲ ایکړ زمکه کې يې ۱۶ نور جوړښتونه ولیدل چې پلټنو لپاره به ورته ډېر وخت پکار وي. شمډټ شا و خوا ۱۰ کاله پرې کار کاو او باور لري چې دا د نړۍ تر ټولو پخوانی عبادتځای و. دا تپه د اناطولیا د ښیرازو زمکو په شمال کې واقع ده چې د فارس خلیج او د میدیټرینیا سمندر معتدل هوا لري. ښایی دلته به د لیوانټ او د افریقه لومړي ښکاریان ورتلل.
۱۰ زره کاله پخوا د ګوبیکلی تپې چاپېره سیمه په ځنګلونو پټه او وحشي ځناور به پکې اوسیدل. په سیندونو او ویالو کې به مرغابۍ او بطې ګرځیدی او میوه لرونکي بوټي ډېر وو. د تیږو جوړښتونو سره د وحشي ځناورو بې شمیره هډوکي وموندل شول.
د بلجیم یو لرغون پوهه ماهر یورس پیټرز له ۱۹۹۸م د ګوبیکلی تپې څخه موندل شوي په یو لک هډوکو څېړنې وکړې. هغه په ځینو د پریکولو او د ماتیدو نښې ولیدې چې ښایی هغه ځناور حلال او غوښه يې پخه شوی وه. په زرګونو د هوسۍ هډونه موجود وو چې د ټولو هډوکو ۶۰ فی صده جوړېږي. په نورو کې د یږې، پسه، او د سرې هوسۍ هډونه وو. په لږ شمیر کې د مختلفو مرغانو لکه زاڼو، بطو، مرغابیو او د ټپوس هډوکي هم وو. ښایی هلته ښکاری انسان ځناور نه پالل او نزدې ځنګله، پسونه او د غنمو وحشي بوټي د ده خېټه مړولی شوه. د ګوبیکلی تپې څخه ۲۰ میله لیرې او ۱۰۰۰ کاله وروسته انسان وحشي پسونه، خنزیر او نور ځناور وپالل او په یو کلي کې د وحشي غنمو د تخم د کرلو نښې پیدا شوی.
تر هغې لرغونپوهانو باور کاو چې کله انسان کرکرونده پېل کړه او په کلیو کې اجتماعي ژوند پېل کړو نو بیا د عبادت ځایونو او ودانیو جوړولو ته اوزګار شو. خو د ګوبیکلی تپې جوړښتونو دا نظریه غلطه ثابته شوه. هلته خلکو د کروندو څخه وړاندې اجتماعي ژوند کاو او په ګډه يې عقیدوي جوړښتونه جوړول. دا یواځې ښکاریان نه شي کولی او د تیږو توږل، ستنې ودرول او ورباندې نقاشۍ لپاره په سوونو تکړه کسانو ته اړ وو. د دوی د ډوډۍ او استوګن لپاره هم انتظام پکار و چې ښایی چې انسانانو لومړی ټولنې جوړې کړې او بیا يې کرکرونده وکړه.
پوښتنه دا ده چې د دغو خلکو لپاره د تیږې ستنې په یو دایره کې ودرول څومره مهم وو. په تیږو جوړ نقشونو د هغوی لپاره څه اهمیت لرلو. دغسې پوښتنو جواب نشته ځکه بل ځای دومره پخواني اثار تر اوسه نه دي موندل شوي. دا د لیک – ولوست نه هم ۶ زره کاله پخوانۍ ټولنه وه. لومړنۍ لیکنې د سومیریا خټین تختې دي چې په ۳۳۰۰ ق م کې ولیکل شول.
خو بیا هم اټکل کیدای شي چې ممکن په ګوبیکلی تپه د ټبر مشران راټولیدل. په ستنو د وحشي ځناورو نقش لکه ښاپیرک، زمری، مار او لړم د یو افسانوي ماحول ښکارندوی ده. د ټپوس نقش پکې مهم و ځکه له دغه تپې ۵۰ میله لیرې په سوریا کې د ټپوس نقشونه پیدا شول. هغه وخت دا باور و چې باز یا ټپوس د مړو غوښه بره اسمان ( جنت) ته وړي. ممکن دا د ښکاریانو د خښولو ځای او د دوی د بخښنې یا د خدایانو د خوشالولو لپاره پرې د تیږې ستنې په دایره کې ودورل شوي وی.
د ستنو لاندې فرش د چونې په تیږه پوښلی دی نو داسې ښایی چې په نورو کیندنو به هلته د مړو هډوکي پیدا شي. د ډي-این-ای په وسیله به معلومه شي چې دا خلک څوک وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.