صفاري دوره


په سیستان او خراسان کې د عباسي خلفاو له خوا د ۸۶۱ م څخه تر ۱۰۰۲ م صفاري ټبر حاکمیت لرلو.
په ۸۴۰م کې د زرنج په “قرنين” كلي كي د لیث نومې یو مسګر (صفار) زوی یعقوب وزیږېدو. په تنکي ځوانۍ کې دی د “عيّار” ډلو سره مله شو چې د حکومت باغیان وو. په ۸۶۰ م کې ده د سیستان حاکم صالح بن نصرکنعاني په لښکر کې ځان ځای کړو. بیا د خپلو دوو وروڼو په مرسته د صالح بن نصرتخته نسکوره کړه. “ډېر ژر دوی “زمینداور او رخج (کندهار) لاندې کړل.” د سیستان په ولس کې صفاري وروڼو ملاتړ زیات شو ځکه دوی د بې وزلو او کروندګرو په ستونزو خبر وو نو مالیه به يې ترې نه اخیسته. یعقوب د زرنج، زابل او غزني عبادتځایونه چې د سرو زرو توکو څخه ډک وو، په ۸۷۰م کې چور کړل. تر ټولو قیمتي مجسمې د بغداد خلیفه المعتضد بالله ته واستولې چې ځان ته د حاکمیت جواز واخلي.
هم هغه کال یعقوب لومړی د طاهریانو څخه هرات ونیولو او بیا په کابل يې حمله وکړه. د بغداد خزانه ډکه شوه نو خلیفه المعتضد، یعقوب د سیستان حاکم وټاکلو. په ۸۷۳م کې صفاري وروڼو نیشاپوررالاندې کړو نو عباسي خلیفه هیښ شو خو یعقوب صفاري بغداد ته سترګې سرې کړې. د دجله سيند په ختيځ كي دوی عرب پوځ څخه ماتې وخوړه. اخوا هندو شاهانو په پیښورکې ځانونه راټول او په یوه حمله کې يې کابل بیرته ونیولو. یعقوب په دغو پیښو حوصله نه وه بایللې او په ۸۷۹م کې یو ځل بیا د بغداد نیولو لپاره روان شو. په لاره ۵ جون د خوزستان کې ” ګندی شاه پور” کې مړ او هم هلته خښ شو. د ده دریم ورورعلي بن لېث په سیستان کې محبوبیت لرلو خو د یعقوب د مرګ سره عمرو بن لېث ځان مشراعلان او علي يې زنداني کړو.
د بغداد درباریانو په ملنډو عمرو بن لیث ته “مقری” یعني د خچرو کرایه کوونکی او “بنه” یعني ګلکار نومونه اخیستل. دی هم د باچاهۍ ارمانژن و نو بغداد سره يې روغه وکړه او په لویدیځ کې د ورور د لاسه وتلی سیمې يې بیرته اخیستو هڅه کوله. په ۸۹۸م کې عباسي خلیفه ورته شرط کیښودو چې د کال یو میلین درهم به باج ورکوي. عمرو ومنل او په بدل کې د بغداد او سمره “صاحب الشرطه” شعبه ده ته ورکړی شوه خو د هغه نایب عبید الله بن عبد الله ورته دا فرایض پوره کول.
د علي دوو زامنو المعدل او اللیث په ۸۹۰م کې په پټه خپل پلار له بنده وویستو او درې واړه خراسان ته لاړل. هغه وخت په خوارزم (سغدیه) کې د ترکانو یو ټبر “ساماني” ښیرازه زمکه نیولې وه. عباسي خلیفه د دوی تکړه مشر اسمعیل بن احمد ته د هغه سیمې د حاکمیت فرمان واستاو. خو هم هغسې فرمان يې عمرو بن لیث ته ورکړی و. عمرو د تازه لښکر سره “مرو” څخه بلخ ته روان او په ۹۰۰ م کې د آمو پر غاړه د یوې ورځې په سخت جنګ کې مات شو. اسمعیل بن احمد د خلیفه د راضي کولو لپاره، عمرو لاس تړلی بغداد ته واستاو.
هلته دی په لارو کوڅو کې په سپکاوي او ملنډو وګرځول شو او بیا يې ذندان کې واچاو چې په ۹۰۲م کې مړ شو. د دې سره خراسان سمدلاسه د ساماني واکمنو په لاس کې شو چې شا و خوا ۱۰۰ کاله واکمن وو.
په زرنج کې د عمرو نمسی طاهربن محمد په ګدۍ کیناستو. د علي پلویانو زور نه لرلو ځکه ترک نژاد غلامانو نه یو کس “سبک ایري” راتاند شو او په ۹۰۱ م کې فارس صوبه يې د صفاریانو لپاره اداره کوله. د یعقوب او عمرو وارثان عیاش وو او لږ وخت کې يې ټوله شته مني ختمه شوه. سبک ایري د کرمان-فارس او زرنج مالیه به دوی ته نه ورکوله، که څه هم په شیراز کې د طاهر صفاري د نوم سکې جوړیدې. د علی صفاري زوی لیث په سیستان کې لوی ځواک راټول کړو نو د طاهر صفاري ګروت کمزوری شو.
په ۹۰۹م کې د سیستان صفاري پوځ د لیث بن علی استقبال وکړو. طاهر د خپل زوی “یعقوب” سره سبک ایري ته پناه یوړه خو دواړه يې ونیول او بغداد ته يې واستول. لیث بن علي اوس د سبک ایري خلاف پارس ته لښکر یوړو خو ترک کوماندان په مقابله کې مات کړو. دی يې هم په ۹۱۰م کې بغداد ته واستاو. د لیث ورور محمد په زرنج کې حاکم اعلان شو خو د هغه یو تربور “المعدل” پرې برلاسی شو او په ۹۱۱م کې زرنج کنټرول پخپل لاس کې واخیستو.
د دې نه یو کال وړاندې خلیفه مقتدر د سیستان صوبه ساماني امیر احمد بن اسمعیل ته ورکړی وه. دی د خپل پوځ سره “بست” ته ورسیدو. د ده یو بل جنرل حسین بن علی مرواریدی “المعدل صفاري” په زرنج کې ګرفتار کړو. د دې سره په سیستان کې د صفاریانو لومړی دوره پای ته ورسیده.
څه موده وروسته، عیار ډلو د ساماني واکمن منصور بن اسحاق خلاف بیا پاڅون وکړو. یو کس محمد بن هرمز(مولا صندلی) لنډ وخت لپاره حاکم شو خو سامانیانو په ۹۱۲م کې بیا حمله وکړه. د عیار ډلو په ملاتړ د صفاري ټبر ابو جعفر احمد چې د مور له خوا محمد بن عمرو لیث نمسی و، جنګ کې بریالی شو. ده شا و خوا ۴۰ کاله ( ۹۲۳م نه تر ۹۶۲م) په بست کې ځان ټینګ کړی و. تر ۹۲۹م فارس او کرمان دواړو کې ترکان برلاسي وو او سیستان کې د ابو جعفر د حاکمیت دوره طلایی ګڼلې شی. هغه په بخارا کې ساماني حاکم ته باج نه ورکاو خو په سیمه کې امنیت و. د یو شاعر “رودکي” قصیده هم هغه وخت ولیکل شوه.
د ابوجعفر صفاري د واک وروستۍ دوره کې د ده د پوځ مشرابوالفتح بغاوت وکړو او امیر په ۹۶۳م کې د خپل غلام د لاسه ووژل شو. د ده زوی ” کلف بن احمد” یو دینداره کس و او ټول اختیارت يې خپل تربور ابوالحسین طاهر ته پریښي وو. په ۹۶۹م کې کله چې دی بست ته راغلو نو تربور ورته ګدۍ نه پریښوده. په ۹۸۳م کې د ابو الحسین په مړینه کلف بن احمد واکمن شو خو ده خپل زوی طاهر بندیوان کړو نو خلک ترې ویزاره شول او یو ترک غلام ” سبکتګین” سره ودریدل چې ابوالحسین د سیستان بغاوت ختمولو لپاره بللی و. په ۱۰۰۳م کې د صفاريانو دوره ختمه شوه او ترکانو غزني کې د یو نوی سلطنت بنسټ کیښودو.
سرچینې
۱. تاریخ اسلام-(اردو) اکبر شاه خان نجیب ابادی- دویم ټوک.دارالاندلس.
۲.هرات، پښتانه او ستره لوبه.عبد الباري جهاني-د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، ۱۳۷۸ ( ۱۹۹۹م)
۳. امیرحمزه-دسیستان پهلوان. پوهاند علامه عبد الحی حبیبي (شل مقالې- دویمه برخه، مطیع الله روهیال.۱۳۸۲ ل. صحاف نشراتي موسسه.
۴.افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار(دولتي مطبعه، کابل افغانستان،۱۹۶۷)
۵. افغانستان بعد ازاسلام، پوهاندعبدالحی حبیبي، بخش دوم جلد اول(طبع دوم، کابل ۱۳۵۷ شمسي)

The History of the Saffarids of Sistan and the Maliks of Nimruz (247/861 to 949/1542-3). C.Edmund Bosworth.

Leave a Reply

Your email address will not be published.