
د بلخ او شبرغان په لويه لار یوه لویه ګومبده د خاورو ډېرۍ ده چې خلک ورته “نوبهار” وایی. د دې نه لږ وړاندې په هم هغه لاره یوه سټوپه ” توپ رستم” نومېږي. دا ټوله سیمه شا و خوا دوه زره کاله پخوا “باختر” نومیده. په څلورم ق م پېړۍ کې د هند او چین څخه بوداي دين راهبان مرکزي ایشیا ته د تبلیغ لپاره ورتلل. بیا سل کاله وروسته، د يونان وګړو پکې د “اناهيتا” په وياړ يو معبد جوړ کړو چې نښې يې د” زرګر تپه” کلي کې موندل شوي دي.
په مرکزي ایشیا کې د کشان واک له ټينګيدو وروسته، د دی نامتو واکمن کنشکا ( د ۷۸ م نه تر ۱۰۲ ق م ) د بوداي فرقې هنايانا منونکې و. ده په کشميرکې د بودیزم څلورم نړۍ وال سيمينار وبللو چې پکې د باختر يو راهب “گوشاک” هم ګډون کړی و. کله چې دی بيرته لاړو نو په باختر کې د “بهليکه” بوداي فرقې بنسټ يې کېښودو. هلته په يوې ويهارا کی د وړاندی نه د بودا وېښته د تبرک په توګه ايښې و او گوشاک ورسره د غاښ تبرک هم کېښودو. د بودای دین یو روایت دی چې د ګوتم په ژوندون” بهليکه” نومې راهب د ” بهار” څخه افغانستان شمال ته لاړو او هلته د بودا څو ویښته يې یو معبد کې د تبرک په توګه کیښودل. دغه ځای بهلیکه نومیدو چې وروسته عربانو “بلخ” کړو. په ۵۱۵ م کی د يفتليانو قوي باچا ” مهراکله ” ټولې عبادت خانې ويجاړې کړې. خو دده زوې ” تورامان” بوداي دين و منلو
او د بهليکه د زاړه ښار نه بهر يو نوی معبد جوړه کړو چې خلکو به ” نوي ويهاره” بلله. په سانسکرت کې ” ويهاره” معبد ته واي او د وخت په تېريدو دا “نوبهار” شو. چيني راهب خوان زانگ په ۶۳۰ م د اپريل په ۲۰ نيټه بلخ ته لاړو او پخپلې سفرنامې کې ليکي، “بودای دين دلته اوس په ختميدو دې ځکه د سلو شاو خوا معبدونه پکی پاتې دي چې دېرش زره منونکي لري. په يو ويهاره کې غاښ، جارو او د لاس وينځلو لوښې په سرو زرو پوښلې و. د بودا د سرو زرو يوه داسې مجسمه هم وه چې ورباندې غمي لګيدلي او په کوم تالار کی چې ولاړ و، هلته دومره ښايسته او نايابه شيان ايښي و چې ټول ځاې ورباندې روښانه و.”
بل خوا د زردشتي عقیدې خلک وایی چې د بوداي ویهارو نه وړاندې بلخ کې یو عبادتځای (اورتون) موجود و. د اوسني مزار شریف د زیارت په اړه باور لري چې دا پخوا ” خواجه خیران” نومیدو او د دوی صحیفې وایی چې ذردشت هلته تبلیغ کاو. اورتون ته به يې “نوبهار” ویل ځکه هلته به خلکو د ګلونو ګېډۍ ایښودلی. زه په ۲۰۰۵م کې د نوبهار لیدو ته ورغلم نو دغه ودانۍ د خامو خښتو څخه په دایره کې جوړه او دننه تشه وه. یو ټونل نه دننه ورتلای شوې او په دېوالونو د اور او د سوځیدو تورې نښې وې.
د بلخ پوهنتون د تاريخ استاد “برزين مهر” راته وویل چې نوبهار هغه سپيڅلې اورتون ( آتشکده) و چې دوه نيم دره کاله پخوا يې رڼا د آمو سيند نه پورې غاړه په ” ترميز”کې ليدل کيده.
د اور نمانځنه په لومړي ځل د آذر بایجان نه پېل شوه ځکه هلته د زمکې لاندې ګیس او پیټرول له کبله په ځینو ځایونو کې د زرګونو کالو راهیسې د اور لمبې پورته کېږي. په دې کې تر ټولو مشهور د کیسپین سمندر پرغاړه یوې غونډې په بیخ کې د ” ینار بولاق” اور دی. په فارسي کې “آذر” د اور مانا ورکوي. د بلخ، بغلان، باکو، بغداد او بادغیس د ” بګ” یعني د لوی خدای له نوم سره تړلي دي. د هندوانو ” بهګوان” نوم هم دغه ریښې لري. د لویدیځ ایشیا او ختیځ یورپ تر منځ آزر بایجان ته د هرې سیمې خلک تجارت لپاره ورتلل. داسې اټکل دی چې ممکن د اورنمانځل ( آتش پرستي) له باکو پېل شوی وي. په ایران او جنوبي افریقه کې مې داسې لوی واړه عبادتځایونه لیدلي وو چې په ځینو کې د یوې بخارۍ اور بل وي او واړه مزدکونه د ډیوې یا د شمع په اور روښانه وي. د بمبۍ پارسي ( ذردشتي) هندوان او د ایران ذردشتیان اوس هم باکو ته د زیارت لپاره ورځي. د هندو مذهب بنسټ اريايانو ايښې و او پخوا د ازربايجان نه واخلې ترسيستان پورې لوی شمیر هندوان اوسيدل. په بلخ کې اوس هم يو ځاې چې “هندوسوزان” نوميږي. دا خبره څوک په باورنشي ويلې چې زردشت څه وختې ژوندې و خو د ۶۰۰ ق م کې بلخ ددې دين د خپرواي ځاې و او په ځینو کليو کې هم د اورتون نښې موندل کيږي. تر څو عربانو د باختر سیمه نیوله، دلته دواړه ذردشتي او بودای عقیدې خلک نوبهار او توپ رستم ته ورتلل.
عرب تاريخ ليکونکو په لومړي ځل، بلخ کې د بودای دین په اړه ليکنې وکړې. د “معجم البلادان” ليکونکې ياقوت د نوبهار د شنو بيرغونو زکر کوي چې په هوا کې رپيدل او د ترميز نه هم ښکارېدل. د لسمې ميلادي پيړۍ تاريخ ليکونکې المسعودي هم د پخوانيو معلوماتو له مخې د نوبهار په شمال کې د يوې سټوپې زکر کوي. د ۱۰۰۰ ګزه لوړ معبد په سر، شنه بيرغونه رپيدل. ددې ګومبد اوچت او “چاپيره ترې ۳۶۰ کوټې د راهبانو لپاره جوړې وې.”
د نوبهار په اړه اوس هم په مورخينو او لرغون پوهانو کې اختلاف دې. خو د اسلام په خپریدو باختر کې ذردشتي او بودای عقیدو خلک مسلمانان شول. اوس د آذربایجان په پلازمینې ” باکو” کې د یو اورتون په اړه باور دی چې دا د باختر کډوالو له خوا جوړ شو. په بلخ کې ټولو مذهبونو خپلې نښې پريښي دي چې ” باختري تمدن” نوميږي. په ځينو دیوالي نقشونو کی د بودا د سرد پاسه يوه نوراني هاله او ورسره په ليکلي ډول ” بوده مزد ” کښلي دي. داسې ښکاري چې بوداي او زردشتي دين دلته يو بل سره اخښلي و چې سيالي او رقابت دواړه يې لرل.
په ایران او جنوبي افریقه کې مې داسې لوی واړه عبادتځایونه لیدلي وو چې په ځینو کې د یوې بخارۍ اور بل وي او واړه مزدکونه د ډیوې یا د شمع په اور روښانه وي. د بلخ نوبهار پخواني عکسوهه ښایی چې په دې دوه نور پوړونه هم جوړ وو چې دننه د تلو لاره پکې جوړه وه. اوس يې لکه د تنور یو پوړ پاتی دی. زما د ليدو په وخت يو سړې راغلو او ترېنه ديره خاوره يې په خرو بار کړه. هلته ولاړ يو پولیس راته وويل چې که څوک د يو تنور لپاره خاوره وړي نو مونږ ورته څه نشو ويلې. ښای د اورتون خاوره به تنور لپاره مناسب وي خو د دې لرغونې نښې د ورکیدو امکان هم شته.
سرچينې
۱. د نوبهارمعبد. مقاله. عبد الحۍ حبيبي. د جبيبي ويبپاڼه.
2. History of civilizations of Central Asia, v. 3: 1996. The Crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750, B.A Litvinsky,
3. Historical sketch of Buddhism and Islam in Afghanistan. Alexander Berzin, November 2001.
دا مضمون په لومړي ځل ۲۰۱۳م کې په دغې پاڼې خپور شوی دی.