
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان نظامي عهدو لپاره پښتو نومونه رواج شول. سرتېرى (سولجر) لمړی بريدمن (لیفټنټ) تورن (کیپټن) جګړن (میجر) او داسې نور د یو کس کارنامه وه چې امیر شیر علي خان به ورته قاضي قادرو ویل.
عبد القادر، د پیښور اوسیدونکی او د ده یو مشر محمد غوث، پخپله احمد شاه ابدالي د پیښور قاضي ټاکلی و. د ده دوه زامن محمد اکبر او الله داد خان هم د شاه شجاع په وخت د ښار قاضیان وو. د دوی ” محله قاضي خیلان” اوس هم شته او د ټبر خلک يې د خپل نوم سره ” قاضي” لیکي. د پیښور مشهور لیکوال، الله بخش یوسفي د زمکو د پخوانیو اسنادو له مخې قاضیان یوسفزي ګڼي خو نور محققین وایی چې دوی د ” دلزاک” امانزي قام څخه وو.
قاضي عبد القادر په پیښور کې د انګریز په ملازمت کې د فارسي، پښتو، اردو نه علاوه په انګریزي ژبې مهارت لرلو. امیر شیرعلي خان دویم ځل په ۱۸۶۸م کې د کابل پر تخت کیناستو نو لوی هدف يې د افغانستان پوځ عصري کول وو. د هند څخه پوځي منصبدارانو، سردار بهادرغلام نقشبند، عبدالحمید او فتح علی خان يې وروبلل. تر هغې هم پیښور د افغانستان یوه صوبه وه او قاضي عبد القادر د ترجمان او د منشي په توګه، په کابل بالاحصار کې د نورو هندي منصبدارانو سره میشت و.
هغه وخت په کابل کې لمړۍ پوځي پوهنځي (ملټري اکیډمي) جوړه شوه چې درې برخې، پلي ( انفنټري) سپاره ( ماونټیډ) او توپخانه ( آرټلري) لرل. د هرې شعبې عسکر به د خپلو افسرانو سره هرسهار د پریډ لپاره وتل. قاضي عبد القادردنده پوځي اصول (ریګولیشن) د انګریزي نه فارسي او پښتو ته ژباړل وو. د عسکرو لپاره نوی وردي (لباس)، نشان او بیرغ نه علاوه د منصب نوي نومونه هم هغه وخت جوړ شول. د دفاعي چارو دفترونه په بالاحصار کې وو او هم هلته په ۱۸۷۳م کې د افغانستان لومړۍ مجله ” شمس النهار” چاپ شوه. په شپاړسو مخو خپریدونکی دغې مجلې په سر کې دوه زمري د تورو سره انځور شوي و. مدیر يې میرزا عبد العلي نومیدو او کاتبانو به په تور رنګ او قلم، نستعلیق خط کې لیکل. په دې مجله کې د امیر د پرمختیایی کارونو، سړکونو، وسلو جوړولو او زرعي اصلاحات نه علاوه پوځي اصطلاحات هم چاپ شول چې قاضي عبد القادر ورته لیکلي وو. د رسول رهین په کتاب کې راغلي دي چې ” قاضي عبد القادر پشاوري” د مجلې “مشر خطاط” و.” په انګریزي کې اوس ورته ” کاپي ایډیټر” وایی. دی د امیر په دربار کې یو مهم شخصیت و چې په رسمي او ملي غونډو کې يې ګډون کاو. قاضي قادرو د انګریز نه درې سوه ( ۳۰۰) روپۍ د میاشتې معاش اخیستو ځکه د کابل حکومت خزانه تشه وه او د برطانوي حکومت د وسلو نه علاوه امیر شیر علي خان ته پېسې هم ورکولې. د قاضي عبد القادر میرمن د اڅکزو قام څخه وه او د امیر شیرعلي خان له خوا روس او برطانیې ته سرکاري لیکونه ده ورته لیکل. د ده رتبه هغه وخت ممکن د امریکایی ” زلمي خلیل زاد” په شان وه.
د امیر شیرعلي خان له خوا روسي استاځي جنرال کوفمېن ته لیکونه د قاضي عبد القادر په لاس لیکل کیده. د دوو کالو په موده کې د دواړو ملکونو تر منځ ۵۴ لیکونه تبادله شول. امیر په ۱۸۷۹م له مزار شریف څخه خپل وروستی لیک د یو سیاسي پلاوي سره تاشکند ته واستاو چې پکې شیر علي خان (کندهاري) شاه محمد خان او قاضي عبدالقادرخان د افغان دولت معتمد وزیرانو په توګه يې وروپیژندل.
د امیر په مړینې، قاضي عبد القادر په مزار شریف کې پاتې شو او بیا هلته نه په کونړ کې یو سادات سره پناه واخیسته. د امیر یعقوب خان، واک اته میاشتې و او په کابل کې د انګریز سفیر کاویناري په وژنه، له تخت لیرې، هند ته يې واستاو. قاضي عبد القادر بیرته کابل ته لاړو او د امیرعبد الرحمن په دربار کې د انګریزانو استاځی شو. په ۱۸۸۲م کې ده له پېښور څخه ته د افغان حکومت د چارو په اړه انګریزانو ته راپور ورکاو. په ۱۸۹۱م کې قاضي د بمبۍ نه په بحري بېړۍ کې حج ته لاړو او ښایی وروستی عمر يې په کوټه کې تېر کړو. د ده یادښتونه په انګریزي ژبې کې د کوټې په “البرټ پریس” کې جاپ شول. په ۱۹۴۹م کې علامه حبیبي د قاضي عبد القادر نمسی ولیدو چې د خپل نیکه کتاب يې ورته ورکړو. متاسفانه هغه وخت په افغانستان کې یو داسې تحریک شروع شوی و چې هر څوک د پیښور یا پنجاب څخه د مسلکي کارونو لپاره کابل ته تللي وو، په هغه يې د ” جاسوس” ټاپه لګوله. افغانان باید د پښتو لپاره د قاضي عبد القادرخدمات هېر نه کړي.
د ده نظامي اصطلاحات بیلګه داسې ده. تورن جنرال( میجر جنرل) لوی درستیز( چیف اف سټاف) غونډ(رجمنټ) ټولۍ( کمپني) کنډک( بټالین) وسلتون( آرمري) او داسې نور.
سرچینې
۱. تاریخ مطبوعات افغانستان از ‘شمس النهار تا جمهوریت. رسول رهین، جلد اول، سال ۱۳۸۶. دانشنامه آریانا.
۲.استاد عبد الخالق رشید . شفاهي معلومات.
3. Two Suspicious Persons in Kabul. Abdul Hai Habibi. Online article.