
ځینې کسان د انګریزي “مشین” د پښتو “میچن” نه راوتلی ټکی ګڼي خو هیچا سره د دې څه ثبوت یا دلیل نشته.
“مشین” د یوناني ژبې ” میخانی” نه راوتلی توری او مانا يې وسیله، تدبیر یا آله کېږي. په روم کې دا د لاطینې ژبې “مکینه” شو چې د اوسپنې وسایلو یا آلات لپاره به يې کارو. لاطینې نه دا نوم نورو ژبو ته کډه شو او په اخره کې د انګریزي ” مشین” شو. انګریز کله چې په اتلسمې پېړۍ کې د هند په خاوره قدم کیښودو نو ټول یورپ کې صنعتي انقلاب له کبله مشینونه جوړیدل.
په آسټریلیا کې د یو لرغونی غار نه ۶۰ زره کاله پخواني انسانانو د ژوند په نښو کې د تیږو په وسیله د دانو د ټکولو شواهد هم وو. د “کاڼي” د وروستۍ دورې (نیولیتیک) یعني ۱۰ زره کاله پخوا انسانانو په یوې پلنې تیږې کلکه میوه لکه بادام یا غوزان د وړکي تیږې سره ټکول. د لرغونی مصر د فرعون په مقبرو کې د هغې میچن چې مونږ يې پېژنو، انځورونه جوړ وو. دوه ګول تیږې- بره يې لږ وړه او لاندې لویه، د ګرځولو لپاره یو لاستی، چې یوه ښځه ورته په ګونډو ناسته ده. د غنم د کروندې او د دې نه د اوړو جوړولو لپاره د اوبو په زور چلیدونکی” ژرنده” لومړی جوړه شوه. د دې سبب په لږ وخت کې زیاته غله میده کول وو. پخوا د انسانانو شمیره لږ او د میچنې ګرځول د سخت مشقت کار و.
د یورپ او د هندوستان ژبپوهان مني چې سانسکرت د پښتو او نورو لرغونو ژبو یوه رسمي بڼه ده. په سانسکرت کې د میچنې لپاره څو الفاظ کارېږي چې یوه يې ” چکره” یعني څرخ یا ګول پایه ده. په هندي او اردو کې د چکي نوم د دې د ګول تیږو له کبله رواج شو او په پنجاب کې ” چک” د کوهي یا د څاه د کنستلو په وخت کارېږي. د میچن ممکن د ” میدن ” بڼه وي چې د وخت په تیرېدو بدل شو. پښتانه ورته میچنه” (مونث) وایی چې کله کله د اوربشو نه د “دل” یا اوګرې ټکولو لپاره يې کاراو. خو غنم او جوار به يې تل ژرندې ته استول.