د هندکو لهجې


د اباسین له غاړو تر کشمیر، هزاره او خیبر درې دیرشو نه زیاتې ژبې د “هندکو” په ټبر کې شاملې دي. پیښوري، خالصوی، هزاره- کوهاټي- ډیره وال- سواتی- پهاړي او ګوجري د پښتونخوا نه علاوه د افغانستان ځینې قامونه هم وایی.
په ۱۹ پېړۍ کې انګریرانو په هند کې ۱۲۱ ژبې او ۲۷۰ ځایی لهجې په نښه کړې. هرځای دغو لهجو کې بدلون راځي چې شمیره يې ۱۹۵۰۰ ته رسېده چې ځینې يې اوس متروک دي. هغه وخت یو ژبپوهه وویل چې د هند هر ۵۰ میلو کې ژبه بدلېږي.
د هندکو ګرامرهندي او پنجابي سره ګډ دی او ویونکي يې د یو بل په مانا پوهېږي. د غرونو او درو په وېش هره ژبه يې خپله لهجه لري. د بیلګې په توګه پیښوري کې د “مونږ” لپاره” اسي” په هزاري کې “اسا” شي. د پنجابي ” رن” ( ښځه) د پیښوري ” تریمت” او د هزارې “جاتک” (هلک) په اټک کې “ذات” شي. د پیښورۍ ” ساډه” (زمونږ) په کوهاټي کې “اساډه” او ” پېړي” (سپیره) په سرایکي کې ” بهېړي” شی. په ډیره وال سرایکي کې ۱۰ ته ” ډا” او ۲ ته ” ډوو” وایی خو ملتاني سرایکي کې دا ” دس” او ” دو” وي.
هندکو د هرې سیمې لویو ژبو تر اغیز یوه نوی لهجه خپلوي. په خالصوی هندکو، د پښتو ډېراغیز دی او د دې ویونکي د مروج ” خیرنال آو” په ځای ” تهکه نه هوی” وایی چې مانا يې د پښتو “ستړی مه شې” وي. د راولپنډۍ او جهلم ترمنځ پوټوهاري او د ملتان سرایکي هم د هندکو لهجې دي. د میاوالی او اټک هندکو تر منځ معمولي توپیر وي. تر ټولو په زړه پورې د هندکو ګوجري لهجه ده چې د هند په ګجرات کې د سانسکرت سره ګډ او ځان له ژبه شوی ده.
د جهلم سيند دواړوغاړو، هزاره، سوات او ان تر افغانستان کې هم هندکو ویلې شي. د دې نه علاوه د مري او کشمیر په لوړو ” پهاړي” د هندکو یوه لهجه ده. دا د کشمیري ژبې نه لږ توپیر لري خو خلک يې د یو بل په خبرو پوهېږي. د چترال ” کهوار” شینه، بروشسکي او د کونړ د ” شاړو” ژبې هم د هندکو سوچه لرغونې قسمونه دي.
په کابل کې هندوان او سیکان په خپلو کې هم هغه “هندکو” وایی چې په پیښور کې ورته خالصوی وایی. دروغو ته “کؤوړ” جامو ته “چیړې” او جذب ته” جیر” وایی. په دې کې د پښتو ډېر ټکي ګډ وي. د نوښار سره نزدې په مغلکو کې هم دغه هندکو د څو ټکو د توپیرسره وئیلې شي. لکه “لیمو” ته نیامبو…لډو ته لاډو وغیره. د غرونو هندکو تر څو چې سمې او میداني سیمو ته راښکته کیدو سره خپل اصالت نه لیرې شي. زیات تره لهجې شفاهي او د دې ټپې او سندرې د پنجابي سره ګډ وډ ویل کېږي. په سوشل میډیا کې هم دغه د هندکو په توګه خلک پېژني.
په پیښور کې ” ګندهارا” په نوم یوه اکاډمي جوړه ده چې هدف يې هندکو ژبې ته وده ورکول دي. د پاکستان حکومت هزاره کې د هندکو ( هزاروي) ټیلویژن هم شروع کری دی. د دې نه علاوه راولپنډۍ او ملتان کې د اردو سره، سرایکي ژبو پروګرامونه کېږي. د هندکو شاعرانو او لیکوالانو کتابونه هم خپرېږي خو د اردو او انګریزي توري پکې زیات لیدل کېږي. د تور غر په لمنو کې د هندکو یوه لهجه ” منک یال” یواځې هم هغه دره کې ویل کېږي. دغسې لهجې د وخت په تیریدو نورو لویو ژبو کې ورکې شي. د سوچه هندکو ویونکي اوس یواځې سپین ږیري یا کورنو کې سپین سری پاتې دي.

2 Comments

Add a Comment
  1. محمد عمران عثمانی

    تاسو دا اټک هندکو ذکر کړے خو دا حضرو چهچھ او دا خوا شاوو ژبو ذکر هوم ندے کړے

    1. . مننه که تاسو راته څه معلومات ولیکئ نو ښه به وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *