پت پالونکي
د پاکستان د هزارې په غرونو کې د شهیدانو لوی هدیرې د ۱۹ پېړۍ د کندهاریانو قبرونه
هم لري.
لعل محمد او دین محمد په هغه ډله کې شامل وو چې په ۱۸۲۶م کې د سید احمد بریلوي سره مله وو. د هندوستان د مجاهدینو مشر سید احمد پښتونخوا ته د سیکانو خلاف جهاد لپاره تللی و. دغو کندهاریانو اووه ( ۷) کاله په مختلفو غزاګانو کې تورې بریښولی خو میدان يې نه پریښودو.
افغانستان هغه وخت د امیر دوست محمد د وروڼو او زامنو تر منځ د جنګ میدان و. کندهار د امیر د مېره وروڼو پردل خان او شیردل خان سره و. کله چې د مجاهدینو قافله، د ټونک څخه سندهه او بیا د بلوچستان له دشتو کندهار ته ورسیده نو پردل خان د ۱۵ سپارو یوه ډله د ډوډۍ سره د سید احمد قافلې ته واستاو. څو ورځې وروسته، مجاهدین کندهار ته وردننه شول
نو په زرګونو خلکو یې هرکلي وکړو او د استوګنې لپاره ورته “اعظم خان کلا” سمبال شوی وه چې دوی پکې ۴ ورځې ایسار وو. شا و خوا ۴۰۰ کندهاریان کلا ته ورغلل چې د سیکانو سره جهاد لپاره دغې ډلې سره مله شي. سید احمد په دوی کې ۲۷۰ کسان د جهاد لپاره غوره کړل چې مشر یې “دین محمد” وټاکلو. د کندهار په لښکر کې د ۲۰۰ جنګیالو سره جزیل ټوپکې او نورو تورې او خنجرلرل.
دوی د غزني په لار کابل ته ورسیدل نو هلته حاکم
سلطان محمد خان بارکزی د خپلو دریو وروڼو او ۵۰ سپارو سره د سید احمد هرکلي ته راغلو. یوه میاشت په کابل کې پاتې کیدو وروسته دوی د جلال اباد څخه پیښور ته لاړل او د کال تر پای، د کابل-اباسین پر غاړه “نوښار” ته نزدې ځای په ځای شول. د دوی پوځي مشر ۵۰ کلن شاه اسمعیل ډېر په منظم ډول د جنګ نقشه جوړوله او د کندهاري ډلې مجاهدینو په هر پړاو کې سید احمد ته مشورې ورکولې.
د لښکر پنځه برخې وې چې په منځپرک کې څلور
ډلې ملا لعل محمد، ملا قطب الدین کندهاري، جعفرخان کندهاري او مرزا احمد بیګ پنجابي سره وو. په “حضرو” کې د شپې، سیکانو په کیمپ د لومړۍ جملې لپاره ۹۰۰ تکړه ځوانان غوره کړل چې په تیاره کې یې تېزه منډه وهلې
شوه.
د سیکانو چاوڼۍ د ازغن بوټو په منځ کې وه او څو
پهره دارو نه علاوه نور سپایان ویده وو. په ۲۰ جمادی الثاني ۱۲۴۲ه ( ۲۱ دسمبر ۱۸۲۶م) نیمه شپه مجاهدینو په دغه چاوڼۍ یومخیزه یرغل وکړو او دوی يې تیښتې ته اړ کړل. خو پښتانه د سیکانو په خیمو لوټ مار کې اخته شول نو سیکانو ځان ترتیب او بیرته پرې راتاو شول. ګټلی جنګ يې وبایللو نو سید احمد دوی ته د جهاد اصول او د غنیمت مال په اړه پوهه ورکړه.
د مجاهدینو مرکز د بونیر په “پنجتار” کې و چې د څار لپاره څلور برجونه یې لرل. کندهاري مجاهدین په دریو ځایونو کې اوسېدل. یوه ډله د حاجي زین العابدین په مشرۍ “قاسم خیل” کلي کې د توپو ګولې جوړولې. دا به یو نیم من ( ۶۰ کلوګرام) درې من ( ۱۸۰ کلوګرام او پینځه من ( ۲۰۰ کلوګرام) وزن وو. دویمه ډله په سنګ بټۍ” کې وه چې، ملا لعل محمد، قطب الدین، نور محمد او ملا عزت يې مشران وو. درېیمه ډله په “خلۍ” کې مېشت وه. په پنجتار کې یوه لویه جرګه وشوه چې د پښتونخوا د انتظام لپاره يې شرعي قانون نافذ کړو.
د غوربند سید حبان ته د قضا چارې اوملا قطب الدین ننګرهاري ته يې د هغو کسانو د احتساب کار وسپارلو چې لمونځ به یې نه کاوه. ده سره ۳۰ کندهاریان په تمانچو سمبال د مرستیالانو (پولیس) په توګه ګرځېدل. د لمانځه پابندي دومره په سخته کېده چې کله څوک کندهاری به یو کلي ته ورغلو نو هلته به غوبل جوړ شو. بیا به د کلي خان دغه کندهاري پولیس ته قناعت ورکاوه چې هلته ټول خلک لمونځ کوي.
پښتانه هغه وخت خوشاله و چې د سیکانو د شر نه خلاص شول خو ځینو خانانو به د سیکانو نه پېسې اخیستې او د مجاهدینو خلاف تبلیغ کاو. کندهاري ډلې په مایار ګړۍ او کلپاڼۍ په جنګونو کې مخالفانو ته سخت تاوان واړاو. دوی په څو محازونو د سیکانو نه علاوه د دراني پوځ سره هم وجنګیدل او د یار محمد بارکزي له قتل وروسته، پیښور د سید احمد مجاهدینو په کنټرول کې شو. سلطان محمد له پیښور بهر بالا ماڼۍ څخه مجاهدینو ته د روغې پیغام واستاو نو سید احمد ورته دوه شرایط کیښودل.
یوه دا چې مجاهدینو ته به ۴۰۰۰۰ روپۍ د جنګ تاوان ورکوي.
بله دا چې که هغه د مسلمان خلاف د سیکانو له ملګرتیا لاس واخیستو نو د پیښور حاکم به وټاکل شي.
ملا لعل محمد او نور کندهاریان خبرشول نو ده ته يې د بارکزو د خیانت خبرداری ورکړو. خو سید احمد د مسلمان سره جنګ نه غوښتو او سلطان محمد ته يې پیښور په دې شرط پریښودو چې د ۵۰ مجاهدینو یوه ډله به هلته اسلامي شریعت نافذ کوي. لښکر پیښور څخه ووتلو نو څو ورځې وروسته د سلطان محمد په اشاره هلته پاتې مجاهدین د شپې په ظالمانه توګه ووژل شول. د صوابۍ او مردان په کلیو کې هم مجاهدین په لوی لاس وژل کیده.
د لعل محمد ۲۰ کسیزه ډله په “لوند خوړ” کې وه او چټک هلته نه ووتله، په جلاله ګودر تیر شول او د مولوی شیر کوټي ډلې سره پړانګ غار ته ورسیدل. هلته یوه میاشت پاتې کیدو وروسته پنجتار ته لاړل. شاه اسمعیل کشمیر ته تلل غوښته خو
سید احمد د پښتنو له خیانت مایوسه هزارې ته د تلو فیصله وکړه. د هغه موقف دا و چې که مونږ له کاغان ووتلو نو سیکان به دلته په خلکو ظلم کوي. په ۶ می بالاکوټ کې یوه لویه حمله کې سید احمد او ډیر نور غازیان شهیدان شول.
په ۱۸۳۱م په “نندیهاړ” دره کې د سید احمد نزدې ملګري شیخ ولي محمد په مشر تابه شا وخوا ۲۰ مجاهد مشرانو بیعت وکړو چې کندهاري ډلې ملا لال محمد، ملا بازار- ملا دوست محمد- ملا عزت او خضرخان په سر کې وو. دغو ډلو د هزارې په تورغر کې درې کاله د سیکانو سره جنګونه کول. د سیکانو لوی سنګر په “بټلون کلا” کې و چې هلته د وسلو نه علاوه په زرګونو سیکان پراته وو. ملا لعل محمد دوې ورځې د ۵۰ شا و خوا کسانو سره په دغې کلا بریدونه کول او شا و خوا ۴۰۰ سیکان پکې ووژل شول. دوی له کلا څخه وتلو په وخت اور ورته کړو او په دریمه ورځ په سختو ډزو لال محمد د خپلو ۵۰ تکړه غازیانو سره هم هلته شهید شو.
د تور غره په درو کې د دغو شهیدانو په هدیرو لاروي لږ وخت تم شي، خو زیات قبرونه يې بې نوم او بې نشانه دي.