د فرض حج لپاره وخت مشخص دی چې د شوال څخه ذوالحج او تر ذوالقعد میاشتې دي. عمره مشخص وخت نه لري او هر وخت کیدای شي.
بیت الله (خانه کعبه) ته یوازې مسلمانان داخلېدای شي. که فرضي حج او عمره کوئ نو ستاسو عبادات د احرام له تړلو وروسته پېلېږي.
احرام
احرام د سپین (کتان یا سان) ټوکر دوې ټوټې دي چې ګنډل شوي نه وي او جیب هم نه لري. یوه برخه یې تر نامه لاندې او بله یې تخرګ پورې رانغاړل کېږي. مسلمان باید کفن ته په ورته دغه جامه کې د رب حضور ته ودرېږي.
د احرام د تړلو فلسفه دا ده چې ټول مسلمانان که خان دی یا غریب، که امیر دی یا فقیر، که تور دی یا سپین، که د افریقا دی یا اروپا، هر څوک او د هر ځای چې دی، ټول د الله کور ته په یوه جامه کې او یو ډول داخل شي او ترمنځ یې باید هېڅ توپیر نه وي. کاش زموږ عادي ژوند هم داسې بې توپیره وای. دا لباس د حاجي او غیر زیارت کوونکي ترمنځ لوی فرق هم دی.
میقات-
میقات ( جمع مواقیت) هغو ټاکل شويو ځایونو ته ویل کېږي چې حاجیان په کې احرام تړي او بیا په دغو لارو مکې او بیت الله ته داخلېږي. زمونږ پیغمبر(ص) دا ځایونه مشخص کړي او ټول په سعودي عربستان کې د بیت الله چارچاپېره ورغلیو بېلابېلو لارو کې دي. که تاسو د نړۍ له هرې برخې، حج او عمرې ته ځئ نو مواقیت مو بیت الله ته د ننوتلو دروازې دي، همدلته به احرام تړئ.
ولې مواقیت؟
هر کار د پیل یوه نقطه لري. مواقیت د احرام تړلو ځایونه او د فرض حج او عمرې د پیل نقطې دي. زما تجربه دا وه چې مواقیتو ته په رسېدو سره او د احرام له تړل کېدو وروسته مسلمان په ذهني او جسمي توګه حج او عمرې ته لا ښه اماده کېږي.
“اهل افاق”
هغه حاجیان چې له نورو هېوادونو څخه بیت الله ته داخلېږي، هغوی ته په فقهې اصطلاح کې “اهل افاق” ویل کېږي، مانا له مواقیتو څخه د باندې (بهر) اوسېدونکي. زه چې له امریکا څخه تلم، نو بیت الله څخه تقریبآ دوه ساعته لاره پاتې وه، چې په الوتکې کې اعلان وشو “که د عمرې نیت لرئ، نو میقات ته ورسېدو… احرامونه مو وتړئ. زه پوه نه شوم چې کوم مشخص میقات و خو ما په الوتکې کې خپل احرام وتړه.
“اهل افاقو ته پنځه میقاتونه”
یلملم: که له افغانستان, پاکستان او ورڅېرمه هېوادونو څخه فرض حج یا عمرې ته ځئ نو ستاسو د احرام تړلو ځای ممکن “یلملم” وي. دا د یمن له لوري حرم ته په ورغلې لارې کې دی. که تاسوغواړئ چې ارام سفر وکړئ، او تشویش درسره نه وي نو الوتکې له پورته کېدو او میقات ته له رسېدو مخکې هم احرام تړلی شئ.
ذوالحليفه: دا ځای په مدینې کې او مکې ته په لاره کې دی. زه چې کله د دریمې عمرې لپاره مدینې څخه روان شوم نو احرام مې همدلته وتړه. دې ځای ته بیرعلي (د علي کوهی/څاه) هم وايي. (تصویر یې وګورئ)
ذات عرق: که د عراق او ورڅېرمه سیمو څخه حج یا عمرې له ورځئ، نو ستاسو د احرام تړلو ځای “ذات عرق” دی چې له کعبې شاوخوا ۱۰۰ کیلو میټر فاصله کې دی.
جحفه: د لبنان، سوریې، اردن، فلسطین، مصر، مراکش او د ځینو نورو افریقايي هېوادونو څخه تلونکیو ته “جحفه” میقات دی چې د مکې څخه شاوخوا ۱۹۰ کیلو میټر لېرې دی.
قرن المنازل: که د سعودي عربستان د نجد او طایف په لارې حرم ته داخلېږی، قرن المنازل مو د احرام تړلو ځای دی چې له مکې څخه، شاوخوا ۵۰ کیلو میټر لېرې دی.
اهل حل او اهل حرم
په فقهې لحاظ د میقات په سیمو کې اوسېدونکي “اهل حل” او د مکې او حرم د حدودو اوسېدونکي “هل حرم” بلل کېږي.
د مکې او حرم د اوسېدونکو میقات د هغوی خپل کورونه او د میقات څخه هم حرم تړلی شي. د دوی امتیاز بیا دا هم دی چې بیت الله ته له احرام پرته هم داخلېدای شي مګر که حج او عمره کوې بیا هم هغه شرایط به پوره کوي چې د نورو لپاره دي.
که اهل افاق په مکې او حرم کې وي او بیا د دویم عمرې نیت ولري نو باید یو میقات ته ولاړ شي. زه چې څو ورځې د حرم حدودو کې اوسېدم، له احرام پرته به بیت الله ته تلم، عبادت او طواف مې کولای شو. خو کله مې چې بیا د عمرې اراده وکړه نو، د حرم له حدودو ووتم او د مکې ښار په یوې څنډې “مسجد عایشه” کې مې احرام وتړه او بیا بیت الله ته داخل شوم. مسجد عایشه هم میقات دی او حضرت محمد (ص) له دې ځای څخه هم احرام تړلی دی. دا د اهل حل میقات هم دی.
سپارښتنې
چې احرام مو وتړه، وېښته او نوکان نشئ پرې کولای. ښځه او مېړه جماع نه شي کولای. ښکار نه شی کولای. کومه حشره (چینجی، میاشی یا مېږې) نه شئ وژلای. عطرنشئ استعمالولای. په خپل احرام باندې تصویر یا نښان نه شئ لګولای. په لاره پراته توکي چې له بل چا غورځیدلی یا پاتې شوی وي، هغه ځان ته نشئ ساتلې. ډېر حاجیان او زایرین خپل حج په دې خراب کړي چې د چا څخه پاتې لاسي ساعت، جای نماز، تسبیح یا بټوه راواخلي او ځان ته يې وساتي. ښه کار دا دی چې د لارې نه یو خوا ته کړئ او که قیمتي شی لکه د پېسو بټوه وي نو پولیسو ته يې وروسپارئ. د دې لپاره چې د مسلمان دا اهم فرض په موزون او مسنون شکل ترسره شي، باید دغه شرایط یاد وساتي.
یادونه:
که تاسو د فرض حج یا عمرې اراده لری، نو هڅه وکړئ چې تر سفر مخکې یې په اړه ضروري معلومات ترلاسه کړئ چې هر څه ښه په ارام او خوند وکړئ.
جعفرهاند