افغان سنو


د ۲۰ پېړۍ په دویمه لسیزه کی د هند بازار کې د ښځو لپاره د مخ یو کریم مشهور شو چې “پټن والا” کمپنۍ له خوا جوړیدو.
په هند کی د انګریزانو د راتلو سره د ښځو د سینګار ( میک اپ) توکي د نوابانو او راجه ګانو د میرمنو په فرمایش د یورپ نه وړل کیده. دا به ډېر ګران بیه وو او عامو خلکو يې د اخیستو وس نه لرلو.
د لومړي نړۍ وال جنګ څخه وروسته، د راجستان یو مسلمان ابراهیم سلطان علی په بمبۍ کې خپله کمپنۍ “پټن واله”کی د سینګار ( میک اپ) توکو په جوړولو لاس پوری کړ. په ۱۹۱۹م کې د مخ یو کریم نوم يې “افغان سنو (افغان واوری) وټاکلو چی سبب يې معلوم نه دی. د “سنو” یعني د واورې د نوم سره دا مغالطه هم پیدا شوه چی ګنی دا د پوټکي رنګ سپینوي. خو د کریم جوړونکو دا دعوا چری هم نه وه کړی.
یوغلط فکر دا دی چی د افغانستان باچا (امان الله) په بمبۍ کی دغه کریم نوم کیښودو. خو په حقیقت کی هغه په ۱۹۱۹م کی هند ته نه و تللی. دی د خپل پلار ( امیر حبیب الله ) له قتل څخه وروسته واکمن او پښتونخوا کی قبایلو د خپلواکۍ لپاره د انګریز سره دریم جنګ پېل کړی و. بله افسانه دا ده چی د هند د خپلواکۍ تحریک مشر ګاندهي د دغې کریم ( کمپنۍ) سرپرستي کوله. دا هم د سوشل میډیا د مبلغینو دروغ دي.
افغان سنو د کاروبار د ګټې لپاره یو نوم دی چی نه يې سیاست سره څه تړاو دی او نه تاریخ سره. د پټن واله کمپنۍ کی د میک اپ نور توکي هم جوړیدل او په ۱۹۵۲م کی يې د هند د ښایست ملکې د مراسمو یوه برخه لګښت ورکړو. دغې کمپنۍ د فلمي ستورو د سرپرستۍ لپاره ورته دغه کریمونه او د میک اپ توکي مفت ورکول. بیا د نورو نړۍ والو کمپنیو سره په سیالۍ کې د “افغان سنو” بازار سوړ او د نوي کریمونو په راتلو خلکو نه دا نوم هېر شو. خو په بمبۍ کې د پټنه والا هغه ودانۍ تر اوسه شته چی په لومړي ځل دا کریم پکې جوړیدل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *