
په ماشومتوب کی به مو د مالوچو په شان یو نازک غونډاری د ډنډر سره وشوکاو او بیا په یو پوکي به مو باد کړو. په ډنډر کی پاتې خاشې شمیرلې چې یو یا درې به د غم او دوه یا څلور د خوشالۍ نښې وې.
دغه غونډاري ته به مونږ”بوډۍ” ویل.
د انګریزي “ډینډیلاین” په هندوستان کی “هانډ”- “دودهل”- “ککرونده” په ایران کی “شیر دندان” او افغانستان کی “قاصدک” او د نباتات لاطيني نوم يې “تاراکسکوم اوفیسنالی” دی.
قاصدک د نړۍ په هر ملک کی د یو وحشي بوټي په توګه راشنه کېږي او په سپرلي کی د واښو په منځ کی ددې پاڼې پر زمکه خواره وي. ددې زیړ ګل د وړوکی نمر ګل په شان ښکاري او دومره مټکور وي چې کله وچ شي نو د مالوچو غونډاري په منځ کی زړي يې د هوا د لارې نورو ځایونو ته کډه کوي. که پر شاړه زمکه یو زړی هم پریوځي نو بې له اوبو هلته ځان ځای کړي. د دې له کبله په یورپ کی دا د استقلال، پخې ارادې او په نامساعدو حالاتو کی د ژوند سمبول دی.
په یورپ کی باور و چی کله تاسو د بوډۍ وچ ګل ته پوکی ورکوئ او دا په هوا کی والوځي نو ارمانونه به مو پوره شي. دا د ازادۍ سمبول هم دی او څوک چې ددې انځور د خال په بڼه په خپل مټ ږدي نو دا د بندیزونو د لیری کیدو نښه وي.
په حکیمي داروګانو کی د قاصدی ګل څخه جوړ ملهم د بندونو د درد لپاره اکسیر ګڼلی شي. د مثانې د تکلیف لپاره حکیمان د دې شربت ورکوي او یورپ کې نن سبا د دې چای هم خرڅيږي.
خو که څوک الرجي (حساسیت) د پښته ورګي یا د تریخي تکلیف لري نو قاصدي ګل ورته تاوان رسولی شي. د شکرې او زړه مریضان یا هغه او د مریضانو یا هغه چی د وینې د نرمولو دارو خوري، ورته د دې ګل چای خطرناک دي.
په خپل مخ سر دارو خوړل د ګټې په ځای نقصان کوي او بې له ډاکټر یا حکیم د مشورې څخه یو دارو هم نه دي خوړل پکار.