
د ۱۹۳۰م لکهنو ریډیو (آواز) مجله کې د یوې جینۍ زهره ممتاز مضمون چاپ شو. سرلیک يې و چې، “زما ولی نرتکي کیدل خوښ دی؟” په هندي کې “نرتکي” ګډیدونکی یا رقاص ته وایی. دغه پیغله وروسته د زهره سهګل په نوم د رقص، تهیټر او فلمونو کې مشهوره شوه.
په ۱۸۵۷م د خپلواکۍ جنګ (غدر) کې د رام پور څخه ډېرو روهیله پښتنو سهارن پور کې خپلوانو کره پناه واخیتسه. په دوی کې د یو زمکه وال ممتازالله خان نیکه هم و. د شلمې پېړۍ په پېل کې ممتازخان د ناطقه بیګم سره واده وکړو چې اوو اولادونه يې لرل. ذکاءالله، هاجره، اکرام الله نه وروسته څلورمه لور صاحبزادي زهره بیګم په ۱۹۱۲م کې و زیږیده. عذرا-امینه او صابره ورپسې وې. زهره لا وړه وه چی مور يې مړه شوه. هغې له ماشومتوبه نڅا او ناټک سره شوق لرلو او په ځوانۍ کې د لاهور په کوین میري کالج کې داخله شوه. د انګریزانو په دې کالج ته هم جینکۍ په بورقه کې ورتلې. د هغې یو ماما صاحبزاده سیعد الظفر خان په ایډنبرا کې میشت و. د خورزې استعداد ته په کتلو دا يې له ځانه سره په موټر کې یورپ ته بوتله.
په جرمني کې د هغې یوه ترورپه مشوره، ذهره د (ډریسډن) د بېلی رقص په پوهنځي “میری ویګمین” کې درې کاله پاتې شوه او لومړۍ هندي ښځه وه چې په هغې ادارې کې يې (بیلی) رقص زده کړو. یوه ورځ هم هلته دا د هندي تهیټر لیدو ته ورغله چی د “شیو-پاروتي” منظوم داستان يې د نڅا په ډول ښودلو. د تهیټر مشر د هند نامتو استاد “اودی شنکر” و او هغه د زهره استعداد ته په کتلو ورته د کار وړاندیز وکړو. په اګست ۱۹۳۵م کې زهره د شنکر تهیټرسره مله شوه او په جاپان، مصر، امریکا او د یورپ په ښارونو کې د زرګونو خلکو په وړاندې د خپل فن مظاهره وکړه.
په ۱۹۴۰م کې کله چي شنکر بیرته هند ته لاړو نو زهره د رقص ښوونکی په توګه ملازمت پېل کړو. هم هلته یو ځوان “کامیشورسہگل” يې وپیژندلو او د کورنۍ د مخالفت سره هم دواړو واده وکړو. دوی په الموړه کی سندریز تهیټر او مذهبي ډرامو کی انسانان لکه د لرګین نانزکو ګډول. زهره د هند په مشهورې کیسې ” شکنتلا” کې مرکزي رول ولوباو. د اودی شنکر تهیټر بند شو نو زهره او کامیشور لاهور ته ورغلل او هلته يې خپل د رقص اکاډمي “زهرش” پرانسته. په ۱۹۴۵م کې دا په لومړي ځل یو فلم کی ښکاره شوه.
د زهره وړه خورعذرا هم د ناټک او د نڅا شوقینه وه او هغې په ” اودی شنکر” اکاډمي کې کلاسیک رقص زده کړی و. د دې مېړه حمید بټ د تهیټر لیکوال و. دواړه خویندې د استعداد، جوش او د خویندو د مینې سمبول وې چې “کسان” او “غدر” نومې ډرامو کې يې یو ځای کار وکړو. دوی به پرتهوي تهیټر له خوا د هند لر وبر کې د ډرامو له پاره ورتلې. عذرا شا و خوا ۱۴ کاله د دې تهیټر اداکاره او د ۱۹۴۰م په لسیزه کې د شهرت د اسمان ستوری شوه.
د ۱۹۴۷م په سیاسي شخړو کې زهره د خپل مېړه او یو کلن لور کرن سره لاهور پریښودو او بمبۍ په فلمونو کی کار پېل کړو. د دې تر ټولو مشهور فلم “نیچا نګر” په نړۍ وال کچ خلکو ولیدو او څو انعامونه يې وګټل. په ۱۹۵۹م کې د کامیشور له مړینې وروسته زهره ډیلي کې د یو نوی جوړ شوی هنری اکاډمي مشره شوه او درې کاله يې په دغه عهده کار کاو.
په ۱۹۶۲م کې زهره په لندن کی د تهیټر یوه وظیفه ( بورس) واخیسته. د سبق سره هغې په “چیلسي” کې د رام ګوپال رقاص په پوهنځي کې درس هم ورکاو. د اولادونو د پالنې لپاره هغې د تهیټر د کردارونو لپاره په مشین جامې ګنډلې او د ژوند بار ته يې اوږه ورکوله. کله نا کله په یو فلم کې به يې معمولي رول ولوباو او د بي بي سي ټیلویژن په یوې ډرامې کی کار وکړو. په ۱۹۶۳م کې دا د هند لومړۍ هنرمنده وه چې په برطانوي ټیلویژن ” ډاکټر هو” کې ښکاره شوه.
په ۱۹۶۴م کی عذرا د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوه، په راولپنډۍ کې يې د نڅاګرو یوه ډله وروزله چې د سټیج او د تهیټر نړۍ يې آباده کړه. د هغې نورو وروڼو خویندو هم هند پریښودو او یواځې مشره خورهاجره بیګم چې د هند د کمیونسټ ګوند غړی او یو ډاکټر ذیډ-ای احمد میرمن وه، هند کی پاتې وه.
په ۱۹۸۳م کې روي شنکر (نامتو ستار غږونکی) د خپل ورور، “اودی شنکر” په ویاړ د شاعرۍ پروګرام جوړ کړو. زهره سهګل پکې شعر (ډیکلیمه) کړو چی د دې د شهرت سبب شو. اخوا عذرا بټ په لاهور کې تر ۱۹۸۵م “اجوکه تهیټر” په ډرامو کی کار کاو او هم هغه کال هغې د زهره سره يې ملاقات وشو. وروسته د پوځي رژیم او د پاکستان د اسلامي سیاست له کبله په نڅا او تهیټر بندیزونه ولګیدل او عذرا یواځې به د ټیلویژن په ډرامو کی ښکاریده. په ۱۹۹۰م کی زهره څو هندي ټي-وي ډرامو او فلمونو کی د کار لپاره په “بردوان” کی اوسیده.
شا و خوا نیمه پېړۍ وروسته، په ۱۹۹۳م کې دواړه خویندې د لاهور تهیټرپه یوې ډرامې، “ایک تهي ناني” کی یوځای شوې چی کیسه يې د هند د وېش په اړه وه. عذرا ته په ۱۹۹۴م کې د سنګیت ناټک اکاډمي له خوا انعام ورکړی شو. ذهره په فلمونو کی کار جاري وساتلو او “دل سی- ویر زارا- ” بینډ اټ لایک بیکهم” يېد یاد وړ دي. په ۱۹۹۸م کې ورته د هند لوړ انعام پدما شري، په ۲۰۰۸م کې د ملګرو ملتو د نفوسو د ادارې هندي څانګې ” لاډلي میډیا” د پېړۍ ایوارډ او ۲۰۱۰م کې پدما ویبهوشن انعام وګټل.
تر۵۰ کالو زهره د بالیوډ د نامتو ستورو دیوانند، پرتهوي راج کپور، اشوک کمارنه علاوه سلمان خان، امیتابهه بچن او شاه رخ خان سره په فلمونو کی ښکاره شوه. د ۹۰ کالو په عمر کی هغې “چلو عشق لړاین” کی بایسکل هم وچلاو.
عذرا په ۲۰۱۰م کې وفات او لاهور کې خښه ده. څلور کاله وروسته زهره د ۱۰۲کالو په عمر کې مړه او د هغې د وصیت سره سم مړی يې په ډیلي کی وسیزل شو. خپلو دوو اولادونو ته يې ویلي وو چې زما په ایرو هیڅ شناخت جوړ نه کړئ.
د زهره لور کرن د خپلې مور ژوند لیک “زهره سهګل-موټي” ولیکلو چی په ۲۰۱۲م کی چاپ شو.