شيش که شيث؟

په ۲۰۰۷ م د بلخ په تاريخي کلا کی يو لوې قبرنه بهر ناست منجاور، ښه په ډاډ ويل چې دا د ” شيش عليه السلام ” زيارت دې. يوې ښځې ته يې تاويزونه ورکول چې سهاراو ماښام دې په اوبو کې گډ او وې څښي. هغې ورله څو روپۍ په لاس کيښودې نو زه ورته مخامخ کيناستم او دده خبرې مې ريکارډ کړې. دمقبرې په ديوال د څرمنې يوه ” دوره يا متروکه” او يو خنجر ځوړند و او په اړه يې ويل چې کله په يو کس پيرې کښيني نو په دې يې وهو.
ما ترينه د شيث پوښتنه وکړه نوتلفظ يې راته سم کړو چې ” شيش…شيش عليه السلام د شيشې نه راوتلې و. هغه لوې پيغمبراو په زرگونو ښځې اواولادونه يې لرل.” دننه يو لوې پلن قبر و چې يو شين پوښ پرې غوړيدلې و. د بلخ خلک باورلري چې هلته يو پيغمبر خښ و. د غورد شيشانيانو نوم چا نه و اوريدلې. څو ولوستو کسانو ته مې مشوره ورکړه چې په هغه مقبره سم تاريخي معلومات وليکل شي. يو کس راته وويل ” هغه منجاورغريب په دې زيارت يو څو روپۍ گټي، پريږده چې لگيا وي. زمونږ تاريخ څوک څه کوي؟
د شيشانيانو د قبيلې امير شيث بن بهرام نوميدو چې پخپله غور خلک يې شيش تلفظ کوي. په غور کې ددوي د يو بل قام شنسب سره په دې دعوا وه چې لومړې دوي اسلام منلې و. د شنسب امير بنجي نياران د عباسي خليفه دربار ته ولاړو او د هغه نه يې ژمنه او بيرغ راوړل چې دوي د غور لومړي مسلمانان و. شيش ټبر دعوا کوله چې ددوي پلار لومړې مسلمان شوې و. اخر دواړه اميران بغداد ته ولاړل او هلته فيصله وشوه چې د غور امير به امير بنجي وي او دده د جنگيالو مشر به شيث بن بهرام وي.
دا معلومات په “منهاج السراج” او ځينو نورو تاريخونو کې ليکلي دي. په هغه مقبره يوه کتيبه ودرول دومره پيسې نه غواړي خو څوک به دا کار وکړي؟
صفيه حليم
sheesh 1111
د زيارت عکس د ډاکټر شيرميوند نه په مننه.
د خپريدو نيته
۱۶ مارچ ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. Very nice information, few time i went there, so most of the people beleive that grave is Hazrat Shes (AS). and regarding the Baghlan Qosh tepa area, now it is called Charsanba Tapa area.

Leave a Reply

Your email address will not be published.