ړنده عقیده


په افغانستان کې به د جنګ نغاره وډنګیده نو د لښکر په لاره به کلیوالو، دوه لوی لرګي یو او بلې غاړې ته ودرول. دواړو سره به يې یو څادر وتړلو او په منځ کې به يې قران کریم کیښودو. ټول پوځ به د اسونو او اوښانو سره د دې څادر لاندې تیر شو او سر لښکر به کلیوالو ته څه پېسې ورکړې. هغو وړو قبایلو چې خپل سیال سره د زمکو او نورو شخړو لپاره لښکر کاو، هم دغسې د قران په سیوري کې وتل. فرق يې دا و چې د کلي خان او ملا به په یو لوړ ځای ورته څادر یا پرانستې پټکی ونیولو چې په منځ کې به قران پروت و. د دې هدف له جنګ روغ رمټ بیرته راتلل وو. د شاه شجاع نه واخلې تر امیر شیر علي خان دا دود تر سره کیدو.
په دویم افغان جنګ ( ۱۸۷۸-۱۸۸۰) کې یو انګریز په خیبر کې دا ننداره ولیده نو انځور يې جوړ کړو.
دا دود له کومه دغه سیمې ته کډه شو، څرګنده نه ده. په نورو اسلامي ملکونو کې د دې څه بیلګه نشته. د کابل په ځینو زیارتونو کې اوس هم د قبر سر ته په یو لوړ ځای قران پروت وي چې خلک ورلاندې تیرېږي. دغه ته وایی ” ړنده عقیده” یاني د انکریزي ” سوپرسټیاشن” چې د دین سره څه تړاو نه لري.

1 Comment

Add a Comment
  1. د روسانو سره د جنګ یا جهاد په وخت کی مونږ سره همداسی شوی وو. د لواړګي (لنډي کوتل) په نمایندګی کی حاجی قډیر ال یو بل کس په څادر کی قران ایښې وو مونږ ټول ورلاندی تیر شو بیا حاجی قدیر په هغه څار کی دوه زره روپی واچولی. همداسی اوس هم ځینو پښتنو کورونو کی چی جینې ناوی وی او جنج یی د پلار د کوره اوزی نو په جينې د قران د لاندی اوباسی او همداسی چی د خاوند کور ته ورورسیږي نو د قران د سیوری لاننډی د خاوند کور ته داخلیږی. خو ددی عقیدې سرچینه معلومه نه ده. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *