یو سړي په فیسبوک، د ګروپ نه عکس په خپلې پاڼې شیئر کړو. له ګروپ، یوې معذورې ښځې، سړي ته په کمنټ کې ولیکل چې دغه عکس لیرې کړه. د دواړو ترمنځ د “نا” او “هو” په ناندریو واوختل. ښځې په یو کمنټ کې سړي ته بد رد ولیکل نو د نورو ملګرو په مداخله سړي، عکس له فیسبوک لیرې او دغه ښځه يې بلاک کړه.
خبره ختمه شوه؟ نا…
سړي د هغې ښځې د سختو جملو، “سکرین شاټ” واخیستو، خپل جوابونه يې هذف او بیا يې خپور کړو. دغه پوسټ ښایی چې معیوبه ښځه ملامته او د سړي سپکاوی شوی و. هغې فیسبوک ته د “نفرت جرم” ( هېټ کرایم) رپورټ او د خپاره شوي پوسټ د لیرې کولو خواست وکړو. خو شخړه بیا هم ختمه نشوه ځکه د سړي یو ملګرې ورته په کمنټ کې د “سپۍ او فاحشې” توري ولیکل. د دې بلې ښځې خلاف هم شکایت وشو او د فیسبوک په “تورلسټ” کې داخله شوه.
اوس په ټولې نړۍ کې شا و خوا ۲ بیلینه خلک فیسبوک او یو بیلین “واټس ایپ” کاروي. دغه دواړه د معلوماتو او د تفریح سره سره د نفرت د خپرولو وسیله هم ګرځیدلې دي.
فیسبوک ۴۵۰۰ کارکونکي په دې دنده لګولي دي چې د خپلو مشتریانو له پوسټونو داسې مواد لیرې کړي چې نفرت او کرکه راپاروي. تر اوسه دوی ۶۶ زره پوسټونه هره اوونۍ له فیسبوک لیرې کوي. خو دوی وایی چې تراوسه په دې نه دی برلاسی، چې هر څه پاک کړی.
ځینې کسان د یو پوسټ په لیدو سمدلاسه سپکې سپورې او ښکنځلې ولیکي. په جواب کې بل هم بې صبره شی او له هغې زیات پوچ او ناروا وایی. یو فلسفي وایی چې ” قهر یو داسې احساس دی چې پکې د دماغو نه زیات، ستا خله په تیزې کار کوي.” خو سوشل میډیا کې د لیکلو نه وروسته ورباندې فکر لپاره وخت موجود وي. د خپل مخالف په ضد د دروغو خبرې خپرول د ځینو خلکو رواني او نفسیاتي ستونزې په ګوته کوي.
چا ته په کرکې یا نفرت خطاب، هم هغسې ده لکه چې څوک مخامخ چا ته ښکنځلې وکړي. د داسې پیښو لپاره د “نفرت جرم” او د “سایبر کرایم” نومونه اخلي. اوس پوښتنه دا ده چې کوم ټکي د نفرت یا د جرم په دایره کې راځي؟
د مطبوعاتو په قانون کې د سپکاوي “تعریف” شوی دی او دا د سوشل میډیا لپاره هم کاړېږي. که د یو کس د بدنامولو لپاره، د سپکاوي ټکي بیا بیا وکارېږي، نو مدعي د دې خلاف رپورټ او قاضی مجرم ته سزا ورکولې شي. ” د نفرت جرم” لپاره په ۱۹۸۰ م کې یوعمومي قانون په امریکه او یورپ کې جوړ شو کله چې د دې پیښې زیاتې شوې. تر اوسه دا توري په قانون کې جرم ګرځول شوي دی.
معیوبي- معذور- شل شوټ- ګوډ- ړوند-
نسل- حبشي- پنجابی- تورمخی-
مذهب- قادیاني- یهود- مسلمان- هندو-کافر.
جنسي- هیجړا- زنخا- بچه باز-
که چا په لاره یا سوشل میډیا د بل د پاره دا توري وکارول نو د دې رپورټ د ثبوت سره پولیسو ته کېږي.
د دې نه علاوه، په ټوکو د چا سپکاوی، د ملګرتیا لپاره په مسنجر کې تکراري خبرې. په ټیکسټ کې ښکنځلې، په سوشل میډیا بې له اجازه، د چا عکس خپرول یا د هغه پټ رازونه سپړدل او یا غیر اخلاقي توري کارول د نفرت جرم ګڼلې شي.
لوی جرمونه تل په وړو وړو پیښو پېل شي نو ښه به دا وي چې هم هغه وخت يې مخه ونیسئ.
صفیه حلیم