مهابت خان

Mahabat  khan mosque
په مغل هند کې د مهابت خان په لقب دوه شخصيتونه دي چې يوه يې پلار او بل يې زوې و.
د لومړي مهابت خان اصل نوم زمانه بيګ و او پلار يې غيور بيګ کابلي نوميدوچې د اکبر باچا د ورور ميرزا حکيم سره په پوځ کې ملازم و. په ۱۵۸۵ م کې غيور بيګ د خپل ټبر سره هند ته کډه وکړه او هلته د اکبر باچا په پوځ کې شامل شو. ښايي زمانه بيګ هم د پلار په شان پوځي و او ډېر ژر ورته د ۵۰۰ عسکرو منصب ورکړې شو. په ۱۶۰۵ م کې جهانګير پر تخت کيناستو نو زمانه بيګ منصب ۱۵۰۰ عسکر او د مهابت خان شاهي لقب ورته ورکړې شو. دی د جهانګير شخصي خزانه دارهم و چې ښاي باچا ورباندې ډېر باور کوو. په ۱۶۲۳ م کې کله چې شاه جهان د خپل پلار پر ضد بغاوت وکړو نو مهابت خان د هغه مقابلې لپاره د پوځ د سپه سالار په توګه دکن ته ورواستول شو. د پلار او زوې تر منځ د تخت په دې جنګ کې مهابت خان پخپله هم پر تخت د کيناستو هڅه وکړه خو پاتې راغلو. وروستو شاه جهان وبخښلو او د باچا کيدو نه وروستو يې دی د اجمير او بيا د دکن والي وټاکلو چې په ۱۶۳۴ م کې مړ شو. د ده مړې يې ډېلي ته راوړو او په پهاړ ګنج کې د قدم شريف زيارت سره نږدې يې خښ کړو.
شاه جهان د ده مشر زوې لهراسپ ته د مهابت خان او بل زوې ميرزا امان الله ته يې د خان زمان خطاب ورکړو. څلور نور وروڼه يې ميرزا دليرهمت، ميرزا ګرشاسپ، ميرزا بهروز او ميرزا افراسياب نوميدل.
لهراسپ په ۱۶۱۲ م کې زيږېدلې و. د خپل پلار په شان مغلو ته پتمن او دوه ځلې د کابل والي وټاکل شو. دی د پښتنو د نامتو سردار او شاعر خوشال خان خټک سره ملګرتيا لرله. خو اورنګزيب چې پر تخت کيناستو نو هغه ته خبرونه ورسيدل چې مهابت خان پښتنو ته ډېر نږدې شوې دی. هغه وخت د مغلو په ضد څو ځلې پاڅون ووشو چې د اورنګزيب په اند مهابت خان لاس پکې و. دی يې دکن ته ورواستوو او په ځاې يې امير خان والي شو. خو په سيمه کې نوره هم ګډ وډي پېدا شوه نو مهابت خان يې بېرته کابل ته ورواستاو. هم د ده په سفارش خوشال خان خټک اوو کاله د بند نه وروستو ورخوشې کړې شو.
د خپل والي توب په دويمه دوره کې مهابت خان په ۱۶۶۰ م کې په پېښور کې يو جومات جوړکړو چې اوس د دې ښار يوه تاريخي نښه ده. مهابت خان په ۱۶۷۵ م کې په مرموزو حالاتو کې مړ شو او داسې باور کيدو چې هغه ته د اورنګزيب په امر زهر ورکړې شوي وو. د ده مړې د پېښور د هزار خانۍ په هديره کې يې خاورو ته وسپارلو.
په ۱۸۳۴ م کې کله چې سيکانو پېښورونيولو نو دا جومات يې چور کړو. دوی د جومات مينارونه د غرغرې لپاره کارول او ډېره موده چا پکې لمونځ نه شوې کولې. په ۱۸۹۲ م کې انګريزانو دا جومات بيا جوړ کړو او له هغه راهيسې خلک پکې لمونځ کوي. په ۱۸۹۸ م کې د پېښور په زاړه ښار کې يو لوې اور د دې ډېرې پخوانۍ د لرګي ودانۍ وسوځولې خو د خلکوپه هلو ځلو مهابت خان جومات خوندي پاتې شو.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۹ جنوري ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.