ګاڼۍ او ګوړه

gannai
ګوړه په سانسکرت کې خواږه غونډاري ته وایي. همدغه توري د هند په لويه وچه کې نورو ژبو ته کډه وکړه چې ګړ، ګوړ،جګري او ګجک شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې انسان کله د ګنو نه اوبه وزبېښلې او ګوړه يې جوړه کړه. خو دا کار د افريقا او د اسيا په لویوچو کې وشو چې ګني پکې شنه کېدل. وروسته د پام د ونې، کجورې او د لبلبو يا چغندر د اوبو نه هم ګوړه جوړېده.
په پښتونخوا کې د ګوړې ګاڼۍ په عامه توګه د پټيو سره نږدې جوړېدلې. په دوديزه توګه خلکو به تور ګني کرلو چې نری او د باټينګڼو رن به يې لرلو. دا ګني به ډېر خواږ و او له دې جوړه ګوړه به ه ډېره خوږه وه. بيا “سپين ګني” پېدا شول چې رنګ يې شين او غټ و، دا ډېر خوږ نه وي خو شربت (اوبه) ډېرې لري.
ګنی په “پېړ” کې زبېښي چې د لرګي الاجي (غاښورڅرخ) وي. دغه الاجي به پخوا يو غوايي ګرځوو. اوس د غويي ځای مشين اخستی دی چې په برېښنا چلېږي. يو کس (پېړمار) پرېکړې شوي ګني په الاجي کې ننه باسي او بلې خوا ترې شربت راووځي.
crushing gannai
دا په زمکې جوړ يوې ناوې ته ورتوېږي او پخوا به يې نيغ لویې کړهي (کړايۍ) ته اړول چې زيات ژور به نه وه. اوس د ماشين له کبله ګني ډېر وزبېښل شي نو د اوسپنې په يو صندوق کې يې راټولوي. د شربت د پخولو لپاره د تنور په شان نغري وي چې يوه خوله يې د ګاڼۍ نه بهر لکه د ناوې وتلې وي او خشاک يا جوک (د ګنو وچ پوستکي) پکې سوځول کېږي. د دې لپاره چې د ګني شربت د ۲۰۰ سانټي ګریټ حرارت ته ورسېږي نو زيات اور ته اړتيا وي او تنور ډېر تود ساتل کېږي. هغه کس چې خشاک وردننه کوي، جوکمار نومېږي.
Fire of Gannai
د يوې کړهي شيرې ته “پور” وايي چې يو من (۴۰ کیلوګرام) ګوړه ترې جوړېده، اوس دوه او درې منه پور هم وباسي. په شيره کې لږه چونه ورګډه کړي چې خيره او د ګنو چخچي په سر يې راټول شي. يو يا دوه کسان د لويو څمڅيو سره ورته ناست وي او د شيرې د ځګ سره د ايشېدلي شربت نه خيره راټولوي.
IMG-20141214-WA0002 (2)
د کلیو بانډو خلک به خبر وو چې په کومه ورځ د چا ګاڼۍ ګرځي او ځينو ښځو ورته د ژمي د تازه نارنجو پوستکي پاک کړي او يوې کټوۍ کې يې د ماشوم په لاس ګاڼۍ ته وراستولې چې کک پکې واړوي. کله چې شيره ټينګه شي نو “کک” په نوم يادېږي، په کټوۍ کې د تاوده کک د اړولو نه وروستو سربه يې د ګنو په وچو پوستکو ورله تړلو. دا منګوټي به ښځو څو ورځې بند ساتل چې نارنج پکې پاسته شي.
خو د ګاڼۍ شيره به لا هم پخېده، چې لږه نوره هم ټينګه شوه او درې برخې اوبه به ترې والوتې. هغه وخت د کلي ماشومان به ورته راټول شول چې په لاسونو کې به يې د ګنو ټوټې نيولې وې. ماما دا ګنی په شيره کې وهي او ماشوم ” لړلې ګنی” وړي. کله د زبېښل شويو ګنو په وچو پوټکو همدغه توده شيره لکه د تبرک د کور ښځو ته وراستول کېده چې ” ژاووله” نومېده.
karahi
شيره چې د خټې حالت واخلي نو اور بند کړي خو د خوږلن په تودوالي کې يې پرېږدي. هغه وخت لکه د اشرسړي يا ځينو ځايونو کې ښځې د پاکو لاسونو سره د ګوړې غونډارې جوړوي او په زمکې هوار پوزي يا په څادر به يې غورځوي چې وچ شي.
که چا د مسالې دار ګوړې فرمايش کړی وي نو هماغه وخت يوه برخه ترې په تال کې بيله کړي او چکۍ (پسته، کشته، بادام، غوزان) پکي ورګډ کړي. ځينې خلک پکې ثابت تور مرچ يا سونډ ( وچ ادرک) هم ورګډوي چې خوند يې ښه شي. صابوڼۍ ګوړه هغه وي چې کوچ به يې پکې اخښلي وو او د صابونو په شان لږ سپين بخن غټۍ ترې جوړې وي.
Gurra
هغه وخت چې سپينه چيني (بوره) لا په پښتونخوا کې نه وه نو ګوړه به د هر خوږوالي لپاره کارېده. په ژمي کې د اوړو او د ګوړې حلوا، د جوارو خوږه ډوډۍ، د ورېژو يا د خشخاشو مورمرې، خوږې پولۍ، د موم پلیو پتيسه او د چايو د خوږولو لپاره هم ګوړه کارېده. په اوړي کې به خلکو د ګوړې شربت جوړوو. لنډه دا چې ګوړه د هغه وخت د ژوند يوه نه بېلېدونکې برخه وه.
اوس ګاڼۍ شته خو ګوړه هاغسې نه جوړېږي او د دې د سپينولو لپاره پکې کيمياوي توکي ګډوي. ښځې د نارنجو پوستکي نه پاکوي ځکه وخت نه لري. که وخت لري نو د خاورو کټوۍ نشي پېدا کولې اود خاورو کټوۍ که پېدا کړي نو په ګاڼۍ کې ماما خبرنه وي چې کک څه ته وايي؟ د مسالې دارې ګوړې لپاره نه بادام شته او نه غوزان. تش موم پلي او ترخه کوپره وي.

د ګاڼۍ او د ګوړې د تصويرونو لپاره د توحيد خان او د زاهده کلثوم نه مننه.

د خپريدو نيټه
۶ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *