اسلامي مياشتې د سپوږمۍ ( قمر) د نوي کېدو سره سمون خوري چې يوه مياشت يې د ۲۹ يا د ۳۰ ورځو وي. د کاليزې يا د کلينډر پېل يې د اسلام د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مکې څخه مدينې ته د هجرت سره سمون خوري. ځکه د هجري کال په نوم يادېږي. حضرت محمد (ص) په ۶۲۲ میلادي کال کې د جون په ۱۷ نيټه له خپل کور ووت، خو درې ورځې په غارثور کې پټ و، بیا په ۲۱ جون له مکې ووتو او د څو ورځو د مزل څخه وروسته، په ۲ جولاي قبا ته ورسيدو. مدينې ته د جولاي په ۱۶ نيټه وردننه شو. د هجرت له پيښې ۱۶ کاله وروسته، په ۶۳۸ م کې د دویم خليفه حضرت عمر (رضی) له خوا هغه کال د اسلامي کلينډر يا د جنترۍ لومړی کال وټاکل شو.
د لمر له مدارڅخه د ځمکې د څرخېدو موده ۱۲ میاشتې او ۳۶۶ ورځې وي. په عربي ژبې کې لمر ته شمس او کال ته يې ځکه شمسي وايي. خو د دې د مياشتو نومونه لرغوني يونان، روم او د عربو د جنترۍ نه اخيستل شوي دي.
هغه لرغونې کاليزه چې په يونان، روم او عربي نړۍ ستور پېژندوونکو کاروه، په اسمان کې د لمرد سفر سره يې تړاو لري. لمر په هره مياشت کې د اسمان يو برج کې داخلېدو او د دې ۱۲ برجونو په لرغونو ژبو کې خپل خپل نومونه او نښې دي، د بېلګې په توګه عربي کې “اسد”، سانسکرت کې “سيمها” لاتيني کې “ليو” د پښتو زمری وي. دغه کاليزه شمسي نومېده او د دې لپاره چې هجري کال ورسره يو ځای کړي نو د جون پر ځای دا په ۶۲۲ م کې د مارچ د ۱۹ څخه پېل شوه چې سپرلی لومړۍ ورځ وه. هجري شمسي کال، دا مهال د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا د ځینو هېوادونه رسمي او منل شوې کالیزه ده.
په افغانستان کې د هجري شمسي او قمري کاليزه د ۱۹۵۷ م څخه رواج شوه. دلته ولس تر اوسه د مياشتو لپاره عربي نومونه کارول خو اوس د دوی پښتو بڼه هم رواج شوې ده. همدغسې د هجري شمسي لپاره لېږديزلمريز توري کارېږي.
د هجري شمسي کال د میاشتو پښتو او عربي نومونه:
۱ـ حمل – وری- د ۲۱ مارچ-۲۰ اپرېل
۲- غوایی- ثور- د ۲۱ اپریل-۲۰مۍ
۳- غبرګولی- جوزا – ۲۱مۍ-۲۰ جون
۴- چنګاښ- سرطان- ۲۱جون-۲۰ جولاي
۵- زمری- اسد- ۲۱جولاۍ-۲۰ اګست
۶- وږی- سنبله- ۲۱ اګست-۲۰ستمبر
۷- تله – میزان – ۲۱ ستمبر-۲۰ اکتوبر
۸- لړم – عقرب – ۲۱ اکتوبر-۲۰ نومبر
۹-لیندۍ – قوس- ۲۱نومبر-۲۰ دسمبر
۱۰-مرغومی – جدی- ۲۱ډسمبر-۲۰جنوري
۱۱- سلواغه – دلوه – ۲۱جنورۍ -۲۰ فروري
۱۲- کب- حوت- ۲۱ فبرورۍ-۲۰ مارچ
د هجري شمسي کال د معلومولو لاره دا ده چې د اوسني ميلادي کال ۲۰۱۵ څخه ۶۲۱ منفي کړئ. نو اوسنی هجري شمسي کال ۱۳۹۴ کېږي خو دا کال به د مارچ په مياشت کې پېل شي نو ځکه تر هغې به ۱۳۹۳ ګڼلې شي.
هجري قمري کال هم له مکې نه مدینې ته د حضرت محمد ص له هجرت کولو څخه مروج شوی دی. په عربي کې سپوږمۍ ته قمر وايي. د ځمکې له کرې څخه د سپوږمۍ له څرخېدو څخه قمري یا سپوږمیز کال زیږي، د سپوږمۍ له لیدلو سره سم د دغه کال میاشت پیلیږي او دسپوږمۍ په ورکېدو او یا د بلې سپوږمۍ په لیدو سره میاشت ختمیږي.
هجري قمري کال ۱۲ میاشتې او ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري. دا د ۶۲۲ م د جولاۍ د ۱۶ نه پېل شو چې د اسلامي مياشتې محرم لومړۍ نېټه وه. هجري قمري (سپوږمۍ) کال، دا کال هم ۱۲ میاشتې خو ۳۵۵/۳۵۴ ورځې لري چې هر کال د سپوږمۍ لس يا نهه ورځې پکې کمې شي. په دې حساب اوسنی هجري قمري کال ۱۴۳۶ دی.
د هجري قمري مياشتو نومونه اسلامي دي چي په پښتو کې يې خلک پخپلو نومونو يادوي.
محرم- اشوره – د امامانو- د حسن حسين مياشت.
صفر- صفره، چوري.
ربيع الاول- لومړۍ خور- باره وفات.
ربيع الثاني- دويمه خور.
جمادي الاول – دريمه خور.
جمادي الثاني- څلورمه خور.
رجب- زبرگه يا د خداې تعالی مياشت.
شعبان- شوقدر- شبقدر- برات.
رمضان- روژه.
شوال- کوچنې اختر.
ذوالقعد- مياني- منځ يا خالي مياشت.
ذوالحج- لوی اختر.
د خپريدو نيټه
۱۲ جنوري ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
دیره
مننه دیر خکلی معلومات دی ژوندی اوسی
Salaam :
thank you so much for this wonderful services.
wishing more success,
akhtar
الله مو د عمر اوږد او د خوشحالیو ډک لره. ډیر اړین او په زړه پوری معلومات دی.
مننه ډیره زیاته له معلومات څخه مو نړۍ مننه کور مو ودان ښاد او بریالی اوسی خدای دی وکړې سی د تل لالپاره همداسې ښه ښه معلومات وړاندی کړي او د پښتو لپاره رښتنی خدمت وکړې په درنښت
سلامونه او احترامات
ډېره مننه دَ دومره ښکلو معلومات راکولو. خو زۀ دلته لږ اختلاف لرم. تاسو ليکلي چې افغانستان کښې شمسي کال 1957 کښې په رسمي توګه رواج شو خو دَ ويکيپيډيا ترمخه دا کال 1922 دے. او زۀ دَ ويکيپيډيا معلوماتو سره ځکه متفق يم چې ما سره دَ وزير محمد ګل خان او حبيبي صېب څو داسې کتابونه شته چې 1950 نه اګاهو چاپ دي او دَ چاپ کلونه پرې شمسي ليکلي شوي دي.
دغه نېټه به سمه کړو- مننه
دوېمه دا چې دَ شمسي کال دَ مياشتو نومونه ستر خوشحال بابا ډېر پخوا پښتو ته ژباړلي دي بايد چې مونږ هغه وکاروو.
Wonderful
SALAM,
TASO PA DA LIKANE KE KHALIFA HAZRAT UMAR DREYAM (3) LIKALE DA HAZRAT UMAR DWAYAM (2) KHALIFA WO,MANNANA.
مننه. تیروتنه مو سمه کړه. دا پاملرنه د قدر وړ ده.