بخت خان د چا اتل؟

د بونیر څخه خبر دی چې هلته د یو ادبي ټولنې په یو نامعلوم قبر د جنرل بخت خان شناخته لګولې ده. د دې نه وړاندې یوه مجسمه د بخت خان د نوم سره د پیښور صدر په یو سړک ودرول شوی وه. د هندوستان د پښتنو د یو جنګیالي نمانځل ممکن په پښتونخوا کې یو جواز ولري. وایی چې یو دروغ سل ځلې ووایه نو هغه ریښتیا شي. دا متل ځینو پښتنو د خپل ژوند لوی هدف ګرځولی دی. نو دا بخت خان څوک و؟
د ده پوره نوم محمد بخت ( یا بختاور) خان و. دی په ۱۷۹۳م کې بریلي کې زیږېدلی، پلار يې عبد الله خان، د نواب نجیب الدوله په پوځ کې ملازم و. د هند د پښتنو ریاست، روهیلکهنډ د سقوط څخه وروسته، شا و خوا ۲۰ زره پښتانه پوځیان د هند په لر و بر کې کاواکه شول. په دوی کې زیاتو د برطانوي ایسټ انډیا کمپنۍ پوځ کې ملازمت وکړو. بخت خان د انګریز په سپاره پوځ کې ۴۰ کاله نوکري کوله چې د دې لپاره هغه پنجاب، ګجرات، فیروز پور او کابل ته هم لاړو. دی ممکن په لومړی افغان جنګ ( ۱۸۳۹-۴۱) کې هم شامل و. په ۱۸۵۷م کې بخت خان صوبه دار او د میاشتې ۹۰ روپۍ تنخواه يې اخیسته.
په ۱۸۵۷م کې د هند د خپلواکې پاڅون چې انګریزان ورته “د سپایانوغدر” وایی، د میرټ له چاوڼۍ پېل شو. د دې حالات انګریز او د هند لیکوالانو په انګریزي، فارسي او اردو کې په کتابونو کې کښلي دي. د یو- پي څخه دغه پاڅون په ټول هند کې خپور شو او د انګریز پوځ سره وړو وړو جنګونو نه وروسته باغیان ډېلي ته روان شول. هلته د مغلو وروستی سپین ږیری باچا بهادر شاه ظفر تش په نوم پر تخت ناست و. صوبه دا ر بخت خان، د خپلو جنګیالو سره له بریلي څخه ډېلي ته ورسیدو. هلته باچا يې مجبور کړو چې د جهاد اعلان وکړي او هغه ورته د “جنرل” خطاب ورکړو. په دربار کې د شاه په څو میرمنو کې رقابت روان و چې د چا زوی به پر تخت کېني. یوې میرمنې زینت محل په پټه انګریزانو سره رابطه وکړه او بخت خان د مغلو نه مایوسه شو. په دریو میاشتو کې انګریز پوځ نور کومک او توپونه راوغوښتل. په ډېلي حمله وشوه نو د هندوستان باغیان پښتونخوا یا افغانستان ته نشول ورتلی ځکه په منځ کې د پنجاب خاوره وه چې د انګریز پلویان او پوځ پکې پروت و. بخت خان د خپل څو سوو جنګیالو سره، جهانسي، بهار او بیا له هغه ځایه د لکهنو د ملکې حضرت محل ته ورغلو. د باغیانو لپاره د نېپال غرونه خوندي وو نو هلته راټول شول. په ۱۸۵۸م کې دوی د انګریز پوځ سره د ” ترای جنګ” وکړو چې جنرل بخت خان هم پکې و.
د یو- پي په آرکایوز کې موجود، یو پټ لیک د بخت خان د مرګ خبر ورکړو چې محقق ډاکټر سېن په خپل کتاب کې يې ذکر کوي. انګریز به خپل لوی مخالف شناخته ختموله چې څوک پرې زیارت جوړ نکړي یا باغیان پرې راټول نشي. د ترای د جنګ نه وروسته انګریزانو د بخت خان مړی هم هلته د نېپال په یو غونډۍ کې خښ کړو چې شناخته نه لري. د غدر د جنګیالو، اولادونه اوس هم د هند او نېپال په سرحدي کلیو کې ژوند کوي. د هغوی هدیرې هلته جوړې دي چې ممکن د بخت خان قبر هم پکې وي. د لاهور محقق سعود الحسن روهیله په اردو کې د هغه د ژوند، د جنګ د حالاتو او واقعاتو په اړه د هند آرکایوز لټولي دي. د ده په کتاب کې د هغه وخت اسناد او تصویري خاکې هم شته خو دا يې نه دي ویلي چې د بخت خان نیکونه له “بونیر” څخه تللي وو.
پوښتنه دا ده چې بونیریانو د غدر نه ۱۸۲ کاله وروسته په “نانسیر” کې یو لرغونی هدیرې په نامعلومه قبر د جنرل بخت خان د نوم کتیبه ولې ولګوله؟ آیا دوی هلته د یو زیارت جوړولو پلان لري چې خلک ورته رامات او پېسې وګټي؟ هغه چې خپل تاریخ سره علاقه لري، باید کتابونه ولولي او څېړنه وکړي.
سرچینې
۱.جنرل محمد بخت خان روهیله-واقعات، دستاویزات. تجزیات. ډاکټر سعود الحسن خان روهیله. افغان ریسرچ سنټر، لاهور.۲۰۰۹م
۲. ۱۸۵۷ع کا تاریخي روزنامچه. خلیق احمد نظامی. استاد شعبه تاریخ مسلم یونیورسټی علیګډه. ندوته المصنفین دهلی. اکتوبر ۱۹۵۸م چاپ.
3.The Last Mughal. W. Darlymple. Bloomsbury. 2006.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *