د چين د مليکې نذر

په ۵۱۸ م کی د چين د “واي” سلطنت مليکې “هو” يوبوداي راهب سونگ يون ته د نذرلپاره څوسوغاتونه ورکړل او گندهارا ته يې ورواستوو. د فاهيان په څيردې هم د خپلو دووملو سره په يو اوږد سفر روان شو اودوه کاله يې په مساپرۍ کې تيرکړل. دده يو ملگرې هوي ژينگ نوميدو چې د سفرحال ليکلو خو ددوي دواړو يونليکونه ورک شول. ددوي د سفر معلومات په ځينو نوروليکنو کی مونږ ته پاتې دي.
داسی ښکاري چې سونگ يون او دده ملگرود چين د دونهوانگ نه خوتن ته په يوی اوږدې لاری سفر وکړو او هم په هغه لاره واخان ته ورغلل چې څه موده وړاندې پرې فاهيان تلې و. د سونگ يون د سفر لومړۍ برخه شاو خوا شپږ مياشتې وه، او د کرغې په اړه څرگنده نه ده چې اوسنۍ کرغه ده که يو بل ځاې هم په دې نوم د اوبو جهيل و. که دا د کابل د کرغې سيمه وه نو بيا ښاي چې بگرام ته ورغلې وي. بگرام هغه وخت يو مهم تجارتي او سياسي مرکز و خو دوي يې زکر نه دې کړې.
دوي د يفتليانو باچا سره وليدل چې د يوژي (کشان) سلطنت نه يې د گندهاراسيمه نيولې وه. دده پلازمينه د باديان ( بادغيس) ښارکې وه اوهغه وخت څلويښت باچاهۍ يې په واک کې وې. باچا دوه وارې سونگ يون ته په سجده شو او بيا په گونډو د “واي” سلطنت شاهي فرمان يې له دوي ترلاسه کړو.
د يفتليانو د باچا نوم څرگند نه دې خو داسې ښاي چې هغه وخت دې په سفريا جنگ ته وتلې او په بادغيس کې تم و. د هغه وخت پلازمينه هم هغه وه چې باچا به پکې ايسار و. دده په واک کې څلويښت باچهۍ وې او څلويښت شميره د ديرو لپاره کاريده. دا ډيرې باچهۍ د ولايتونومانا ورکوي. د هرې سيمې يا د صوبې خپل حاکم و چې باچا ته به تابع و.
ښاي هم هغه د گندهارا سميې وې چې په سر کې يې هغه وخت د يفتليانو هم دغه باچا و. يفتليان ويجاړوونکي او جنگيالي خلک و، چې د کشان سلطنت يې له منځه يوړو. دا باچا يا خو د بوداي دين منونکې و او يا يې ورته په درنه سترگه کتل. د چين سلطنت ته يې دومره درناوې وکړو چې د مليکې ليک د تر لاسه کولو لپاره ورته په گونډو شو.
د بادغيس نه دوي د افغانستان په شمال کې واخان او بيا د چترال د لارې اوسني سوات ته ولاړل. دا ښاي چې د باگرام نه پيښورته دسفر امکان نه وچې يوه علت يې کيديشي جنگ وي. هغه سوغاتونه چې دوي د ځانه سره ووړي و، د دريو مهموعبادت ځايونو لپاره کيديشي. يو د سوات، بل د تخت بهۍ او دريم د پيښورد کنشکا سټوپا. د چين د وريښم ټوکر به په دې زيارتونوغوړول کيده اوراهبانو ته به يې قلمدان، رنگ او کله کله ديني صحيفې ورکولې.
صفيه حليم

د خپريدو نيټه
۱۲ مارچ ۲۰۱۳ م

.

.

Leave a Reply

Your email address will not be published.