کتاب


“شاه صيب دا کتاب هم دا نن رارسيدلې دې” د سليم غږ د هغه پښې ونيولې او دې د کتابونو رېړې (کراچي) ته ودريدو. د ښار په دې لوۍ بازار کی ملک زرغون شاه به هره ورځ څه نا څه کار پسې راتلو. يو څو ځلې د کتابونو ډکې دې رېړې ته يې هم پام کړې و او سليم نومې ځوان سره به يې خبرې کولې. په رېړې کی ټول کتابونه د پښتو ژبې و، نوي او زاړه گډ وډ . سليم به زيات وخت د کتابونو په مطالعه بوخت واو داسې نه ښکاريده چې چا به ترې کتاب اخيستو. شاه صيب د سليم په لاس کی نيولې د پښتوهغه نوې کتاب راواخيستو چې د يومار مخ پرې جوړ و. سپين ښامار نومې دا کتاب د افغانستان د اوسنيو پيښو په اړه، يو نامتو ليکوال د ډېرو څيړنو وروسته پخپل لگښت چاپ کړې و. زرغون شاه د کتاب څو پاڼې واړولې او وې ليدل چې په دې کتاب بيه نه وه ليکل شوې.
هغه سليم ته وکتل او د سترگو په اشاره يې ترې د کتاب د بيې پوښتنه وکړه. سليم ورته وويل ،” چا چې راته د خرڅ لپاره راوړې ويلې دي چې يو نيم سل روپۍ دانه دې” زرغون شاه په زوره زوره وخاندل، ” د پښتو کتاب او په يو نيم سل روپۍ! د نه منلو خبره ده” سليم موسکې شو، ” ما هم دغه خبره ملگري ته وکړه خو هغه واي چې د کتاب د چاپ لگښت يې دومره نه دې څومره چې دکانونو ته ددې ورليږل گران دي” ده څو شيبې کتاب په لاس کی واړو راواړو او بيا يې سليم ته وويل۰ ” که زه سل روپۍ درکړم نو څنگه !” اوس سليم په زوره وخاندل او ملک ته يې وويل، ” دومره واره مې نه راځي، زه لس روپۍ کمې راکړه، دا به ستاسو د چايو شي” ملک کتاب په رېړۍ ورغوزار کړو او په تلوکی يې وويل، ” خپل ملگري ته وايه چې په دی بيه د پښتو کتاب څوک نه اخلي” د سليم په مخ يو سيورې وغوړيدو خو بله شيبه د هغه ماشوم غږ ته يې پام شو چې د قلم بيه يې ترې پوښتله. ” پينځه روپۍ” ماشوم ورته پيسې ورکړې چې سليم د واسکټ جيب ته کړې. نن هغه په لومړي ځل خپلې رېړۍ کی د کتابونو سره يو څو چيناي قلمونه او کتابگوټي ايښي و او تر اوسه يې هم دا پلورلي و.
زرغون شاه چې کور ته ورسيدو نو يو ملگري ورته ټيليفون وکړوچې په يوې بهرني ادارې کی افسر و او د يوې ميلمستيا بلنه يې ورته ورکړه. هغه چې ماښام ځان جوړ کړو نو ميرمنې ورته ټينگار وکړو چې کور ته دې ژر راشي ځکه د ښار وضع ښه نه وه او ځانمرگي بريدونه به اوس هره ورځ کيدل. په ټاکلي وخت دده ملگرې ورپسې پخپل سپين موټر کی راغې او دوي د ښار نوي برخې ته روان شول. ملک زرغون په لاره خبر شو چې نن د کتاب نړۍ واله ورځ وه او ميلمستياپه دې وياړ جوړه شوې وه. هلته د يونوي چاپ شوي کتاب په اړه هم خبرې کيدې اوده د کتابونو سره علاقه لرله نو ځکه ملگري ورته ست وکړو.
دې اوس لا خوشاله شو او ورته يې وويل،” دا خو دې ثواب گټلې دې، ته خبر يې چې کله راهيسې زمونږ په ښار د بمونو د چودنو ټکه رالويدلې ده، د يوې غاړې نه مې هم د ادبياتو، شعر يا د هنر خبر نه دې اوريدلې.”
دښار تر ټولو لوې هوټل چاپيره پوځيان ولاړ و. د عام ولس د موټرو لپاره يوځاې ټاکل شوې و خو د بهرنيانو د موټرو د تالاشۍ نه وروسته دوي د هوټل لوې دروازې ته نږدې ولاړل او هلته ترې ښکته شول. ملک لومړې پخپلو وېښتو او بيا په بريتو لاس تيرکړواو په رڼاگانو ښايسته شوي تالار ته وردننه شول. هلته يو څو بهرنيان او د ښار ماړه او ولوستي خلک راټول و. په سپينو جامو کی چست بيره گانو ټولو ته پتنوسونه گرځول چې پکې د شرابو نه علاوه د ميوو اوبه په جامونو کی ايښي و. په نورو کی د خواړوتوکي وچې په گوتو به دې رااخيستل اويوه نمړۍ به شول. ملک خپل ځينې نور ملگري هم پکی وليدل او تر څو چې يې ورسره روغبړ کوو، اعلان ووشو چې ميلمانه دې د غونډې تالار ته ورشي.
هلته د ټولو لپاره کرسۍ ايښې وې او په ميکرفون دهيواد تر ټولو نامتودټيليويژن ژورناليسټ ولاړ و. ده د هرکلي څو جملې وويلې او بيا نوروويناوالو پرله پسې د کتاب او د ولوست په اهميت خبرې وکړې. ژورناليسټ د انگرېزۍ ژبې يوکتاب راوخستو چې د افغانستان د وروستيو پيښو په اړه ليکل شوې و. د دی کتاب د مخ د پاڼې پوسټر د سټيج په دېوال او په تالار کی هم ځړول شوی و. د کتاب په اړه يو څوخبرې وشوې اورڼا گانې تتې شوې. مخامخ په پرده يو ويډيو فلم وښودل شو چې پکې د کتاب ليکوال دخپلو هڅو او د څيړنو په اړه غږيدو. ددی لنډ فلم نه وروسته ټولو ميلمنو ته اعلان وشو چې په هغه تالار کی د ليکوال له خوا دستخط ( لاس ليک )شوي سل کاپيانې ايښي دي او په ځانگړي بيه چې د بازار نه لږ وه خرڅول کيږي. ددی اعلان سره غونډه پاې ته ورسيده او ټول ميلمانه په کتابونو لکه د شاتو د مچيو راټول شول.
ملک زرغون هم د خپل ملگري سره د خلکو په ليکه کی په انتظار شو. يوکس نه چې کتاب يې په لاس کی و د کتاب د قيمت پوښتنه وکړه. ” دېرش ډالره” هغه ورته وويل. ده خپل جيب کی لاس ووهلو نو ملگري ورته وويل، ” که ډالرې درسره نه وي نو زه به درکړم” ده خپله بټوه راويستله او ملگري ته يې ويل، ” ياره ستا دا احسان لا راباندې ډېر دې چې دلته دې راوستلم، که نه دا کتاب به می له کومه ځايه راغوښتو.” ملگري ورته وخاندل ” په ديرش ډالره خو ماته دا کتاب يو څه گران …” ده ژر د هغه خبره ونيوله ، “گران؟ ته ليونې يې، په دې خو د ليکوال دستخط هم شته، داسې کاپيانې لږ وي. ما ته خوکه څوک په پنځوس ډالره هم راکړي، نو اخلم يې. دا خو زمونږ د وطن تاريخ دې او ددی ليکوال هم کور ودان چې دومره وخت يې پرې تيرکړې دې.” دملک زرغون د لاس نه دېرشو ډالرو يو بل سپين لاس ته کډه وکړه او لږه شيبه وروسته هغه کتاب په ترخ کی وهلې موټر لوري ته روان شو.
په هغه ماښام ملک زرغون هغه نوې کتاب د شيشې په المارۍ کې د نورو غتو او ښکلې کتابونو سره يو ځاې کيښودو او المارۍ يې قلف کړه. د ښار په زړه برخه کی د تنگو کوڅو په څنډو جوړ په يو وړوکي کور کی سليم نومې ځوان لږه شيبه وړاندې د چايو سره ډوډۍ خوړلې او اوس د پښتو هغه کتاب په ولوستلو بوخت و چې ليکوال پکی د افغانستان پيښې څيړلې وې .
صفيه حليم
د خبريدو نيټه
۱۴ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.