عراق او پښتانه


په ۱۹۲۰م کې د پښتونخوا مخه ور مشرانو د برطانوي حکومت له خوا دا لیک تر لاسه کړو. په پښتو لیکلی، دا پاڼه د تاریخ یو مهم پړاو په ګوته کوي او متن يې داسې دی.
” په نامه د خانانو رئیسانو صوبه سرحدے شمال مغربی شمالی.
پس د سلام. صاحب چیف کمشنر بهادر نه ډیر زل ددی خبرے پختنه شوے ده چه د عراق عرب په نسبت د سرکار سه اراده ده. د دی خبرے په معلومو سره تاسو به خوشحال شي چه صاحب بهادرته دا اطلاع ورکړی شوی ده چه نقیب صیب د بغداد شریف بللے شوي دے چه په عراق عرب که عارضی حکومت جوړ کی او پخپله د حکومت د عربی مجلس میر مجلس جوړ شي پاره د چلولو د انتظام د هغه ملک د سر پرسی کاکس صاحب بهادر های کمشنر و رهنمای او هدایت په مطابق هغه پورے چه د قومو مجلس جمع شي او مخی د پاره د حکومت د طریقے فیصله اوکی. د قومونون په مجلس کے د ټول ولایتونون او د هغه څای اوسیدونکی قومونون د طرف نه مشران به شامل وي. د ممبرانون تعداد په اولس یا اته لس به وي. هغوی نه یو به میر مجلس وي او اوو به وزیران (ے)
افغانستان او سرحد باند د شیخ عبد القادرصاحب جیلانی د بغداد شریف د زیارت لوے عزت دی. او نقیب صاحب د د زیارت موروثي محافظ دے. زکه دے کی شک نشته چه دے خبر نه د صوبه سرحدی مسلمانان په ډیر خوشال شی. نقیب صاحب، د بغداد شریف د سید حسن صاحب آفندي چه په کابل او په ننګرهار کی د هغوی ډیر عزت دے، ورور دی. صاحب چیف کمشنر بهادر امید کئ چه د دے خبر سره د دی صوبی د مسلمانون به تسلی اوشی او د ګورنمنټ د ارادو په نسبت د عراق عرب په متعلق د بیوقوفې او د دروغو قصے چه وي د هغوی به تردید اوشي.”
دا لیک د نومبر په اوومه ڼېټه د ” سرحد سیسټم پریس” له خوا چاپ شو چې شمیره يې ۳۰۰ وه. د لیک په پای کې په لویو تورو د ” سیکټري صاحب چیف کمشنر بهادر صوبه سرحد شمالمغربی شمالی” او ښی لاس ته په وړو تورو ” د هغه د سکتر ” دستخط پی جی جي پیپان صاحب” لیکلي دي.
دغه لیک یو څو حقایق په ګوته کوي. لومړې، دلته یاد شوی حسن آفندي د سنده اوسیدونکی یو عالم و چې په ۱۸۹۵م کې کراچي کې “سندهه مدرسه” جوړه کړه. د هندوستان په مسلمانانو کې د سید حسن آفندي لوی مقام و او د تعلیم په ډګر کې د ده خدماتو لپاره انګریزانو ورته د ” خان بهادر” خطاب ورکړی و.
بل، د بغداد “نقیب” یا ” نقیب الاشرف” دی. دا د سید عبد القادر جیلاني ( ۱۰۷۸م- ۱۱۶۶م) د زیارت متولي لپاره یو نسبي لقب و. د تصوف د قادریه څانګې عبد القادر د سپیڅلتیا له کبله پښتانه ورته د ” لوی ځوان” خطاب کوي. حسن آفندي سندهې په ۱۸۹۵م کې مړ و او د بغداد نقیب سره يې څه خپلوي نه وه. “آفندي” په ترکي ژبې کې ” ښاغلي” یا محترم مشر ته وایی. بغداد د عثماني ترکانو سره و او هلته تلونکو باچاهانو یا عالمانو ته به آفندي خطاب کیدو. ښایی سید حسن ته په بغداد کې د هغه وخت نقیب دا لقب ورکړی وي. اکثر سېدان یو بل ته ” ورور” خطاب کوي او ممکن انګریزانو دا ریښیتا ګڼل. خو زیات امکان د دې دی چې لیکونکی د مخاطب د پام لپاره ورته د معلوم کس ( آفندي) نوم اخلي.
د بغداد نقیب الاشرف” یو معتبر شخصیت او عربانو کې يې درناوی کیدو. د ده خپل نوم عبد الرحمان، لقب القادری الجیلاني او د شیخ عبد القادر پینځلسم نسل څخه و. په هند کې دا لقب ” ګیلاني” او یوه کورنۍ يې بیا وروسته افغانستان په سیاست کې هم داخل شو.
د لومړي نړۍ وال جنګ څخه وروسته، په ۱۹۱۹م کې د ” ورسای محل” په یوې غونډې کې برطانیې او فرانس د حجاز سيمه پخپلو کې وويشله. تر هغې، سعودي عرب، عراق، اردن، لبنان، سوریه او اسرایل په نوم د ملکونو وجود نه و. استنبول ته اروپاي پوځونه ورننوتل او په هندوستان کې ددې په ضد ” تحریک خلافت” پېل شو. د رياست رامپور، دوو وروڼو مولانا محمد علی جوهر او شوکت علی په ۵ جولاي ۱۹۱۹ م کې آل انډيا خلافت کمېټي جوړه کړه او په مظاهرو يې لاس پوری کړو. په ۱۹۲۰ م کې د مولانا محمد علی جوهر په مشرۍ يوه استاځې ډله فرانس، اټلي او برطانيې ته لاړه چې هلته د مسلمانانو خواشيني څرګنده کړي.
په لیک کې د جرګې ذکر، د انګریز له خوا، د عراق په نوم د یو نوي ملک د جوړولو تابیا وه. دوی د بغداد نقیب ته بلنه ورکړه چې د وزیرانو یوه جرګه (شورا) جوړه کړي. دوی د حجاز د باچا ورور “فیصل” پر تخت کینولو چې نقیب يې مخالفت کاو او له خپلې دندې يې استعفا وکړه. د عراق باچا فیصل بیا هم نقیب الاشرف خپل وزیر اعظم وټاکلو.
په ۱۹۲۲م کې ” نقیب” د خپلواکۍ لپاره انګریزانو سره یوه لوظنامه وکړه. برطانیې د دفاع او خارجه چارو معاملې ځان سره وساتلې او عراق ته يې محدوده ازادي ورکړه.
په لیک کې نومولې “پرسي کاکس” برطانوي استاځي د عراق د چارو څارنه کوله. وروسته هغه په خپل کتابګوټي ” هینډ بوک آف میسوپوټیمیا” کې ولیکل چې د بغداد نقیب او د هغه کورنۍ په سني مسلمانانو کې ډېر معتبر ګڼلی شي. دی د هند او د افغانستان، شته منو او بې وزلو مسلمانانو لپاره یو سپیڅلی شخصیت دی. نقیب الاشرف په ۱۹۲۷م کې وفات شو.
په دې لیک کې انګریز د ډیورنډ دواړو غاړو پښتنو ته مخاطب دی خو داسې ښکاري چې دوی په تادۍ کې ددې املا او د ژبې تیروتنې سمې نه کړې. یو سبب يې ممکن دا وي چې سرکاري فرمان به انګریزي څخه فارسي، اردو او بیا پښتو ته ژباړل کیده. د انګریز افسرانو لپاره د پښتو زدکړه لازمي وه او د ” پیپان” صیب دا ژبه زده وه خو ځینې توري يې په اټکل او له ځانه جوړ کړی دي. یو ځای د قومو (مفرد) او بل ځای قومونون (جمع) لیکي. د ولایت جمع ” ولایتونون” لیکي. د ” ښ” په ځای “خ” او د ” ځ” په ځای “ز” لیکل شوي دي. د هغه وخت پښتو کې پینځه یا ګانې نه وې او یواځې وړه “ی” او پرته ” ے ” يې کاروله.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *