د نړۍ په ډېرو ملکونو کې د میلادي کال فروري له پېل څخه، د مینې د نښو بازار تود شي. د دې میاشتې ۱۴ نېټه د مینې ورځ ګڼلی شي خو تاریخچه يې لږو خلکو ته معلومه ده.
د لرغوني روم پوځ ډېرغښتلی، خو د قانون تر مخې، واده به يې نشو کولی. د دریمې پېړۍ په روم کې کله چې عیسایی دین خپور شو نو منونکي به يې په لوی لاس وژل.
په ۲۷۰ م کې د روم يو پادري “ويلنټاين” د هغو پوځیانو ودونه په پټه کول چې عیسایت يې منلی و. يو وخت چا د ویلنټاین مخبري وکړه، چارواکو ویلنټاین ګرفتار او په زندان کې واچاو. د جيل داروغه ” آسټيريس” نومیدو چې لور يې نابينا وه. یو روایت دی چې د ويلنټاين په دعاګانو د هغې جينۍ سترګې روغې شوې. په دې معجزه، د جیل مشرهم مسيحيت دين ومنلو. خو هغه ” ويلنټاين” د جیل نه ویستلی نه شو ځکه هغه د باچا له خوا بندي شوی و. وروسته دی ته هم د نورو مجرمانو په شان د مرګ په سزا محکوم شو. کله چې ویلنټاین يې د غرغرې میدان ته بوتلو نو د داروغه لور ته يې په یو کاغذ یواځې دومره ولیکل. ” ستا د ویلنټاین له خوا” .
په راتلونکو څو کلونو کې د روم د هغو بې شمیرو عیسایانو او پادریانو په اړه معلومات ورک شول. شا و خوا یوې پېړۍ وروسته یو پادري چې د ویلنټاین داستان يې د چا له خلې اوریدلی و، دا ولیکلو. مذهبي خلکو داستان ډنډوره کړو او بیا په ټول یورپ کې د ویلنټاین نوم د مینې یو سمبول شو.
د عیسایی جنتري (ګریګورین کیلنډر) د جوړيدو سره، د فروري څوارلسمه نيټه د ويلنټاين پادري د ژوند د نمانځنې لپاره وټاکل شوه. خو ډېر عیسایان دا د نورو نېټو په شان یوه غلطه کیسه ګڼي چې هیڅ شواهد يې نشته.
تر ۱۹ پېړۍ هم ډېر خلک د ویلنټاین له کیسې خبر نه وو خو د صنعتي انقلاب نه وروسته د کاغذ او د چاپ وسایل زیات شول. په انګلستان کې د کرسمس او د نورو خوشالیو د امبارکۍ کارډونه جوړیدل. د ویلنټاین ورځ هم مهمه وه خو ټولنه هغه وخت هم زاړه پال وه. یو کس د فروري په ۱۴ نېټه خپلې معشوقې ته په لاس جوړ شوي کارډ هم هغې جملې، ” ستا د ویلنټاین له خوا” ولیکله او په پټه يې ور واستاو.
ورو ورو دا د هغه وخت د فیشن یوه برخه وګرځیده او جینکو د ویلنټاین کارډونه به هغه کس ته استول چې خوښ به يې و. خو رواج دا و چې د کارډ استونکی به خپل نوم نه لیکي چې بدنامه نشي. ریښتونی عاشق یا معشوق به په خپله پوهیدل چې کارډ چا استولی دی خو د غلط فهمۍ امکان هم پکې و. بیا نو په لوی شمیر د داسې کارډونو د چاپ او خرڅلاو کاروبار تود شو.
په لومړنيو ویلنټاین کارډونو به اکثر د ګلاب سورګل یا واړه طوطیان جوړیدل. وروسته د سور رنګ زړونه، سرې شونډې او د ملغلرو یا الماسو امیل به پرې انځوریدل. د شلمې پېړۍ تر پای د ویلنټاین کارډونو څخه زړونه والوتل او په نورو توکو کیناستل. اوس دا زړونه په پوکڼي (بوغۍ) د چای یا کافي څښلو پیالېؤ چاکلیټ او خواږو په ډبلیو او نورو توکو جوړېږي. خو دغو تخفو د ریښتونې مینې په ځای هغه مادي ( بازاري) کلچر رامنځ ته کړو چې اوس د نړۍ ځوانان يې په مخه اخیستي دي.