د ټال پنکهه


د ۱۹۰۰ م د هندوستان په دغه تصویر کې درې سړي، دوه په فرش ملاست او یو ناست پړي راکاږي.
دغه لوی پړي د یو وړوکي چرخ ( ګرارۍ) په واسطه دننه د چت سره ځوړند بادګیر خوځولې شي. دا پنکهه یو پلن لرګین ټال و چې د کوټې چت په څرخ کې کلک و. د فریم (ټال) ښکته لرګي به “جهالر دار” پرېړ ټوکر لرلو. د ټال یو او بل سر کې به دوه مزي (پړي) یو لوی پړي سره تړلي وو. پنکهې به پرې یو خوا بل خوا ټالۍ وهله او ټوله کوټه به يې یخه کړه. د بادګیر لوی پړي خوځولو لپاره ملازم ” پنکهه واله” نومیدو او معمولي مزدوري به يۍ ورکوله. کله چې یو کس لاسونه به ستړي شول نو لوی پړی به يې خپلې پښې سره وتړلو.
د هندي “پنکهه” ټکی د وزر مانا ورکوي. د هغه ځای راجه ګانو ته به په اوړي کې د تخت تر شا دوو ملازمانو د طاوس ( مور) لوی وزرې خوځولې چې ” مورچهل” نومیده. د مرکزي ایشیا د یخو ملکونو باچاهانو د تخت تر څنګ به هم دغسې پنکهه واله ولاړ وو.
د بادګیر میکانزم په هند کې موجود و خو انګریزانو په سرکاري بنګلو او دفترونو کې وکاروو. په دې طریقه یو وخت کې ډېرو خلکو ته به باد رسیدو. ترڅو چې د بریښنا (بجلۍ ) پکه نه وه جوړه، د هند په عدالتونو (محکمه) ریلوې سټیشن او نورو ولسي ځایونو کې دغسې لوی پکي به چت سره تړلي وو. ما پخپله په کلي کې دغسې پکی لیدلي دی چې د اوړي په غرمه يې کارولو.
د بجلۍ پکو او بیا د “ای-سي” په راتلو دا میکانزم له خلکو هیر شو. ښایی اوس د بجلۍ کمی انسانان مجبور کړي چې یو ځلې بیا داسې پکي جوړ کړي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published.