سېله که باسمتي

Basmati rice with a spoon on an dark wood


په دودیزه توګه پښتانه درې ډوله وریژې، نرۍ، غټې او سیله په نوم پېژني.
نرۍ سپینې وریژې د پخولو په وخت خوشبویی لری. په اوړي کې ایشیدلي، تور کشمش، دال پېتي یا ماستو سره به يې خوړل. د نریو وریژو یو بل ډول “ماتې وریژې” د کهیر ( شیربرنج) لپاره کاریدې. اوس دا وریژې ” باسمتي” په نوم یادېږي.
غټو وریژو ته به يې ” شولې” ویل چې معمولي سور رنګ يې لرلو. دا کرمه وال وریژې به يې د غوښې او میو سره پخول چې” شوله یا پخسه نومیده. د چارسدې پخسه به ودونو او د مړي په خیرات کې عامه پخیده. تر ټولو ګران “سېله” وریژې به د پلاو لپاره وې او تر ټولو ښه قسم يې ” داودزي” نومیدل. یو معتبر میلمه به راغلو نو زما مور به په تاکید ویل چې ” داوزۍ وریژې” راوړئ. شینوارو او اپریدو به دغو ته “خړې وریژې” نوم اخیستو.
د وریژو د کرلو لپاره ډېر اوبه پکار وي او د دې بوزغلی هم په اوبو کې کري. په پښتونخوا کې دا د شاه عالم-ناګومان- خیالي- باړه او د کابل سیند پر څنډو اباد کلیو کې يې کرل. د هرې سیمې د وریژو خوند بېل و او په بازار کې لویو بوجیو کې به دغه رنګا رنګ وریژې د خپل قیمت سره خرڅیدل. د باړې وریژۍ د سیکانو راجه رنجیت سنګ هم خوښیدې او هغه به د دوست محمد له (پیښوري) وروڼو هرکال د باج په توګه اخستې.
په هند کې یو لیکوال دعوا کوي چې د بارکزو امیر دوست خان کله چې په نومبر ۱۸۳۹م کې د انګریز ته پناه یوړه نو د همالیه “مسوري” ښار کې به اوسیدو. دی د پلاو شوقین او د ده لپاره به وریژې له پنجاب وړل کیدې. امیر دوست محمد د دغو وریژو تخم ډېره دون ته وروپیژندلو. هلته واورینو اوبو، سپینو وریژو له د خاورې خوند ورکړو او “باسمتي” په نوم مشهور شول. باس (خوشبوی) او ماتي یا ماټي خاوره وي.
پنځوس کاله وروسته، د هغه نمسی امیر یعقوب خان مسوری ته جلاوطن شو. دی ۴۳ کاله هلته اوسیدو او د “پلټن بازار” هټۍ والو ته يې د سپینو وریژو تخم کرلو لپاره ورکاو. د یعقوب خان ۱۱ زامن او ۱۱ لوڼې وې او حکومت ورته په دیره دون کې زمکې ورکړې وې. له هغه راهیسې د هندوستان باسمتي وریژې په ټولې نړۍ کې مشورې شوې.
خو دلته یوه ستونزه ده. افغان میرمنې پلاو له سېله وریژو پخوي او په پښتونخوا کې هم د سپینو (باسمتي) وریژو څوک پلاو نه پخوي. دغه وریژو ته اوس هم ” کچه” وریژې وایی ځکه دا وریت شوي نه وي. د شلو مینټو نه زیات يې څوک نه پخوي ځکه بیا “پخسه” شي. سېله وریژې کله چې له پټیو به يې راټول کړل نو په کورونو کې میرمنو په لویو اوسپنیز کړای (هرکاره) کې وریتول. د دې پوټکی به په ټکولو ترې لیرې شو. اوس دا کار په مشین کېږي. په افغانستان کې د لغمان وریژې مشهورې دي او یو ډول سپینو وریژو ته ” ډېره دوني وریژې” وایی.

Afghans & Dehraduni Basmati, by Khalid Bin Umar- Sep 12, 2021

Leave a Reply

Your email address will not be published.