ګنډېرۍ


په پښتونخوا کې د ګنو فصل په مني کې تیار شي او بیا د ژمې ترپای تازه ګنډېرۍ هم بازار ته راځي. د سپینو شویو ګنو دا وړې ټوټې د غاښونو لپاره د ژوؤلو او زبیښلو ورزش وي. هغه وخت چې له کیمیاوي توکو ډک خواږه او ژاوولې چا نه پیژندلې، د ولوږې ختمولو ارزان خواړه ( سنېک) ګنډېرۍ او د جوارو نینې وې.
د ګنډېرو اوبه (جوس) د شکر نه علاوه کیلشیم او میګنیشیم په شان مالګې لري. ددې ژوولو سره د خلې لعاب هم ورسره ګډ شي نو هاضمې لپاره ښه ګڼل کېږي. په حکیمي درملنه کې د “ذیړي” (یرقان) په مرض کې د ګنډېرو ژوولو مشوره به يې ورکوله. هم دغسې د جل وهلي (سن سټروک) لپاره هم ګنډېرۍ (یا د ګني شربت) اکسیر ګڼلې شي. د تندې د ختمولو، د جګر ناروغۍ، وچ توخی، خارښت، نکسیر او د کانګو (قی) د بندولو لپاره به ګنډېري عام استعمالیده.
خو ځینو کسانو ته د ګنډېرو له ژوولو احتیاط پکار وي. دا د شکر مرض نه علاوه، جګر ته ټکان (شاک) هم ورکولې شي. د ډېرو خواږو سره د غاښونو جلا ختمېږي نو ځکه د ګنډېرو ژوول هم تاوان لري. بیا هم د ګنډېرو طبعي جوس د چاکلیټ او ټافیانو نه ښه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.