د هندوکش غرونو جنوبي لړۍ زابل، کندهار، پکتيا، وزيرستان، ډيره اسمعيل خان، شمالي بلوچستان او د پنجاب جنوب لويديځ پورې غځيدلې دي.
دا جنوبي غرونه د پکتيا شمال نه د ګرديز شمال ختيځ کې د سپين غر سره يو ځاې شي. د غرونو دغه لړۍ “کوه سلیمان” نومېږي چې هره څوکه يې خپل نوم لري. په پښتنو کې مشهور د “کسي غر” دی. د دې ۶۰۰۰ ميټر تر ټولو لوړه څوکه “تخت سليمان” نومېږي چې په شمال کې يې د پامير وچ غرونه دي.
د سلیمان د لړۍ يوه بل غر ۳۴۷۲ ميټر لوړه څوکه، “لوی سر” نومېږي. دا د کوټې ضلع دويمه او د بلوچستان درېمه لوړه څوکه ده. په کوټه کې يوه څوکه يې د تکتو (کوه تکاتو) په نوم مشهوره ده. یو بل غر د کوټې ښار سره نږدې، “زرغون غر” ۳۵۷۸ ميټر لوړ دی. په زيارت کې “خلافت غونډۍ” هم د سلیمان سره نښتې ده چې ۳۴۷۵ ميتر لوړ او د “اوبښتې” (جونیپر) د ونو لپاره شهرت لري.
په شمال لوېديځ کې د سلیمان غرونه د کوه بابا سره يو ځای شي. په ختيځ کې دا غر ډيره اسمعيل خان او بيا ډيره غازي خان ته غځيدلې دی چې په مټهن کوټ کې دا غر ډېر ژور د اباسین په اوبو کې غورځي. بل خوا په لوېديځ کې د سلیمان غرونه تر کندهار، هلمند او د سيستان دښتو پورې ورغځيدلې دی. د کسي غر نه د ګومل سيند ختيځ خوا ته بهېږي چې اباسين سره يو ځای شي. بل سيند “ډورۍ” نومېږي او درېم د “ارغنداو” سيند وړې څانګې دي چې جنوب لوېديځ کې هلمند سره يو ځای کېږي.
د سلیمان غر جنوبي څنډې سپیرې دي، خو په مرکزي لوړو يې زيتون کېږي. کوم ځاې چې اوبه وي هلته هر ډول بوټې لکه پسته، بادام، سوما، مڼې او د ګيلاس (چېري) وده کوي.
د سليمان غرونو لرۍ لکه د ديوال د افغانستان د مرکزي سيمو مخه د هغو هندې مرطوب هوا (مونسون) په مخ نيولې ده چې بارانونه وروي.
د یادونې وړه ده چې د “تخت سلیمان” په نوم یو غر په ایران کې او بل په کشمیر کې هم شته.
د پښتنو د ولسي کيسو تر مخه د دې غر د پاسه د حضرت سليمان (ع) تخت جوړ و يا د هغه تخت دلته و. يو بل داستان کې وايي چې د حضرت نوح(ع) کشتۍ د دې غر په څوکه ايساره شوې وه. د پښتنو د مشر قيس عبد الرشيد په اړه روایت دی چې د دې غر په یوه څوکه يې قبر جوړ دی.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳۰ اګست ۲۰۱۸ م