د کیرالې قتل


په ۲۰ اپریل ۱۹۷۹ م د کونړ ولایت د کیرالې کلي ۱۲۶۰ بې وسلې کسان د ملي پوځ له خوا ووژل شول.
کیراله (کي+راله) چې ځینې خلک يې اوس “کرهاله” او “کیرهاله” لیکي، د هندوکش په لمنه کې د کونړ سیند د یوې څانګې په اوبو خړوبېږي. دغه کلي نه یوه پخوانۍ لاره د “رغنۍ” درې نه وراخوا ۱۲ میله لیرې باجوړ ته ورغلې ده. په ۱۹۷۰ م کې دلته پنځه زره خلک اوسیدل چې زیاتو يې پخپلو زمکو کرونده او تجارت کوو.
په ۲۷ اپریل ۱۹۷۸ م (دغویي ۷) کابل کې د صدرمحمد داود خلاف یو بغاوت نه وروسته د “خلق او پرچم” ډلو په ګډه حکومت جوړ کړو. نورمحمد ترکی وزیراعظم، ببرک کارمل معاون او حفیظ الله امین يې خارجه وزیر وو. اووه میاشتې وروسته د دوی خپلمنځي شخړه کې د پرچم ګوند مشران له واکه لیرې کړې شول.
په مارچ ۱۹۷۹ م کې د خلق حکومت په ضد نورستان کې لومړی وسله وال پاڅون وشو. د پوځي مرکزونو نه د عسکرو د شړلو وروسته د ” خپلواک نورستان” اعلان وشو. د کابل حکومت د واک د ټینګولو لپاره روس نه مرسته وغوښته او هغوی ورته خپل پوځي مشاورین ورواستول.
هغه وخت د کونړ والي شهنواز شهواني و. د ولایت منشي سپین جان لالهاند، د پوهنی ریاست ریس، شمشیر نړیوال، د سرحداتو ریس نورالرحمن او مستوفی محمد یعقوب و.
د کلي د علماو شوری منشی عبدالله د هغه وخت په اړه وايي: ” کرهاله د یو میاشت راهیسې محاصره او پر موږ باندې اوبه او بریښنا پرې وه.” حکومت د دوی نه ځکه ناراضه و چې د کلي خلکو په پټه مجاهدینو ته ډوډۍ، پناه ځایونه، پېسې او وسله ورکول. د کونړ والي د کیرالې خلکو ته امر کړی و چې د مجاهدینو خلاف دې وسله واخلي خو دوی انکار کړی و.
په ۱۹ اپریل ۱۹۷۸ م د دې ځای څو ځوانانو چې د حکومت خلاف وو، د “چغه سرای” په پوځي چاوڼۍ برید وکړو. د دغه کلي، شاه محمود وایي چې د ۱۹ اپریل په شپه څو مجاهدین د دوی په کور کې مېشت وو. “هغوی په ولایت او په ګورګان کې چې د کمانډو قطعه وه برید وکړو او په سخت جنګ کې د صادق عالمیار د تره زوی ووژل شو.”
صادق عالمیار د افغانستان د پوځ د کمانډو ځواک د ۴۴۴ کنډک مشر و. په ۲۰ اپریل د جمعې په ورځ ۳۰ ټانکونه او بکتربند (زغره پرسونیل وړونکي) ګاډي د چغه سرای چاوڼۍ نه کیرالې ته مخه کړه. لومړی پیاده او وروسته ټانکی قطعات کلي ته وردننه او د قاضی خیلو هدیرې او جومات سره نزدې ایسار شول. دا ۲۰۰ افغان عسکر او پولیس و چې روسی مشاورین هم ورسره وو. د لوړکچ افغان پوځي افسران، ګلرنګ د کنړ د پنځمې جبهې عمومی قومندان، عبدالحق د ۶۹ غونډ قومندان، صادق عالمیار د کمانډو کنډک قوماندان، امام الدین لوګری د عسکری قواوو قومندان، جګړن بهرام الدین د ۱۱ لوی عملیاتی افسر، جګړن غفار د مروره کنډک قومندان، تورن سید محمد د دفع ټانک قوندان او محمد شاه د کمانډو د ټولی قومندان و.
یوافغان پوځي د کیرالې اوسیدونکي تورن کړل چې د مجاهدینو سره لاس لري او اعلان يې وکړو چې ټول سړي دې جرګې له راشي. نبي مادیزخان هغه وخت د ښوونځي شاګرد و خو د خپل پلار او تره او د څلورو تربورانو سره دغه جرګې ته ورغلو. دی وایی چې ټول خلک سخت وارخطا و او پوهېدل چې څه بد راپېښېدونکي وو.
افغان عسکر کور په کور ګرځیدل، دروازه به یی ټکوله ښځې، ماشومان او نارینه یې له کورونو را ویستل او ورته يې ویل چې “والي” راغلې دی او په جومات کې درته وینا کوي.
عبدالله د وزیرمحمد زوی وایې: “زه د خپل ماما په کور کې وم چې دوه عسکر راغلل او زه او زما ماما ګان یې له کور څخه بهر ته وویستل. زما ډیر ښه په یاد دي چې موږ یې په دروازه کې وپلټلو زما د یو ماما سره ۷۰۰ افغانۍ وي هغه یې ترینه واخیستلې او موږ یې د ځان سره روان کړو. د کور شاته د بوسو یوه کوټه وه یو عسکر ما سره مرسته وکړه او زه یې دی کوټه کې پټ کړم خو یو بل عسکر زه لیدلی وم نو کله چې یې هغوي یوړل هغه عسکر ما پسې راغې او ماشین یې ماته راواړلو خو ښه کار دا و چې هماغه عسکر ورسره و او زه یې ترینه دویم ځل لپاره خلاص کړم. زه په چټکۍ سره کور ته لاړم مګر کور خالې و.” ښځې او ماشومان یې ” قاضی جومات” ته ورننویستل او نارینه د سیند پر غاړه هغه میدان کې چې هر ماښام د دې په شګو به خلکو تفریح کوله، راټول کړل. عسکرو په ټیلو ورکولو سړي یوه لیکه کې ودرول. یو پوځي افسر (ممکن روسی) د کیمرې سره د دوی عکسونه اخیستل. یو استاد عبد الهادي ته افغان عسکر په پټه وویل چې پښې سپکې کړه ځکه د دوی د وژلو پلان و. راټول شویو سړو ته يې امر وکړو چې د “ژوند ژوند انقلاب” ناره پورته کړي. خو دوی ” الله اکبر” وویل.
نبی خان وایی: ” یو پوځي هلیکوپټر د سیند نه وراخوا نه راښکاره شو او د خلکو د سر د پاسه بره په هوا کې تاوېدو. پر زمکه ولاړ یو روسي مشاور په مخابره ژر ژر خبرې کولې. زه ویرېدم او له هغه ځایه مې تلل غوښتل. یو روسي نه مې پوښتنه وکړه چې لاړ شم؟ خو هغه زما خبره بې پامه کړه.” نبي د جومات په لوري ګړندي ګامونه واخیستل خو شا ته يې بیا بیا کتل. ناڅاپه هیلیکوپټر بیرته لاړو.” ځینو سړو په جومات کې ښځو او ماشومانو سره د یو ځای کېدو هڅه وکړه خو پولیسو بیرته وګرځول.
کوماندان ټولو سړو ته د ټانکونو مخې ته په ګونډو کیدو امر وکړو. وسله وال عسکر د دوی شا ته او ۲۰ روسي مشاورین د عسکرو شا ته ودرېدل. صادق عالمیار او عبدالحق د ۶۹ غونډ قوماندان خپلو ځواکونو ته د ډزو امر وکړو.
د ټکاڼ سره نبي په منډه شو خو شا ته به يې کتل چې سړي په ډزو پریوتل. هغه خپل پلار پکې نه لېدو. دی وارخطا، جومات ته ورننوتو خو پولیس د قتل په ننداره وه او د ده مخه يې و نه نیوله. یو څو ښځو په ماشوم څادر واچوو.
ډزې شا و خوا پنځه مینټه جاري وې. ښځو ځانونه وهل او ځینو قران کریم په لاسونو نیولی، عسکرو ته زارۍ کولې چې د دوی سړي ونه وژني. دوی عسکر ټیله کول چې سړو ته ورشي نو عسکرو هوایي ډزې شروع کړې.
بي بي رخاره وایي د دې میړه، څلور وروڼه یو زوی او دوه وریرونه هلته موجود وو، مونږ ولیدل چې هغوی پر زمکه پریوتل. غوښتل مې چې هغوی ته ورشم خو عسکرو نه پرېښودو. بیا عسکر په ټول کلي کې خپاره شول او کوم سړي چې نه و راغلي هغوی يې موندل او وژل. څو عسکر جومات ته هم ورننوتل، د ښځو د سرونو نه يې څادر شکوو. درې څلور سړي يې وموندل او په ټیلو يې بهر وویستل بیا يې ووژل. په څو شېبو کې یو بلډوزر راغلو او په مړو يې زمکه اړول پېل کړل. ځینې کسان پکې ژوندي وو او لاس پښې يې خوځېدل. هغوی په چغو زارۍ کولې چې مه مو وژنئ خو دوی پرې بیا هم خاورې اړولې. ځینو ښځو هغه پوځي هم ولیدو چې نورعکسونه يې اخیستل. یو روسي په سنګ زنه وویل، ” زه د بل کال فصل به مو ښه وي.”
د کلي نه د ګوتو په شمیر سړي په تیښته کامیابه شول. یو کس وایی چې دی په کور کې و او کله چې د ښځو چغې يې واوریدې نو پوهه شو چې بده پیښه وه نو د سیند لوري ته يې منډې کړې او هلته په ونو کې پټ شو.
عبد الطیف چې په ټریفک پولیس کې و، وایی چې یو څو کورونه يې په توپه وویشتل چې د دوی په اند پکې مجاهدین پټ وو. په دی پېښه کې د ۱۲۶۰ کسانو د وژنې پخلې وشو خو ښايي دغه شمېره زیاته وي ځکه په لارو کوڅو کې د پرتو مړو او د هغوی شناخت څوک پاتې نشول.
د کیرالی کونډې او یتیمان مروری او شیګل ولسوالیو ته کډه شول او وروسته باجوړ ته لاړل چې ۳۳ زره افغان مهاجر پکې میشت وو. د کیرالې ۴۰۰ کورنۍ د ” کونډو کیمپ” په نوم مشهور شو. د کلي ۲۰۰ شا و خوا سړي ژوندي پاتې وو چې هغه وخت یا خو د کلي نه بهر وو او یا پټ شوي وو.
لس میاشتې وروسته د مهاجر کیمپونو نه د دې پېښې خبر نړیوالې میډیا ته ورسېدو. د هالینډ او ناروی ژورنالیسټان باجوړ ته لاړل او د مجاهدینو سره يې کیرالې ته د تلو کوشش وکړو خو پاکستاني پوځ وړاندې نه پرېښودل. دوی په کیمپ کې خلکو سره خبرې وکړې او د لیکلي راپورونو نه علاوه یو مستند فلم ورباندې جوړ شو.
په ۱۹۸۰ م کې د خلقیانو د واک ختمیدو سره پرچم ډله حاکمه شوه نو صادق عالمیار يې ونیولو او د جنګي جنایت په جرم زنداني شو. د کونډو کیمپ د افغان دلالانو او د کمشنرۍ له اړخه ” د عزت د پلورلو ځای و گرځېدو.”
د حزب اسلامي ګوند قریب الرحمن سعید په یو مضمون کې لیکي : ” دی کار مهاجرینو او مجاهدینو په لیکو کی سختی ستونزې اوبی باورۍ را پیدا کړی . ډېرو چی په جهاد کی برخه اخستی وه ، ددې کونډو د برخلیک څخه یی داسی انگیرله چی که د هغه کونډه مهاجره شي اویا یی کوچنیان یتیمان شي نو د جهادي قیادت له اړخه به ورسره همداسی بی انصافي کیږی.”
په ۱۹۹۰ م کې کله چې د کابل حکومت ړنګ شو نو عالمیار د افغانستان نه وتښتېدو او هالینډ کې يې سیاسی پناه او په “راتردم” ښار کې ژوند پېل کړو. څه موده وروسته ده د هغه ځای تابعت يې واخیستو. یو “ډګروال” ناروی ته پناه یوړه.
په ۲۰۰۸ م کې د کیرالې ځینو خلکو چې په هالینډ کې مهاجر وو، دعالمیار درک معلوم کړو او حکومت ته يې د هغه خلاف د جنګي جنایت رسمي دعوا وړاندې کړه. په هالینډ کې د داسې قضیو په پلټنو او سزا څه قانوني ممناعت نشته خو په ناروی کې دغه کار څوک نشي کولې. په ۲۷ اکتوبر ۲۰۱۵ م د هالینډ پولیسو ۶۴ کلن صادق عالمیار ګرفتار کړو. د هغه خلاف د خلکو شاهدي موجوده وه. عالمیار پخپل دفاع کې روسان ملامته کړل. خو دغه قتلونه افغان پوځ تر سره کړي او عالمیار پخپل لاس ځینې کسان وژلي وو. خو هغه ته د سزا ورکولو لپاره ثبوت هم پکار و.
د افغانستان نه روسان په ۱۹۸۹ م کې ووتل او کیراله کې خلکو بیا ژوند شروع کړو. د سیند سره د شهیدانو د دوو لویو قبرونو چاپیره یو کچه دېوال تاو کړی شو او هرکال د وری په ۳۱ ددوی تلین لمانځل کیږي. په ۲۰۱۷ م کې د هالینډ عدالت د عالمیار کیس په دې دلیل خارج کړو چې ثبوت موجود نه وو. تر اوسه د کیرالې یو مجرم هم سزا نه دی موندلی. په ډله یزو قبرونو حکومت د سیمټو یادګاري څلې جوړ کړو خو دا ورباندې نه دي لیکلي چې دلته څه شوي وو.
اوس چې په افغانستان کې پارلیمان شته او د خلکو استاځي پکې ناست دي، دوی د جنګي جنایت کارانو د بیرته غوښتنې قانون جوړولی شي. ځینې خلک وایی چې افغانستان کې داسې ډېرې پېښې شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې دغسې پېښې بیا بیا ولې کېږي او د دوی مخنیوی به څنګه کېږي؟
صفیه حلیم

سرچینې
۱. افغانستان کا المیه. راجه انور. ۱۹۸۷ م. ورسو لندن.
۲.افغانستان- لویی دوپری. پرنسټن یونیورسټي پریس. ۱۹۸۰ م.

3. Afghanistan Under Soviet Dominatiom.1964-91. Third Edition. Anthony hyman.Macmillan Academic and professional ltd.1992. pp 127.

4. “Killing the Cranes – A Reporter’s Journey Through Three Decades of War in Afghanistan” by Edward Girardet

د خپریدو نېټه- ۲۶ اګست ۲۰۱۸ م

2 Responses to د کیرالې قتل

  1. Jalal ghazi
    27 August, 2018 at 5:00 AM

    تاسې دغه لیکنه درسره ولولۍ، او بیا نو له خپل ځان سره قضاوت وکړۍ!
    زما پرې ځيني ملحوضات په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي:
    اول: ولې پاکستاني سرتیرو ژونالیستان هلته د سند د ثبت لپاره پرینښودل
    دوهم: څنګه ممکنه ده چې داسې یوه لویه پيښه دې وشي او بیا دې هم پرې یو وطني سند نه وي موجود
    دریم: اخځلیکونه یې ‌‌‌‌‌‌ټول یو طرفه دي
    څلورم: څنګه یو اروپایي ملک د جنګي جرمونو او هغه چې د روسانو لاس په کې وي، په دې دعوه چې ثبوت نشته کېس بندوي{دکېس ضعف}
    زهد کمونیسټي نظام په دفاع یې نه وایم، بس دومره چې دا هم یو له هغه تبلیغاتو څخه دې چې جګړه پرې توده ساتل شوې وه او ده!

  2. Fazal Subhan
    3 September, 2018 at 7:01 AM

    سلام علیکم
    جلال وروره دغه تبلیغات نه دي. حقیقت دی
    زه خپله د کونړ ولایت اوسېدونکی یم
    په همدغه ورځ زمونږ د کورنۍ نهه کسان وژل شوي دي.
    زما پلار په همدغه ورځ ورک دی چې تر اوسه یی قبر نه دی معلوم.
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *