د پښتنو حجرې د چیلم نه بغیر نیمګړې وي.
د چیلم توری د هندي نه نورو ژبو ته کډه وکړه. په اصل کې خو چیلم د چرسو لپاره کارول کېدو. سادهوانو او لغړو به د نیچې (نچې) په یوه ټوټه په سکاره ایښي د بنګو دانې یا د چرس لوګی به خلې ته (کش) راښکلو.
ځینو د خټو وړوکې پایپ جوړکړو چې یو سر به يې پلن او تاو شوې و. په هغې به يې سکاره کېښودو، د چرسو یا بنګو دانې به يې ورباندې اچولې او په بل سر به يې لوګی راښکلو.
په ۱۹ پېړۍ کې انګریزانو د تماکو( تمبکو) بوټې هند ته یوړو او په پراخه کچه يې وکرله. نتیجه دا شوه چې کومو خلکو چرس یا بنګ نه څکول، هغوی په تماکو روږدي شول.
ځینو خلکو به په چیلم کې د تماکو ګرم لوګې نشو راښکلې نو د دې د یخولو لپاره لوګی په اوبو کې د تیرولو ټیکنیک راغلو. د خاورو په یو لوښي (چلمچي) کې اوبه واچوي او په هغې کې نیچه کېږدي. ددې سره بله نیچه هم تړلې وي چې د دواړو په منځ کې د خټو “ټوپۍ” یا هغه وړوکې ډیوه پرته وي چې پکې سکاره او تماکو سوځي.
د دې لپاره چې د تماکو خځله خلې ته ورنشی په ټوپۍ یا ډیوه کې یو وړوکې کاڼې پروت وي. هم دغه اصول د یورپ په ” پایپ” کې هم کارېږي.
د وخت په تیرېدو، د چیلم شهرت زیات شو نو کلالانو د ښایسته روغني رنګ چلمچي او ټوپۍ جوړول پېل کړل. د تماکو رنګا رنګ کسوړې او د چیلم د نیچې لپاره ځونډي او ګونګروګان جوړېدل.
په هند کې د چیلم بڼه واوخته چې ” حقه” او “پیچوان” به يې بلل. د پیچوان نل به تاو راتاو و او د سپینو زرو “خله” يې لرله. د لکهنئو چیلمیانو به ځان سره خپله وړه شپېلۍ (خله) ګرځوله چې د بل په چیلم خله ایښودل ورته بد ایسېدل. هغوی په تماکو کې ” ګوړه” زعفران او هم دغسې لاچي او لونګ ګډول چې خله يې د تماکو بوی ونکړي.
د هند نه علاوه جنوبي امریکه او افریقایی ملکونو کې هم د چرس څکولو لپاره هم دغسې واړه چیلمونه کارېدل. ځینو به وچ کدو نه لوګی راښکلو. د هاتي (فیل) د غاښ او د څاروو د ښکر یا هډوکي هم د چیلم په توګه کارېدل. د مذهبی دستورو په وخت به يې د داسې چیلم نه کار اخیستو.
د ۱۹۶۰ م راهیسې د بانس چیلم د جنوبی امریکه ولسی هنر یوه برخه شو. دغسې پایپونه خلک په کور کې جوړولو نه وروسته په سېلانیانو خرڅوي.
د پښتنو په حجرو کې د چیلم ډکونکې به “چیلمي” بلل کېده. په کورونو کې هم چیلم ساتل کېده چې سپین سرو ښځو به ترېنه کشونه لګول. سیګرټ عام شول خو بیا هم دومره ګران وو چې خلکو ته چیلم ارزان و.
د سیګرټ د راتلو سره د چیلم دود هم ختم شو. اوس خلک د تماکو په ضرر خبر شوي دي چې سږو ته تاوان رسوي. اوس نه هغه حجرې پاتې دی او نه چیلم.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۰ اګست ۲۰۱۸ م