د بابل باچا


د عراق او سوریا ترمنځ دوه نیم زره کاله پخوانۍ کنډوالې، چې شا و خوا ۲۰۰۰ ایکړ زمکه کې خپاره دي، د بخت نصر له خوا آباد شوي د یو متمدن ملک حال وایی. د فرات سیند د پاسه لومړې پل، په بابل کې لومړی میوزیم، لومړی کتابتون او آرکایوز د بخت نصر د کارونو څو بیلګې دي.
په تورات او انجیل کې د ده نوم نبوکد نضرلیکل شوی دی. عرب مورخ الطبري وایی چې بخت نصرد پارس وګړې او بخت شاه نومیدو. خو نور په یوه خله وایی چې دی د “میسوپوټیمیا” اوسېدونکې و چې اسیریا، بابل او د کالډیه سیمې پکې شاملې وې.
د ده پلار “نېبوپولاسر” د اسیریا پوځ افسر او په ۶۲۰ ق م کې د بغاوت نه وروسته پخپله د بابل واکمن شو. بخت نصر د ده مشر زوی و. ۱۵ کاله وروسته بخت نصر اسیریا ته ماتې ورکړه، د میډز او پارس سره په ګډه د مصرخلاف يې پوځ یوړو او په اګست ۶۰۵ ق د جنګ په میدان کې د پلار له مړینې خبر شو. پر باچاهي تخت د کیناستو سره په ختیځ او شمال کې يې د پارس او میډز خاوره ونیوله او د خپل سلطنت سرحدونه يې خوندي کړل.
په ۵۹۷ ق م کې جوډیه (فلسطین) خلک د ده خلاف راپاڅیدل. دوه کاله وروسته د بابل ځینو خلکو د ده په ضد بغاوت وکړو. فونیشیا او اناطولیه ورته باج نه ورکوو او دا يې په زور خپل قلمرو کې شامل کړل. ده پرله پسې فتوحات کول چې د اوسنۍ عرب خاوره او د ترکي ختیځې برخې يې په لاس کې شوې. دا هر څه پوځي توان او جنګي پلان ته اړ وي او داسې ښکاري چې بخت نصر یو تکړه پوځي جنرل او ممکن ټول عمر يې په جنګ کې تیر شوې وي.
خو دده جوړښتونو ته چې څوک وګوري نو ښایی چې دی فلسفي او د یوغښتلي تمدن بنسټ يې کیښودو. د ده په سلطنت کې د باچاهي ماڼۍ سره لومړۍ آرکایوز، کتابتون او میوزیم جوړ شول. سره له دې چې هغه وخت کاغذ نه و ایجاد شوې، د بابل کاروبار د خټو په وړو خښتو لیکل کېدو او وروسته به په ارکایوز کې ساتل.
د بابل د ۷ باغونو په اړه افسانې دي چې دا په هوا کې ځوړند وو. خو په اصل کې ده د ماڼۍ دوېم پوړ کې باغ و چې د زمکې تل نه ورته د اوبو د ورخیژولو سیسټم جوړ کړو. هغه د عبادت خانو مرمت وکړو او د جلوس لپاره پلن سړک يې جوړ کړو چې یوه لویه ” ایشتر دروازه” يې لرله. په دغې دروازې د ښکلا لپاره کاشی خښتې لګول شوې وې. د سپرلي د نوي کال په موقع د “مردوک” اسطورې مجسمه به يې د خپل معبد نه وویستله، د ښار بهرعبادت ځای ته به يې یوړه، د ایشتر دروازې نه به يې رادننه کړه او د جلوس په لاره به يې بیرته خپل عبادت ځای ته یوړه. په دغه لاره رنګینې تیږې کارول شوې وې او دواړوغاړو ته يې په قطار د ازمرو مجسمې وې. د ده نوم د بابل د تمدن او د لیکنې، هنر او د نورو فنونو سره تړلې دی.
په ۵۸۶ ق م کې د یروشلم دوېم بغاوت د ختمولو لپاره دی بیا د پوځ سره ورغلو. دا ښار يې ویجاړ کړو. هلته د سلیمان علیه السلام نه پاتې تبرکات يې لوټ کړل، د تورات اصل نسخه او نور کتابونه يې وسیزل، کاهنان يې ووژل او ۴۰۰۰ یہودان يې لاس تړلي بابل ته یوړل. په دغو بندیانو کې ” دانیال” پیغمبر هم و. څه موده وروسته ده یهودانو ته اجازه ورکړه چۍ بیرته لاړ شي.
د ده له مړینې وروسته د ده د ټبرباچاهان ۲۵ کاله تر ۵۳۹ ق م پاتې وو او بیا د پارس کوروش (سایرس) په بابل حمله وکړه او دا يې خپل سلطنت کې شامل کړو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۵ مې ۲۰۱۸ م

2 Comments

Add a Comment
  1. سید عبدالحکیم حکمت

    حليم صاحب!
    که د پېښور او کابل بالاحصارونو په اړه هم يوه ليکنه وکړئ ډېره به ښه وي.
    په درنښت
    قلم مو تاند اوسه

    1. د دواړو په اړه مضامین د “جوړښتونه” په برخه کې خپاره شوی دي. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *