جوجي

Benji
” بي بي ما ته ټاچ والا موبايل واخله.” وحيد د ناستي د کوټې فرش پاک کړو نو پخلنځي کې بي بي صاحبې ته ورغلو. هغه د انغري سره ولاړه، د ايشيدلو اوبو نه يې پالک راويستل. په سخته لهجه يې وويل، “ټاچ څه وي؟”
وحيد لږ موسکې او سترګې يې ښکته کړې،
” هغه چې په شيشه يې ګوته راکاږې نو لمبر راشي.”
بي بي د ګېسو انغرې بند کړو، ” ښه ښه هغه نوي ټېليفون چې د ګوتې په لمس کار کوي.”
وحيد پوهه نه شو چې لمس څه وي خو سر يې وخوځوو. بي بي ورته برنده شوه، ” تر څو د لسم امتحان دې نه وي پاس کړې، ټاچ ماچ نشته.” هغه يو څه مايوسه شو خو په ګيله من غږ يې وويل، ” ايمتيان کې خو لا ډيرې ورځې دي او. . . مدو او اسلم دواړو سره ټاچ والا ټېليفون شته، يو زه تر اوسه دا زوړ “نوکيا” ګرځوم. ټول راپورې خاندي.” بي بي په قهر شوه، “خداې دې غرق کړه. تېر ځلې مې درته نوې تېليفون په دکان کې واغيشتو، نو د ډبلي سره دې په چا خرڅ کړو.” وحيد په احتجاج وويل، هغه رانه په واله کې پريوتو. . .” بي بي خپلې خبرې جاري وساتلې، ” بيا مې خپل نوې نوزې “سامسونګ” درکړو، هغه دې ورک کړو. خو ما ته پته ولګيده چې هغه ستا د ورور په شيره کې ګډ شو. اوس مې د صېب دا “نوکيا” درکړې دی، او ته لا نخرې کی، زه ورک شه، که صيب ته پته ولګيده نو څيرې به دې کړي.” د ګادي د غږ سره وحيد ګيټ ته منډې کړې او د بي بي له نورو ستغو سپورو خلاص شو. جوجي هم ورپسې منډې کړې.
د بادامي رنګ دې سپي په هغه کور کې شل کاله تېر کړي و. د بي بي زوی د اتو کالو و نو دا وړوکې کوتری يې د يو ملګري نه راوړې و. په هغو ورځو کې په ټېلويژن د چنګيز خان نومې ډرامه کې د ده يو زوې جوجي نوميدو. هغه راهيسې دا کوکرې جوجي شو. بي بي ترهغې د جوجي د ساتني نه بې غمه وه چې ټوله خسمانه به يې زوی کوله. اوس هغه بهر ملک ته سبق لپاره تللې و. د خپل بادار په تلو جوجي څو ورځې ډوډۍ نه خوړه او اخر کلي ته يې ورواستاو.
مدو او اسلم د سپي په تلو خوشاله وو او شاترينې ترور چې يوه ورځ به د جامو وينځلو لپاره راتله، د پيرغيب په زيارت ډيوو کې تيل اچولي ووچې هغه مردار سپی له کوره وتلې و.
بله پېره چې بي بي هغه وليدو نو د ملا هډونه راوتلي و او په مخ يې مچان بنګيدل. د نازولي سپي حالت يې نشو زغملې او بيا يې کور ته راوستو. مدو به کله نا کله بهر چکر ته وړلو خو د اسلم په لمسون اوس ده هم لاس ترې اخيستې و. د جوجي ساتنه يوه ستونزه وه نو د بل نوکر لټون پېل شو.
وحيد د شپاړسو کالو نری نروچکې هلک او په لسم کې فيل شوې و. کله چې د پلار سره د دې بنګلې په چمن کې صيب مخې ته کيناستو نو جوجي هم ورته نږدې ودريدو. وحيد ورته په سر لاس راښکلو نو لکۍ يې وخوځوله. په بله ورځ ده په هغه کور کې درې زره د مياشت نوکري شروع کړه.
وحيد به د سهار چايو نه وروستو جوجي ته چمن کې منډې ورکولې، د هغه څو غاښونه رژيدلي وو نو ځکه ډوډۍ به يې ورته د ايشيدلو هډوکو او چيچړو په ښوروا کې نرمه کړه. بيا کله کوټې يا غسل خانې به يې پاکولې او کله بي بي ته پياز او اوږه سپينول. ماښام به يې جوجي چکر له ويستلو او د جمعې به يې هغه لامبولو.
د چمن د نل سره به يې يو پايپ ولګوو، په جوجي به يې شامپو ووهل. بيا چې اوبه به يې ورباندې خوشې کړې نو د هغه به حالت به يې خړت خړت خندل ځکه د جوجي اوبو نه بد راتلل خو وحيد به د زنځير سره کلک تړلې و چې ونه تښتي. وحيد به ګيت هم خلاصوو او بي بي ورته په کلکه وئيلي وو چې جوجي ته به يا زنځير اچوي او يا به يې پخپلې کوټې کې بندوي چې بهر لاړنشي.
په هغه ورځ وحيد ايله د اوسپنې د دروازې يوه تمبه خلاصه کړې وه چې جوجي ورټوپ کړل. موټر اسلم چلوو او ناڅاپه يې بريک ولګوو خو تر هغې د جوجي پښه د موټر لاندې وه او خله يې وازه شوه. صيب او اسلم دواړه له موټر ووتل او وحيد ته په ښکنځلو سر شول چې هک پک ولاړ و.
صيب ورته په قهر وويل، ” بېړه دې غرقه شه، ولاړ څه ته يې؟ ورشه يو څادر راوړه چې هسپتال ته يې يوسو. د سپي پښه زخمي وه او د درد د لاسه په کړونجارو و. بي بې هم لوپټه په سر، ګيټ لوري ته راغله او د جوجي حالت يې وليدو نو سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. “وحيده! خداې دې ستا خانه خرابه کړي چې بې زبان درنه بهر ووتلو،” صيب په قهر ميرمنې ته وکتل، “هر څوک په تياره غواړي، ټول ډوډۍ غړپ دلته راټول شوي دي، يو سپی دی او څلور کسان يې نشي ساتلې، زه به د بهر هم کوم، او د کور هم.” تر هغې وحيد يو زوړ څادر راوړې او سپې يې پکې ورټېله کړې و خو اوچتولې يې نشو. اسلم ته يې وکتل چې ځان يې ناغرضه کړې و. د ګاونډي د ګيټ څوکيدار راغلو نو وحيد سره يې لاس وکړو. سپی يې د سړک نه اوچت او موټر په وروستي سيټ کې واچوو. وحيد په منډه د اوسپنې ګيټ بيا بند کړو او بيا د سپي سره کيناستو نو موټرروان شو.
د جوجي د مات لينګي درملنه ټوله مياشت کيده. کله کله به بي بې ورسره لاړه او د ډاکټر نه به يې د سپي د علاج پوښتنې کولې. هغه په ناست خوارکونه کول او نور هم غټ شوې و. يوه ورځ ډاکټر د هغه د پښې پټۍ ليرې کړه نو بي بي ته يې ووئيل، ” دا چکر له وباسئ چې قدم ووهي.” خو جوجي ډېر په ګرانه ګرځيدو ان تر دې چې يوه ورځ په دېوال پيشو راښکاره شوه نو يو دوه ځلې يې غپ غپ وکړل او بيا يې سترګې پټې کړې.
د دې لوی بنګلې تر شا دوه کوټې د نوکرانو وې چې په يو کې اسلم او په بل کې وحيد اوسيدل، مدو به د ورځې کارونو نه وروستو تلو. د بي بي په وينا وحيد دوېم ځلې د لسم د امتحان تياري کوله. د غرمې او ماځيګر ترمنځ وخت هيچا ته اجازه نه وه چې وحيد ته يې د کار وئيلې وې. ماځيګر به يې جوجي ته زنځير او د لوبو لپاره د ده د ربړ بال (ګيند) وښودلو نو هغه به راپاسيدو او په ارام به ورسره روان شو. د پښې د پرهر نه وروستو په هغه جمعه وحيد په يو بالټي کې تړمې اوبه يوړې او بي بي ورته يو لوې سپنج ورکړې و چې په هغې يې پاک کړو. د لسم امتحان شروع شو او بي بي هره ورځ د وحيد نه د پرچو پوښتنه کوله.
درې مياشتې نورې هم واوړيدې او د جوجي پښه روغه شوه خو لږ لږ ګوډ ګرځيدو. يو د څاڅکو دارو به يې مياشت کې يو ځلې ورکول. د وحيد د لسم نتيجه راووتله او دی د دوېم ځل لپاره پکې ناکامه شو. بي بي ښه سپک کړو نو وحيد سر ښکته کړو پخپلو کارونو اخته شو. بيا صيب ناروغه شو او ورپسې بي بي هم تبې ونيوله. شاترينې ورته څو ورځې ډوډۍ هم پخوله. د جوجي د دارو ورځ راغله نو بي بي اسلم ته ځواب ورواستاو چې وحيد سره مرسته وکړي. هغه سکوټ انکار وکړو. ” سپی پليت وي، او زه پينځه وخته لمونځ اودس کووم.” شاترينې چې دا خبر بي بي ته يوړو نو هغې غاښونه وچيچل، ” په موټر کې د ده د خولو د بوي د لاسه څوک کيناستې نشي او سپی ورته پليت ښکاري. جوجي او ده کې څه فرق دی؟ دواړه جمعه په جمعه لامبي.”
شا ترينې د خپل ځان نه هم څو خبرې وکړې او اسلم يې ولمڅوو. د غرمې وحيد د چمن په بنۍ ناست يو وړوکې بال جوجي ته ورغورځوو او هغه به ورته په خله کې نيولې راوړو. اسلم د هغه خوا ته لاړو، اخوا ديخوا يې وکتل، په ورو غږ يې ووئيل ” هلكه دا سپی پليت دی او ته يې هر وخټې ګرځوې، ستا خو جامې هم پليتې دي او لمونځ دې هم نه کېږي.” وحيد ورته هيڅ ځواب ورنکړو، د جوجي د خلې بال يې په لاس کې واخيستو او ليرې يې ورغوځار کړو. دا خبره هغه ته مدو او شاترنيې هم کړې وه خو بي بي ته يې چې ووئيل نو هغه په قهر شوه، ” ټول مخلوق خداې پېدا کړې دی او سپی هم د خداې مخلوق دی.”
اسلم بيا ووئيل، ” زمونږ د جومات ملا وايي چې په کوم کور کي سپی وي هلته فرشتې نه راځي.” وحيد څو شيبې ورته وکتل، بيا يې پوښتنه وکړه”عزرايل فرشته ده کنه؟” اسلم په زوره ووئيل، ” آو آو د مرګ فرشته ده.” وحيد ناره کړه، ” بيا خو به د سپي له ويرې، دې کور ته عزرايل هم نشي راتلې.” اسلم ورته يوه سپکه ښکنځله وکړه او وحيد خټ خټ وخاندل. دا خبره هغه د ګاونډي څوکيدار نه اوريدلې وه چې کله نا کله به يې خپل سپی چکر له ويستلو.
بي بي څو شيبې اسلم او مدو ته سپکې سپورې وئيلي، اخر د کټ نه پاسيده او ورو ورو فرج لوري ته لاړه، هلته نه يې د دارو بوتل راوويستو. بيا برندې کې په يوې کرسۍ کيناسته. جوجي. . .جوجي. . . خپل غږ ورته کمزورې احساسيدو. سپی د هغې کرسۍ مخامخ ورته کيناستو. وحيد هم راغلو او سپي سره په خبرو شو، ” ګوره جوجي خانه، اوس به دارو وخورې، مم مم مزيدار وي. . . ته خو، ښه بچی يې کنه. . .” دا ټولې خبرې هغه د بي بي له خلې اوريدلي وې. بي بي د بوتل نه لږ دارو يوې قاشوغې کې واړول او وحيد ته يې ورکړه. بيا يې پخپلو دواړو لاسونو د جوجي خله خلاصه کړه او وحيد ورته دارو په ژبه وڅڅول. بي بي يو بسکټ هم ورله خلې کې ورکړو چې جوجي پرې اخته شو.
وحيد د چمن نل ته کيناستو نو بي بي په زوره ورته ووئيل، ” لاسونه صابون سره ووينځه” هغه په يوې خښتې د سرو صابونو وړه ټوټه واخيسته او وې وئيل، “بي بي اسلم خپل ټاچ والا ټېليفون خرڅوي ، په درې زره. . . . ما ته يې وئيلي دي چې که اخلې نو پينځه سوه به نورې هم راته کمې کړي.” بي بي ناڅاپه ووئيل، “وانخلې ترينه. ” بيا څو شيبې سوچ نه وروستو يې ووئيل، ” زوړ څه کوې، نوی به درته واخلم.” د وحيد خله وازه شوه او کټ کټ په خندا شو. جوجي د ربړ بال په خلې کې ونيولو او د بي بي پښو کې يې کيښودو.
د خپريدو نيټه
۲۱ دسمبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.