زردشت څوک و؟

zardasht symbol
شا و خوا درې زره کاله کېږي چې د ترکمانستان د ” کره قم” دشتو نه لوې شمېر خلکو د وچکالۍ د لاسه کډه وکړه. کله چې دا کوچېان او ښارېان د اوسني افغانستان په شمال کې شنو غرونو ته ورسيدل نو د زمکو په کرونده اخته خلک يې مجبوره کړل چې دوي ته سر ټيټ کړي.
نوي کډ وال چې ځينې ورته اريا وايي، د غوښې خوړونکي و. دوي د کروندو د غوايانو په وژلو لاس پورې کړ چې د کروند گرو ژوند پرې کيدو او د دې دوو ټولنو د خلکو سره يې شخړه پېل شوه. خو دا ممکن څو سوه خلک و چې د زمکې او د خواړو په سر يې جنگونه کول.
د عيسا پېغمبر له زيږېدو شپږ سوه کاله پخوا د کوچيانو د ټبر يو ځوان زردشت هر څه د ښه او د بد تر منځ د يو بحران په حال وليدل. ده د خلکو په گڼه، بازار او نورو ځايونو کې د انساني ارزښت او د ژوند په مانا خبرې پېل کړې. څو کاله وروسته د ده تعليماتو نورو ځايونو ته هم کډه وکړه او د زردشتي دين منونکي ډېر شول.
په برسلز کې د زردشتيانو داروپاي مرکز مشر ښاغلي خزاعي راته وويل چې د دوي د څېړنو تر مخه، زردشت په بلخ کې ژوند کاو او زيات امکان د دې خبرې دی چې هم هلته زيږېدلې و.
پلار يې ” پوروساسپه” يا ” پروښاسپ نوميدو. درې زامن او درې لوڼې يې لرل. زردشت وليدل چې ښه او بد مودام د يو بل سره په جنگ دي.
هغه وخت يو کس “ويستاسپ” مشر يا باچا و. د ده دوه وروڼه نور وو چې يو يې فراشاوسترا د زردشت خسر و. دا ښايي چې زردشت پخپله د دې کورنۍ يو غړې يا ممکن د دوي د خپلوانو نه و چې د باچا ورېره يې مېرمنه وه. زردشت د دې خپلوۍ له کبله خپله لور د باچا بل ورور “جماسپه” ته واده کړې وه. په دې حساب د باچا يو ورور يې خسر او بل يې زوم و.
د زردشت دين ډېر ساده و. په ريښتيا او دروغ کې د يو غوره کول انسان پخپل لاس کې دي. زردشت غوښتل چې باچا ويستاسپ ريښتونې لاره غوره کړي چې د هغه وخت بحران پرې ليرې شي.
زردشت په دې ټينگار کوو چې هر انسان بايد ازاد وي چې ښه يا بد د ځان لپاره غوره کړي او د خپلو کړو مسئوليت پر غاړه واخلي. هر څوک د دروغو او د ريښتياو تر منځ د غوره والي موقع لري.
د خواړو د پېدا کولو دوه لارې وې، زمکه وکره او غله پېدا کړه. غوايې درسره مرسته کولې شي. دا غله تر کال خوړلې شې. بله لاره د غويي د وژلو او د دې د غوښې خوړولو ده.
د زردشت ښه سوچ، ښه وئينه او ښه کړنه هغه درې اصول دي چې د ده ټول تعليمات پرې ولاړ دي. دا درې واړه د نورو خلکو سره مرسته کوي چې هغوي هم د ټولنې د ښو غړو په شان ژوند وکړي. د ده ځينې خبرې وروستو په پارس کې وليکل شوې او د يو نوي دين د صحيفو په توگه په عبادت ځايونو کې نورو ته لوستل کيدې.
په ۵۸۳ ق م کې د امو سيند د بلې غاړې نه په بلخ حمله وشوه. په شاهنامه کې راغلي دي چې کله تورانيانو بلخ ونيولو نو هر ځاې يې ويجاړوو. دوي هغه عبادت ځاې هم وسېزلو چې زردشت پکې په عبادت بوخت و. خو دا خبره سمه نه ښکاري ځکه زردشت په رسمي عبادت ټينگار نه کوو.
د زردشت د ټولو تعليماتو بنسټ په ” اسه” ياني په ريښتاو ولاړ دی.
خو د زردشت په اړه عربي تاريخ يوه بله کيسه کوي. په ۹ او ۱۰ ميلادي پېړيو کې نامتوعرب مورخ “ال طبري” وايي چې زردشت بن اسفيمان (د سپيتامانا عربي شکل) د فلسطين اوسېدونکې او د ” ارميا” پېغمبر منونکې و. ده يو ځلې ده خپل بادار سره خيانت وکړو چې هغه ورته ښيراوې وکړې او دی هغه جذامي شو. په دې حال زردشت بلخ ته ولاړو او د هغه ځاې باچا ” بشتاسب” خپل دين ته راواړو. باچا بيا خپل ولس ته وويل چې ” مجوسي” دين دې ومني.
خو دا ټولې افسانې وروسته جوړې شوي دي ځکه زردشت د ملا او د عبادت ځاې نه دين وويستلو او هر انسان يې د خپلو کړو، وېنا او د فکر پړه وگڼلو.
د پارس سلطنت کله چې د ساسانيانو لاس ته ورغلو نو هغوي د زردشت دين سرپرستي وکړه. هغه وخت د دوي سيالي د يونان سره وه، چې د هر څه لپاره يې اسطورې او اتلان لرل. د پارس واکمنو هم هغه وخت د ځان لپاره ” اورتون” جوړکړو چې پکې به تل اور بليدو. راهبان او ملايان يې ورته راوستل او په دې توگه هغه ساده فلسفه چې زردشت يې تبليغ کوو، د مجوسي دين په توگه وروپېژندل شو.
کله چې عربانو په پارس حمله وکړه او دوي د زردشت منونکو سره خبرې وکړې او د هغه د تعليماتو نه يې ځان خبر کړو نو دوي سمدلاسه دې نتيجې ته ورسيدل چې زردشت يو ريښتونې پېغمبر و. له دې کبله هغوې د دې دين منونکو ته هم هغسې درناوی وکړو لکه چې د نورو کتابي ادعيانو ته يې کوو.

سرچينې
بېلا بېلې ويبپانې
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۲۹ جنوري ۲۰۱۴ م

1 Comment

Add a Comment
  1. په زړه پورې ویبلاګ ده تل یې لولم او ډېر څه مې ترې زده کړي دي .
    د استادې دې ژوند اوږد او قلم روان وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *