معياري پښتو- د احمد مجيب بياباني ليکنه

ژبه په ټوله نړۍ کې خوځنده وده مومي او نوښت او پرمختيا يې هرې ژبې کې روانه ده چې د علومو د نوښت سره د نويو پنځوونو سره نويو ويوونو (الفاظو) ته اړتيا رامنځته کېږي.
استاد حبیب الله رفیع دې اړخ ته په يوې لیکنې کې اشاره کړې چې ژبې کې لغات يا ويوونه د نوې ناوې پشان وي چې نوې ناوې يوې کورنۍ کې واده کېږي نو نوې کورنۍ کې نوې ناوې سره نوي خويونه او نوي کس ځانتياؤو سره اشنايي پشان ده.
ځینې کورنۍ نويو ناويانو ته نوي کورني اصول او ستاينومونه لري ځکه ضرورت ته په کتلو باید نوی لفظ يا ويی هم د نوې اړتيا په توگه ومنو، کله چې د پښويې (گرامر) خبره راځي نو دغه ستونزه فعالو ژورنالیستانو باندې اړه لري چې ولس ته معيار وروپېژني او د سمتپالنې له ذوقي عادت څخه يې راوگرځوي.
همدارنگه د ژبپوهنې ماهرينو پورې په مخانیکي اړخ کې اړه لري چې دوی يې يوې بڼې ته واړوي او ټول پرې خبر کړي. موږ تر هاغه چې ما د پښتو زده کوونکي او پوهېدونکي په توگه څارلې نو درېگوني معیار په پښتو ژبې کې وینم .
لومړی پخوانی معيار چې د افغانستان په رسمياتو کې چلېده، دوهم د افغانستان او د ختیځ اړخ معيار چې پښتونخوا کې کارېږي. درېیم جنوبي اړخ د کندهار او کوټې سیمو معيار چې هغوی هم گرامري هم لحجوي توپیر په لیکنو کې ځلوي چې دغه کار د پښتنو په ټولنیز ژوند کې هم توپیرونه رامنځته کړي.
په افغانستان يا باندنيو هېوادونو کې دغه اړخ باندې کوم سیمینار ندی جوړ شوی که احتمالآ جوړ شوی هم وي نو پرېکړه لیک يې يا ندی خپور شوی يا د څو کسانو تر منځ پاتې دی او د ملي انځوريزې رسنۍ د نه شتون له کبله خلک نه خبرېږي يا هم په يوې بڼې باندې ټينگار ندی شوی. دغه يو ډېراړین اړخ دی د پښتو د اسانې او گډلاسې ودې لپاره او په ځانگړي ډول د پښتنو ترمنځ انټیگرېشن يا جوړجاړي پېژندگلوي لپاره.
خو د متن مطلب اخیستل بيا تر ټولو اړین دي چې هغه هم کله کله د لحجوي لیکنو له کبله مختل کېدی شي، ځينې د لیکوال مطلب يو ډول اخلي ځينې بل ډول چې د يو شاعر شعر ترې جوړېږي، لوستی یې يو ډول مانا راباسي نالوستی يې بل ډول.
د معيار په هکله د (وو ، و ، ول ، وله ) څخه پوهاند مجاور احمد زيار څو مياشتې کېږي چې په کابل کې کومې غونډې ته په غونډله (جمله ) کې د (و) مفرد حالت سره سره د جمع په حالت کې (ول) سپارښتنه کړې ده. ما د ټیلیفون د لارې ورسره خبرې کړي دي. د بېلگې په توگه : احمد د کابل و… د کابل ۶۰ سلنه په ذات پښتانه ول… موږ دواړه ملگري وو.”

دا متن د د ويبپاڼې د تبصرو د برخې نه مو غوره کړو.

د خپرېدو نېټه
۲۸ جنوري ۲۰۱۴ م
pashto

2 Comments

Add a Comment
  1. ډیره ښه موضوع مو څیړلی باید معیاری پښو رامنځ ته شی چی ټول یی یو رنګ ولیکی

  2. سیف اللــــــــــــــــــــه

    څومره به ښه وي چې لـــــــــــر او بر ټول پښتانه په يوې ليکنۍ پښتو هوکړه وکــــــــــــړي او نور د لورپالنې له ناوړه خوی څخه راوګرځي خو دابه څه مهال وي او ددې چارې سرته رساوي په پار به څوک ترټولو مخکښ بلهاری وي داپښتون نالوستی ولس او که هغه پښتون لوستی ولس چې دهمدې توپيرونو د اور سکروټو ته لمن وهي؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.