Category: قلم

دا ويبپاڼه د معلوماتو لپاره ده. د تاريخ ځينې حقايق د بيلا بيلو کتابونو او سرچينو نه اخستل شوي دي. ممکن يوه تيروتنه پکې وي. که داسې وي راته په گوته کولې شئ. مننه

يو نيم سل کاله پخوانی د پښتو کتاب

د دې کتاب پوښ د عامې گتې چې ۳۲ سينټي ميټر اوږد او ۲۱ سينټي ميتر پلن دی په پښتو ژبه او په تور او سور رنګ، ښکلي نسخ خط په نيلا کاغذ کښل شوې دا کتاب په هره پاڼه حاشيې لري. په دې کې ټول ۷۳ مخه دي او محمد علي خان کاتب په […]

د ليکلو پړاو

د پينځم جومات (صنف) يوه گټه دا وه چې د لرگي د تختۍ ليکلو نه بې غمه شو او د سلېټ نه هم خلاص شو. زما په بسته کې څلور کاپيانې او څلور کتابونه وو. يوه غټه کاپي چې مونږ به ورته ” رف” وئيل او کاغذ يې ډېر خړ او زر شلېدونکې و. دا […]

د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

په تېرو دېرشو کالو کې د افغانستان نه په سوونو داسې اسناد غلا شوي او نورو ملکونو ته وړل شوي دي چې د دې هېواد تاريخ روښانه کيدېشي. تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد چې باختري ( ارين) گندهاري يا خروشتي او عربي ژبو کې دي، ولوستل شوي دي. اصل اسناد دهوسۍ پر څرمنې […]

فردوسي او د هغه شاهنامه

په ۱۰۲۰ م کال د خراسان د طوس يو بې وزله شاعر فردوسي مړ شو خو د کلي ملا وويل چې د هغه مړی به د کلي په هديره کې خاورو ته نه سپاري. تر اوسه هيڅوک خبر نه دي چې د فردوسي خپل نوم څه و. دی د ابوالقاسم په نوم پيژندل کيدو. خراسان […]

قلم – دوات – تختۍ

نه پوهېږم چې د څو کالو وم. د سرو خښتو پر فرش به مې ټوله ورځ د تورو سکارو په يوې ټوټې ليکې او دايرې جوړولې. پلار راته د ” الف” تورې راوښودلو نو هر ځاې به مې هم هغه ليکلو. په دېوالونو او دروازو مې هم دغه ا…ا…ا…ليکل. کله چې سکول کې داخله شوم […]

د انسانيت يوه نښه – کتابتون

ما په پينځم کې سبق وئيلو او يوه ورځ استادې لوې ډبې راوړو او په خپل ميز يې کيښودو. ورپسې يوه خاله او هغې پسې څوکيدار هم هغسې د گتې ډبي راوړل، په ميز يې ايښودل او بېرته تلل. يوې خاله هغه المارۍ چې په دېوال کې جوړه وه او لويو جينکو به پکې خپلې […]

د تقرير هنر

د پاکستان لومړۍ ښځې وزيراعظمې بې نظير بهټو د تقرير د هنر لپاره د لندن په يو نامتو پوهنځي کې څو مياشتې تېرې کړې. دلته د بريطانيې وزير اعظم مارگرېټ تهېچر هم او د نړۍ نورو مشهورو مشرانو د تقرير چل زده کړې و. هر څوک چې ژبه لري او خبرې کولې شي، د تقرير […]

د انصاف په کرسۍ

په ۲۰۰۳ م د اوړي په يوه ورځ زه په بيړه د لندن ښار زړې برخې ته ولاړم. “اولډ بيلي” د انگلستان ستره محکمه چې نوم مې ډېر اورېدلې و، په لومړي ځل مې دننه نه وليدو. زما له رسېدو وړاندې نهه بجې نورو خلکو هغه ويډيو ليدلې وه چې پکې د لگښتونو په اړه […]

ډايري ليکل

ما يو وخت پخپل کتابگوټي کې وليکل، ” بيگا د هندوستان جازونو د پيښور په ايرپورټ بمباري وکړه. مونږ شميرل. پورا اته بمونه و، اسمان به سور شو” کلونه وروسته مې هغه ډايري ولوستله نو د ۱۹۶۵ م د اوولسو ورځود جنگ حال مې داسې ليکلې و لکه چې څوک د يو فلم حال ليکي. […]

ويد څه وي؟

ويد په سانسکرت ژبې کې علم يا معلومات ته واي. دا د زاړه سانسکرت ژبې هغه په زرگونو بېتونه دي چې په هند کې د لرغونو زمانو راهيسې برهمنانو زمزمه کول او ځيني يې وروستو و ليکل شول. ددوي په عقيده دا د خدايانو سندرې وې چې سپيڅلو انسانانو واوريدې اونورو ته يې وروښودلې. ويدونه […]