سېفو


د لرغونې یونان شاعره سېفو د ښځې د مینې مخ کښ ګڼل کېږي. په ۳ او ۴ ف م کې یونان او مصر کې د “سېفو” شعرته به ځوانان لیواله و.
سېفو د “لیزبوس” جزیرې “مایټیلین” ښاریه کې د ۶۳۰ ق م شا و خوا یوې شته منې کورنۍ کې زیږېدلې او د ۷ کالو وه چې پلار يې مړشو. سېفو ټیت قد، سکڼ رنګ او تورویښته لرل. د دې ۳ وروڼه، “ایریګایس، لاریخس او خاروکسس” نومېدل. پخپل یو نظم کې د “لاریخس” ستاینه کوي چې د ښاروالۍ په جشن کې په خلکو شراب وېشل. دا دنده یواځې د اشرافو د ټبرهلکانو ته ورکړې کېده.
د سېفو په شعر کې د دې د نوم املا “سافو” لیکل شوې دی. د دې شاعري د بربط (لایر) په غږولو به زمزمه کیده. په یوناني ټولنه کې د سندرو، ډرامو او د منظومو کیسو ډېر دود و. ښایی سېفو یا خو د جینکو یوې ډلې ته شاعري لیکله چې زمزمه يې کړي. بل روایت دا دی چې هغې به د خپلو ملګروسره په لویو میلمستیاو یا جشن کې د خلکو په وړاندې سندرې ویلې. د یونان یوې بلې شاعرې “الکایس” هم دغسې شعرویلو لپاره مشهوره وه.
سېفو په شعرکې د “زه” او د “ما” توري کارول او خپل قهر، مایوسي، غم او مینه به يې په ډاګه بیان کړل. د ۶۰۴ نه تر ۵۹۱ ق م د سېفو ټبرپه لېزبوس کې د سیاسي طبقې په یوه لانجه کې راګېر شو او دا سسلي ته وشړل شوه. ممکن هغې تر ۵۷۰ ق م پورې ۱۰ زره شعرونه وویل چې ډېر يې هغې زمانې کې خلکو ته یاد وو. په لیزبوس کې د هغې په ژوند یا د مړینې نه لږ وروسته او کیدېشي چې په سندریزو مقابلو کې د نمبرو ورکولو لپاره د سېفو شعر لیکل شوې وي. په ۵ ق م پېړۍ په ایتنزکې د سېفوشاعري په څرمنې چاپېده او ورسره به توضیح او د تورو فهرست هم و. د سېفو د شاعرۍ بیلګې د نورو کلاسیک لیکوالانو په تبصرو او نقد کې پاتې وې. په ۲ یا ۳ میلادي پېړۍ کې د اسکندریه عالمانو د سیفو شاعري د تبصرې سره خپروله. دوی به د ایتنز چاپ شوي شاعري واخیسته او په بیلا بیلو برخو کې يې خپاره کړل چې تراوسه ۸ برخې يې په مصر کې موندل شوي دي.
خو ځینو ته د دې شهرت د منلو وړ نه و او دا کیسه يې جوړه کړه چې سېفو د ښځو سره جنسي اړیکو له کبله د لېزبوس نه يې وشړله. د ثبوت لپاره د سېفو هغه دوو بېته وړاندې کوي چې پکې هغې د خپلې لور لپاره “پېس” یاني ماشوم تورې کارولې دی. خلکو ویل چې دا تورې د هم جنس سړو له خوا د تنکي ځوان لپاره هم کارېدو. د ۳ ق م پېړۍ په وروستیوکې لیکل شوې د پپایرس (پخواني کاغذ) په یوه ټوټه لیکلي دي چې سېفو د یوې ښځې سره د مینې په تور تورنه شوه. د “لیزبیان” ټکې هم هغه وخت راهیسې د هم جنسو ښځو لپاره کارېږي.
د مسیحي ملایانو په نظر د سېفو شاعري د بداخلاقۍ وسیله وه. د پوپ په امر روم او بازنطین کې هر هغه څه چې د سېفو شعر پرې لیکلې و، وې سیزل. خو دا لومړی ځل نه و. د ۵ ق م پېرۍ نه تر ۴ ق م د “اېتنز” په ناټک (کامیډي) کې سېفو د یوې فاحشې په توګه ښودل کېده چې په اخر کې د یو”ماڼو” په مینه کې د لوړغرنه سمندر ته ځان اچوي. د دې نه سل کاله وروسته په یوناني ناټک کې سېفو د هم جنس (لېزبین) په توګه ورپېژندل کېږي.
د ۱۰ میلادي پېړۍ ادبیان وایی چې په سېفو دا تورغلط و. په ۱۴ م پېړۍ کې یورپ د جهالت دورې نه په راوتلو د دې شعر په څو ژبو واړول شو. په ۱۷۱۱ م کې “د ایفرو ډایټي قصیده” د سېفو نوم بیا راتاند کړو. په ۱۸۷۹ م کې د مصر الفیوم کې د پپایرس (پخواني کاغذ) په یوه ټوټه د سېفو شعرولوستل شو. له دې وروسته په مصر کې د هغې شعر لټون پېل شو. په ۲۰۰۴ م کې یو نظم او دوه شعرونه يې په خاورین کودړې وموندل چې د ۳ ق م پېړۍ نه راپاتې وه. د ۷ او ۸ میلادي پېړیو د پپایرس نه کاپي شوي د سېفو شعر د څرمنې په یوه ټوټه ولوستل شو. د هغې د شعر د ورکیدو یو سبب د یوناني ژبې بدلون و. د وخت په تیرېدو د دې په یوناني لهجه شعر لوستل ګران شول.
په ۲۰۰۹ م کې یو پخواني کاغذ د سېفو ۹ شعرونه پیدا شو چې ۵ معلوم او ۴ پخوا نه و معلوم. دا د “وروڼوشعر” نومېږي. د هغې په زرګونو شعرونو کې تر اوسه۶۵۰ بېته پاتې دي. په ۲۰۱۴ م کې د مصر د اسکندریه نه موندل شوي پپایرس د سیفو ۱۰ نظمونه لیکلی وو. په دې کې ۲ د مینې شعرونه دی – نور د کورنۍ او ټولنې په باره کې دي. هغه چې د سېفو شاعري يې وسیزله، څوک يې نه پېژني. خو د سېقو شعر په کلاسیک ادب کې هره ورځ مطالعه کېږي. د تخیل مخه څوک نشي نیولې.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو.
د خپریدو نېټه- ۷ اپریل ۲۰۱۸ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.