زند اویستا

Avesta
اویستا د ذردشتي دین سپېڅلې صحیفې او ذند د هغې تشریح او تفسیر دی.
د زردشت د تعلیماتو ذکر د یونان هېروډوټس نه وړاندې د لیډیا( ترکي) “ژانشس” نومې لیکوال په ۵ ق م پېړۍ کې کړې و. هغه وخت د پارس واکمن بې دینه وو خو د یونان په سیالۍ کې د ذردشت صحیفې يې خپلې کړې. دغه اویستا (ستایل شوې) کتاب ته مجوسیانو ډېر درناوی کوو. یو وخت د ژبې په بدلیدو د صحیفو لوستونکي لږ شول نو دا خطر پېدا شو چې ممکن دا دین ورک شي. هم هغه وه چې د اویستا صحیفې په ذړې فارسي (پهلوي) کې يې وژباړلې. په لومړي میلادي پېړۍ کې د عیسوي دین د خپرېدو سره هم په پارس کې د اویستا مطالعه زیاته وه خو لږ خلک پرې پوهیدل. د وخت په اوږدو کې ذند په څو ژبو او نومونو وپیژندل شو. په دې کې ” یاسنا” او “یشت” مشهور دي. خو د پهلوي ژبې قلمي نسخې تر اوسه باوري ګڼلې شي. د اویستا ژبه او د ذند ژبه پخپلو کې توپیر لري. دا داسې ده لکه چې څوک د قران تشریح په فارسي یا په پښتو کې ولیکي.
په پینځمې میلادي پیړۍ کی یوناني فلسفي “پروکلس” د زردشت ۷۰ چاربیتې راټولې او یوناني ژبې کې ولیکلې. بارنبي بریسن او جبریل دوشینون پخپله ذند مطالعه کړه نو ورته جوته شوه چې دا د یوې بلې ژبې نه ترجمه شوې وه.
په ۱۷۰۰ م کی د اکسفورډ پوهنتون یواستاد “ټامس هایډ” د عربي لیکنو د لارې د اویستا د پخوانۍ ژبې لټون وکړو خو ذردشتیانو ته هېڅ نه و معلوم. بیا هم ټامس د پارس د اصل خلکو په اړه یوجامع کتاب چاپ کړو. په ۱۷۵۴ م کی د فرانس یو شل کلن محصل “اینکویټل ډوپیرون” د څلوروپاڼو یو پخوانی متن ولیدو چی د پارسیانو د “وندیداد” کاپي وه. وندیداد د اریایی سیمو جغرافیه وه چې پکې د ښارونو او سیندونو نومونه لیکلي دي. اینکویټل دومره په تلوسه شو چی په ۱۷۵۵ م کې د نورو پلټنو لپاره هند ته روان شو. د فرانسې او انګلستان ترمنځ د جنګ له کبله دی ۳ کاله سرګردان شو. کله چې سورت (ګجرات) ته ورسیدو نوهلته پارسیانو ورته د شک په سترګه کتل. اینکویټل هلته څه نا څه مواد ترلاسه کړل او په ۱۷۶۴ م بیرته لاړو. لس کاله دی د اویستا په مطالعه او ژباړې بوخت و او اخرپه ۱۷۷۱ م کی د زند اویستا لومړۍ فرانسوي ژباړه چاپ شوه. ځینو عالمانو په اینکویټل تور ولګوو چې کتاب يې له ځانه لیکلې و. د اکسفورډ پوهنتون استاد ویلیم جونز، ورباندې سختې نیوکې وکړې چې د ذردشت ژبه دغسې نشي کیدی. بله دا چې په کتاب کې د خدایانو او د اهریمن وضاحت په دومره بد الفاظ کی شوی و چې د زردشت په شان د یو درویش سره نه ښايي. داسې دین چې د خپل سادګي، پوهې او شفافیت لپاره شهرت لري، دغسې لیکنو وړ نه و. درېمه دا چې د فارس خلک د اتلسمې پېړۍ د اروپایانو په شان متمدن نه وو او په کتاب کې د ژوند ژواک مفکورې نوې وې.
د انګلستان یو بل ژبپوهه، رچرډسن پکې عربي توري وموندل چې د نه منلو خبره وه ځکه د ۱۷ پېړۍ نه وړاندې په پهلوي ژبې کی عربي نه وه. بله دا چی د فارسی په پرتله د ذند اویستا ژبه شاړه او د ګرامر او الفاظ تر منځ يې ډېر توپیر و.
د جرمني یو عالم “میینرز” اعتراض وکړو چی په اویستا کی د سړو، ونو، ځناورو او د شیطان نومونه لرغونې فارس کی چا نه پیژندل او پخوانو لیکوالانو يې زکرنه دی کړې. خو هغه د ذردشت ځینې مفکورې د برهمني دین او اسلام سره ورته وګڼلې. ذنداویستا د بې شمیرو شیطانانو جنسي ترغیب او له دې د وتلو لارې ښايي چې د هند برهمني کیسو ته ورته دي. د پارسیانو سپیڅلې غر “البورګ” تصوراتي غر نه و بلکه په دې نوم دوه غرونه یو په فارس او بل په ارمینیا کې وو. هغه دا د هندوانو “میرو” سره پرتله کوي چې یو تصوراتي غر و. میینرذ دعوا وکړه چې د فارسي بلاګانو نومونه د هندي نه اخیستل شوي دي. لکه دیوس یا دیو. خو په حقیقت کې د فارس “دیو” منفي وي او په هند کی دیوتا د “رب” مانا ورکوي. دا ښايي چی دواړه ادعیان د یو بل نه توپیر لري.
بیا د اینکویټل کتاب په “ریګه” پوهنتون کی یو استاد “کلیوکر” په الماني وژباړلو. د دې ژبه د هغه وخت د نړۍ نورو ادبیاتو سره يې پرتله او ثابته کړه چې په ذند کی عربي توري نشته. بلکه د ارمیني لهجې عبراني الفاظ پکې شته ځکه په ساساني دوره کی ارمینيا د پارس په لاس کی وه. هغه څرګنده کړه چې عربي یواځې په هغو ترجمو کی راغلې ده چې پخپله د فارس خلک يې هم ماډرن ګڼي.
د دې کتاب ملاتړ د سکو یو ماهر “ټایخسن” هم وکړو. هغه ووېل چی دا د لرغونۍ انسان خبرې او د نړۍ د هغه زمانې حال وايي چی دا په خاپوړو وه. د وروستيو زمانو حال یا خو په ژباړه کی ورزیات شوې او یا د دې نوي برخې دي. هغه د کتاب لیکنې د لومري میلادي پېرۍ یوناني فلسفي “پلوټارک” د لیکنو په شان ګڼي.
په ۱۷۸۳ م کی یو بل ژبپوه “سیلوسټر ډيساسي” د ساساني دورې ټولې پهلوي ژباړې فرانسوي ته واړولې او د پهلوي ژبې کیلي (کلید) ترلاسه شو. د پارس میخي لیکدود په لوستلو کی يې دغه کیلي وکاروله نو څرګنده شوه چې ذند د لومړي ساساني باچا “اردشیر” په وخت کی بیرته راتاند او وژباړل شو.
ویلیم جونز چې د رایل ایشیاټیک سوسایټي مشر او ۲۰ کاله پخوا د اینکویټل کتاب يې رد کړې و، بیا هم نه منل. هغه وویل چې د کتاب په پای کی مې د تورو فهرست بیا ولیدو. “هلته ۱۰ کی ۵ یا ۶ توري د سوچا سانسکرت دي، ان تردې چی د مفرد او د جمع سیسټم هم دواړو ژبو کې یو شان دی.” ویلیم جونز په ناخبرۍ کی د ” اینکویټل ” ستاینه او دغه ژباړه اصل ګرځولې وه ځکه چی اینکویټل په سانسکرت نه پوهېدو. په دې دا خبره هم جوته شوه چې د ذند ژبه سانسکرت ته نږدې وه.
په ۱۷۹۸ م کی د فرانسې یو پادري “بارتهلیمی” د ذند او سانسکرت توري پخپلو کی مقایسه کړل. هغه داسې توري هم را واخیستل چې په منطقي توګه د یو بل سره سمون نه خوري، لکه د خپلوانو نومونه، د بدن غړي او نور. یو بل لسټ کی يې د هندي او فارسي ۱۸ داسې الفاظ واخیستل چې یو بل ته ورته او په ذند کی موجود وو. د هغه نتیجه دا وه چی سانسکرت یو وخت د پارس او میډیا په لیرې پرتو سیمو کی ویل کیده، د ذند ژبه د هغې نه راووتله او ذند اویستا اصل کتاب و. خو هغه بیا هم د یوې پوښتنې ځواب پېدا نکړو چی په ذند کی سوچا سانسکرت ټکي ولې نه موندل کېږي. دا ژبه نه سانسکرت ده او نه فارسي.
اخر د ۲۵ کالو د څېړنو نه وروسته ژبپوهان دې نتیجې ته ورسېدل چې د ذند ژبه او سانسکرت د یوې بلې لوی او قدیم ژبې نه راوتلي دي.
په انګلستان کی بیا هم ورباندې څېړنې کیدې او په ۱۸۰۸ م کی “جان لیډن” د ذند ژبه د پالي ژبې په شان د پراکریت یوه لهجه وګڼله. پالي د مګهدي ژبو یوه څانګه وه. ذند “شوراسېني” ژبې ته ورته وه چی د ناټک (ډرامې) ژبه وه. “ارسکین” هم په دی باور و چی ذند د سانسکرت یوه لهجه وه او د هند نه د مزدکي دین منونکو له ځانه سره فارس ته یوړه خو هلته چرې هم رواج نشوه. د ذند الفاظ فارسي ته نزدې دي خو ګرامر يې سانسکرت په شان دی. د دې نه علاوه څه شباهت د یوناني او لاطیني سره هم لري.
په ۱۸۲۵ م کی “یوجین برنهاف” د اریايی ژبو جغرافیایي سرحد د معلومولو لپاره څېړنې پېل کړې. هغه غوښتل چې وګوري، د هند نه بهرهندي ژبې کوم ځای ویل کیدې؟
د دې لپاره هغه د اینکویټل د ترجمې په مرسته د ذند د لوستلو هڅه وکړه نو په دې حیرانه شو چې دا د اویستا کلید نه و. اینکویټل په دوه ځایه غلط شوی و. یا د هغه پارسي استادان پخپله په ژبې نه پوهیدل او یا ورته د ذند معلومات پورا نه وورکړې. په دې توګه د پېل نه دا ترجمه ناسمه روانه وه. بله دا چی تر هغې د پانیني د سانسکرت اصول هم نه وو رایرسیره شوې چې اینکویټل لوستلې وای.
برنهاف د اینکویټل کتاب یوې خوا ته کړو او د ذند د “یاسنا” تر ټولو پخوانۍ سانسکرت ژباړه چی په ۱۵ میلادي پېړۍ کی یو پارسي نیروسینګهه د پهلوي ژباړې نقل و، مطالعه کړه. هغه لومړی د اویستا ګرامر او د تورو د جوړولو په سیسټم ځان پوهه کړو. بیا د اویستا او د ویدا د اسطورو نومونه او داستانونه يې پخپلو کې پرتله کړل. د ویدونو “یما” او د اویستا یما، او داسې نور.
په دغه وخت کې د برطانيې یو پوځي، هنري رالنسن د تخت جمشید او د بیهستون ډبر لیکونه وموندل او په مېخي لیکدود یوه ژبه چې اویستا ته نږدې وه رابرسیره شوه. د دې موندنې سره د اویستا او د ذند تر ټولو پخواني متنونه ولوستل شول.
اوس وروستۍ څېړنې ښايي چې د پارس “اویستا” او د هند “وېدونه” پخپلو کې ډېر نږدې تړاو لري. دا دواړه د یو ټبر خلکو له خوا ويئل شوي دي چې نیم يې لوېديځ خوا ته لاړل او نور هند کې مېشت شول.
د ژبو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي او ښايي یو وخت د ټولو وروستې سر یاني هغه ” مور” ژبه هم وموندل شي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- د اګست لومړۍ ۲۰۱۷ م

________________________________________

Leave a Reply

Your email address will not be published.