Category: د هندوستان پښتانه

د روهيله پښتنو کتابتون

د هند په ۲۰ کتابتونو کې د پښتو ۱۴۴ قلمي نسخې شته چې ۵۵ يواځې په رام پور رضا لايبرېري کې دي. دا لوی کتابتون د روهيله پښتنو په کتابونو په ۱۷۴۹ م سمبال شو. د رام پور رضا کتابتون دوه پېړۍ وړاندې د هغه ځاې د لومړي نواب فيض الله خان د کتابونو زيرمې […]

غلجي که خلجي

غلجی د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی چې د افغانستان او پاکستان د غرونو پورې راپورې مېشت دي. د دې نور قامونه،هوتک، توخي، سليمانخيل، علي خيل، اندړ، ترکي، مشهورې دي خو بې شمېره نورې څانګې هم لري. غلجي خپل مشر شاه حسېن گڼي چې د بي بي متو سره يې واده کړی و. […]

د پيښور يادونه

د ۱۹۸۹ م يوه غرمه د بي بي سي په کېنټين کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت يوه ښکلې ميرمنې راته پر ميز، کيناستو خپل ځان راوپيژندلو. رجني کول د ۱۹۳۰ م د پېښور خبرې په زړه وې او د ښار د کوڅو او د ژوند خبرې يې راته په خوند خوند کولې. ما ورسره […]

په هند کې د لوديانوعروج

د پښتنو لپاره هندوستان د پنجاب د سيندونو نه وراخوا خاوره وه چې د تجارت لپاره به ورتلل. پنجاب یې هم په همدې نوم يادو او يا به يې ورته “ښکته”ويل. د ۱۰ ميلادي پېړۍ په نيمايي کې ملتان د لوديانو په لاس کې و او واکمن يې سلطان حميد، ورپسې د ده زوی سلطان […]

د قصور پښتانه

په پنجابي او اردو کې که څوک پوښتنه کوي چې ” قصور کس کا هې؟ نو بل کس ځواب ورکوي چې ” قصور پټان کا هې. ” په دې ژبو کې قصور غبرګه مانا لري چې يوه د ملامتيا او بله د پنجاب ښاروي. په دې کې شک نشته چې د مغلو په دوره کې […]

روپ متي او باز بهادر

په څوارلسمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان د غور د واکمنو يو مهم مرکز د هند ” مالوه” سيمه وه. دلاور خان په مالوه کې د غوريانو له خوا حاکم ټاکل شوې و او په ۱۳۹۲ م کې يې د ډېلي نه خپلواکي واخيسته. خو تر لسو کالو هغه شاهي نشان او تاج او تخت […]

حکيم خان سور

د هندوستان په لوېديځ کې د راجستان د اجمير په ښار کې د خواجه معين الدين چشتي زيارت نوم ډېرو خلکو اوريدلي وي او ځيني يې ممکن ليدو ته ليوالتيا ښاي. خو د دې پراخې سيمې په ” اودې پور” کې د يو افغان حکيم خان سورشهيد د زيارت نه لږ خلک خبر دي. د […]

ملتان

د ملتان په خاوره د پښتنو دوه نامتو باچاهان بهلول لودي او احمد شاه ابدالي زېږېدلي و. د دې ښار لومړې نوم چې د تاريخ په پاڼو کې ليکل شوې دې ” کاسياپا پوره ” و. د اريايانو په کيسو کې کاسياپا د لمر د دولسو اسطورو پلار و چې د دې ښار بنسټ يې […]

د شيرشاه کلي ته

د هند د بهارولايت د مرکز پټنې د پوليسو مشر راته وېلي و چې سهسرام ته د ورتلونه يوه ورځ وړاندې بايد دده نه اجازه واخلم زما دوه ورځې يو خوا بل خوا په مرکو تيری شوې. په درېمه ورځ يووېگن د سپېده چاودېنه وړاندې د هوټل مخې ته ولاړ و. خوما سره وخت نه […]

ته په دکن خوشاله گرځه

ته په دکن خوشاله گرځه…د زيړو گلو باغ دی چا ته وسپارنه د گنگا د وادۍ په دکشڼ يا جنوب کى هغه لوی مثلث چې په سمندر کی غزېدلی ښکاري د دکن سيمه وه. دا د يو لوې مېزپه شان دغرونو د دريو سلسلو په مينځ کى دوه سرحدونه لري چې لوېديځ او ختيځ ساحلونه […]