عرفان


” مونږ د ډېرو ارمانونو او پلانونو سره په ګړندي ټرین کې روان یو، چې ناڅاپه ” ټکټ کلکټر” درته اوږه وټپوي چې ستا سټیشن راورسیدو، ښکته شه.” دا خبره د هند نامتو ستوري عرفان خان په ۲۰۱۹م کې د لندن له یو روغتون خپل ملګري ته ولیکله.
د ټونک روهیله پښتون، صاحبزاده عرفان علي خان په ۷ جنوري ۱۹۶۷م کې په جېپور کې وزیږېدو. د ده پلار یاسین خان د یوسفزو نواب امیر خان له کورنۍ او مورسعیده بیګم د یو زمکه وال لور وه. د عرفان دوه وروڼه عمران او سلمان او یوه خور رخسانه بیګم اوس هم په جېپور کې ژوند کوي. یاسین خان د ښکار شوقین و او عرفان به يې هم له ځانه سره بوتلو. دی وای چې د یو ویشتل شوي ځناور په اړه به مې سوچ کاو. د ده زامن څه کوي؟ یا د مور به يې څه حال وي؟ یو ځل د پلار په هڅونه ما په ټوپک یو ځناور وویشتو نو څو ورځې خفه وم. پلار مې ویل چې د پښتون په کور کې برهمن څنګه پیدا شو؟
عرفان وایی په ځلمیتوب کې خلکو ویل چې زما څېره د فلمي ستوري
“متھن چکرورتی” په شان ده چې د هغه نرم ویښته به په تندي پراته وو. زما ویښته کلک او ګورګوتي وو نو یو نایی ته مې وویل چې د متهن په شان سر راجوړ کړه. هغه زما ویښته سم کړل خو په تندي به شخ ولاړ وو. بیا د ۱۴ کلن عرفان د خپل محلت یوه مشره جینۍ خوښه شوه. ” ټولو به ورته “دیدي” ویل خو ما یوه ورځ د هغې خپل نوم واخیستو نو راته موسکۍ شوه. یوه ورځ هغې چاکلیټ او یو لیک راکړو چې بل چا ته يې یوسم. زما زړه مات شو خو بیا هم په تمه وم چې کیدایشي یوه ورځ په ما مئینه شي. داسې ونشول.”
عرفان د سکول سبق خلاص کړو نو د ډېلي ” نیشنل سکول اوف ډرامه” کې سبق ویل غوښته. په خاندان کې سینما کار ډمتوب ګڼلې شو او عرفان ډېر وویل چې زه د نڅا او سندرو لپاره نه ځم خو مور ورسره نه منل. اخر يې په دې قانع کړه چې زه به ” این-ډي ایس” د زدکړو نه وروسته بیرته راځم او جېپور پوهنتون کې به استاد شم. عرفان د پوهنځي نه په ۱۹۸۹م کې د ” ډرامې” سند واخیستو خو د سبق په وخت بمبۍ ته ورغلو او په لومړي ځل د ټیلویژن په ډرامو کې يې اداکاري شروع کړه. په ۱۹۸۸م کې یو فلم “سلام بامبی” کې د کار لپاره ۱۸ کلن عرفان هم ځان په یو ورکشاپ کې داخل کړو. د دې ډایرکټره “میرا نایر” وه او دی يې د فلم نه وویستو. عرفان وایی چې “په هغه شپه ما ډېر وژړل.” بیا په هم هغه فلم کې د څو ثانیو یو معمولي رول يې ورته ورکړو چې دی د سړک پرغاړه خلکو ته لیکونه لیکي. عرفان وایی چې کله کله د زدکړې لپاره یو معمولي رول ښه وي. په هغو ورځو کې ځینو خلکو به راته داسې خبره یا اشاره وکړه چې که د فلاني سره سملې نو فلم یا ډرامه کې به دې واخلي. په دوی کې سړي او ښځې دواړه وې. د جینکو سره داسې معاملې ډېرکېږي او زما په اند دا خلک جنسي ناروغان وي.
عرفان په زیاتو فلمونو کې د بد سړي یا د معاونت ( سپورټ) کردارونه لوبول. د ده یو ارمان په فلم کې د نامتو ایکټر امریش پوري شا ته ودریدل وو او وایی چې هغه وخت به مې سوچ کاو چې زه فلمي ستوری نشم جوړیدای ځکه زما مخ د اتل نه دی. خلکو به راته ویل چې انګریزي لهجه دې سمه کړه خو زه په دې باور یم چې د انګریزي لهجې نه زیات د انسان دننه فنکار مهم دی. په ۲۳ دسمبر ۱۹۹۵م عرفان د سبق ملګرې او لیکوالې “سوتاپا سیکدار” سره واده وکړو او دوه زامن، بابل او ایان يې وزیږیدل. دی وایی، یو ځل مې په بس کې په لوړ غږ دایلاګ ویل نو ناستو سورلو راته وویل چې ورشه کور کې دا کار وکړه.
په ۲۰۰۱م کې آصف کپاډیا د خپل تاریخي فلم ” واریر” (جنګیالي) لپاره عرفان ته یو مهم رول ورکړو. فلم په ۳ میاشتو کې جوړ او نړۍ وال فیسټیول کې نندارې ته وړاندې شو نو د عرفان خان نوم پکې وځلیدو. په ۲۰۰۳م کې دی یو بل فلم “روډ ټو لداخ” نه هم مشهور شو. بیا د شیکسپیر میکبت ډرامې په کیسه جوړ، د هندي “مقبول” فلم کې عرفان مرکزي رول د ده د شهرت سبب شو. د دې نه علاوه په اشتهارونو ( اعلانونو) کې هم ښکاره شو.
په ۲۰۰۸م کې د انګریزي ” سلم ډاګ میلینېر” د ” آسکر ایوارډ” وګټلو چې عرفان پکې د پولیس انسپکټر رول ولوباو. د ده جاسوسي ( ایکشن) فلمونه خوښ وو او ” نیویارک” فلم کې د ایف بي آی ایجنټ و. خو د هندي ’’پان سنگھ تومار‘‘راجپوت مرکزي کیرکټر د ده لوی ارمان پوره کړو. بیا ۱۸ کاله وروسته، میرا نایر چې عرفان يې د سلام بامبی نه ویستی و، ده ته په ” نېم سېک” کې د اتل رول ورکړو. د دې ټولې کامیابۍ سره هم عرفان د ټیلویژن نه پری نه و شلولی. د پروګرامونو کوربه او د مستندو فلمونو لپاره يې غږ یا کمنټري کوله. “لایف اوف پای” د ده د ژوند یو مشکل فلم و چې د ده برخه پکې دوه ځلې فلمبند شوه.
په ۲۰۱۲م کې عرفان د خپل نوم سره د خان لقب لیرې کړو او انګریزي املا يې واړوله. دی وایی چې زما شناخت باید زما کار وي، نه چې زما پښتون نسل. دا تکړه فنکار اوس په ټولې نړۍ کې پیژندل کېږي. په مارچ ۲۰۱۸م کې ده په ټویټر ولیکل چې د ده سرطان دی. بیا یو کال په لندن کې د ده علاج کیدو. له روغتون به يې خپلو ملګرو ته لیکونه استول. په یو لیک کې وایی، په یو نامعلوم سمندر کې د کاک په شان لاهو او پخپل ځان څه اختیار نه لرم. د سخت درد له کبله وایی چې هیڅوک راته څه نشي کولی. ” بس ټول کاینات په دغه درد کې راټول او داسې احساس لرم چې دا درد له خدای هم لوی دی.” د روغتون له کړکۍ بهرهغه د کرکټ ” لارډز” میدان کې د خپل یو اتل پوسټر لیدو او وایی ، ” داسې ښکاري چۍ هغه زما دنیا نه وه ځکه دلته هر څه پکې بې باوره دی. خو ورسره په لومري ځل مې د یو عجیبه ازادۍ احساس وکړو. د ځان سپارلو احساس”.
په فروري ۲۰۲۰ م کې دی بیرته هند ته لاړو او ۲ میاشتې د “ممبئی کوکیلا بین” روغتون کې پروت و. په ۲۶ اپریل په جېپور کې د ده مور وفات شوه خو د کورونا د بندیزونو له کبله عرفان د هغې په جنازه کې ګډون ونکړې شو. بیا درې ورځې وروسته، په ۲۹ اپریل، دا حساس ستوری هم مور پسې لاړو. د ده وروستی فلم ” انګریزي میډیم” د راجستان د یو وړوکي کلي د ځوان کیسه ده چې د عرفان په شان ارمانوه لري.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *