په اپریل ۱۵۲۶م د پانی پت لومړي جنګ کې ابراهیم لودي د خپلو پتمنو ملو سره ووژل شو. د ده نور پوځ له میدانه تښتیدلې او یا مغلو ته تسلیم شوی و.
د لودیانو د ټبر مشره”ملکه جهان” د آګرې په سکندره کلا کې وه. د دې خپل نوم په اړه معلومات نشته خو دا د یو نامتو سردار ملک فرملي ” کالا پهاړ” لور وه. د لودیانو د سلطنت باني بهلول لودي د ملک فرملي ماما و. د سلطان ابراهیم لودي مور د ۱۵ پېړۍ په نیمایی کې وزیږېده.
داسې اټکل دی چې ملکه جهان د پاني پت د جنګ په وخت د ۹۰ کالو وه. د جنګ نه وروسته بابر پخپله ډېلي ته لاړو چې هلته د شاهي خزانې جاج واخلي او خپل ځلمی زوی همایون يې اګری ته ورواستاو. مغل پوځ لودي ټبر کلابند کړو نو ملکه جهان د همایون استاځو سره مذاکرات پېل کړل. هغې د کلا خوشې کولو لپاره څو شرطونه وټاکل. یوه دا چې د اګرې نه یو میل لیری ماڼۍ به د دوی میشتځای وي چې مغل به پرې غرض نه کوي. دویم دا چې مغل به د دوی د لګښتونو لپاره د کال ۷ لکه روپۍ معاش ورته ورکوي. بابر لیکي چې هغه د ملکه جهان او د دې ټبر درناوی وکړو او د کال وظیفه يې ورته وټاکله.
ځینی تاریخونه وایی چې ملکه جهان همایون ته اشرفۍ، د سرو زرو لوښي او جواهرات، هاتیان، اسونه او بار شوي اوښان، خیمی، غلامان او مینځی د سلطان ابراهیم یو پتمن غلام محمود خان تر څارنې ورواستول چې ورسره یو فهرست هم و. کله چې همایون د هغې غوښتنې ومنلې نو ملکه جهان د مننې په توګه ورته یو الماس چې وزن يې ۸ مثقاله و، ورواستاو. همایون دا خپل پلار ته هدیه کړو او بابر بیرته خپل زوی ته ورکړو. دا د مغلو په خزانه کې د “بابر الماس” په نوم پېژندل کیدو چې وروسته د “کوه نور” په نوم نړۍ کۍ مشهور شو. ملکه جهان د مغلو تر فشار لاندې، بابر ته د نورو خزانو حال هم ورکړو. د ملکه جهان سره د نورو ښځو او ماشومانو نه علاوه یوه انږور چې د ګوالیار د راجه لور او د ابراهیم لودي ماشوم زوی هم پاتې وو. د سلطان ابراهیم یوه لور له جنګ وروسته د بنګال باچا سره واده شوه چې ممکن د ملکه جهان پکې لاس و.
د پاني پت نه وروسته بابر په هند کې راجپوت او نورو مخالفانو سره په جنګ او سیاسي معاملو بوخت شو. تر څو ژمې راتلو نو د هند نیم نه زیاته خاوره د ده په لاس کې وه. په دسمبر کې بابرآګری ته لاړو او شهزاده همایون يې هم د جونپور نه ځان ته وبللو. تر هغې بابر د هند د خواړو سره څه نا څه اشنا و او د ځایی اشپز د لاس پخلی يې هم خوړو. د هغه زمانې په دود، ” چاشني ګیر” به پخ شوي خواړه پخپله وڅکل او چې تسلي به يې وشوه نو دا خواړه به باوري کسانو په لاس د باچا دسترخوان ته ور واستاو. په دسمبر ۱۵۲۶م کې ده ته د زهر ورکولو پيښه بابرپه تفصیل ولیکله.
د ابراهیم مور په اټاوه کې احمد په نوم یو کس راوبللو چې د بابر چاشني ګیر پاتې شوی و. بیا په پټه یوې وینځې په لاس هغه ته یوه توله زهر په کاغذ کې واستول چې د بابر هندوستاني باورچي ته ورکړي. باورچي ته وویل شو چې که هغه زهر په خواړو کې ورګډ کړي نو ملکه جهان به ورله ۴ پرګنې(زمکه) انعام ورکوي. هغې وینځې پسې یوه بله جاسوسه هم ورواستول شوه چې وګوري هغې د زهرو پوڼۍ احمد ته ورکړه که نا. د مغلو چاشني ګیر بیداره و او په هندوستاني اشپز به يې نظر ساتلو نو هغه موقع پیدا نکړه. پخلی وڅکل شو او کله چې پخ شوې غوښه يې په قابونو کې ویستله نو باورچي د څو چپاتیو د پاسه لږ زهر وشیندل. بیا په دغو مهینو ډوډیو يې په غوړو کې سره کړې غوښه واچوله خو له ویرې نور زهر په انغري کې وغورځوو.
د جمعې له لمانځه وروسته بابر په دسترخوان کیناستو. دی د سوی (خرګوش) د غوښې شوقین و نو هغه يې له وریت شویو ګازرو سره وخوړه. بیا لوګی وهلې وچې غوښې نه يې څو نمړۍ واخیستې نو زړه يې بد شو او آب خانې (چاړچوبۍ) ته لاړو. هلته يې هر څه واړول نو شکمن شو ځکه ده چرې هم ډوډۍ نه وروسته کانګې نه وې کړې. باورچي د نیولو او غوښه یو سپي ته د ورکولو امر يې وکړو چې تر بلې ورځې بند وساتل شو. هغه ترغرمې مړ ژواندی پروت او خیټه يې پړسیدلې وه. په دسترخوان دوو نورو کسانو هم هغه غوښه خوړلې وه چې تر خالي ورځې يې کانګې کولې. په ګل ( دوشنبه) بابر دربار کې خپل ټول امیران راوبلل او د آشپز او احمد نه علاوه هغه دواړه ښځې يې راوستلې چې ټول حال يې وویلو. احمد يې ټوټې کړو، باورچي نه په ژوندو پوست لرې کړو، یوه ښځه يې د هاتي په پښو کې واچوله او بله يې په ټوپک وویشتله.
ملکه جهان په خپلې ماڼۍ کې سخت سپکاوي نه وروسته مغل عسکرو، بهر راښکله. بیا يې په یو خر سپره ټول ښار کې د دې اعلان سره وګرځوله چې هغې بابر باچا ته زهر ورکړي وو. د دې یوه خور فتح ملک بیګم، چې ګومان کیدو په سازش کې شریکه وه، هم دغسې سپکه کړې شوه.
بیا د لودیانو دا ملکه د خپل نمسي سره یو ځای کابل ته د بندي په توګه يې روانه کړه. په لاره د هنډ په کنډاو خپل ځان يې د اباسین څپو ته وسپارلو. د ابراهیم لودي ماشوم زوی به د بابر خدمت کوو. یوه ورځ باچا لاسونه وینځل او دغه شهزاده ورته کوزه نیولې وه. ښایی اوبه يې زیاتې واړولې چې بابر په قهرهم هغه کوزه ورته په سر راخلاصه کړه او ماشوم په ټکي شو.
صفیه حلیم
سرچینی
۱.تاریخ شاهی. احمد یادګار. سید نذیر نیازی. ۲۰۰۲م
۲. تزک بابري (اردو ژباړه) رشید اختر ندوی. سنګ میل خپرونی. ۱۹۹۹م
۳.سلطان ابراهیم لودهی. ډاکټر سعود الحسن خان روهیله. مسعود خپرونکی. لاهور. ۲۰۱۳م
۳.ظهیرالدین بابر. ایل – ایف – رشبروک ولیمز(اردو بڼه ډاکټر رفعت بلګرامی) علم و عرفان پبلشرز. ۲۰۱۱م