Category: د تصوير داستان

د هند وروستی باچا

په ۱۸۵۸ م رنګون(برما) کې اخيستل شوې دی تصوير کې د هند وروستی مغل باچا بهادرشاه ظفر او د هغه دوه زامن يوانګريزافسرسره ښکاري. بهادرشاه (ثاني)په ۱۸۳۷ م کې د ډېلي پر تخت کيناستو، د ده خپل نوم سراج الدين او لقب يې ابومظفرو. دی په ۱۷۷۵ م کې زيږېدلې او د ظفرتخلص سره يې […]

بنديان

په دې عکس کې د جلال اباد سره نږدې هغه پينځه بنديان ښکاري چې په ۱۸۷۸ م کې ونيول شول. ورسره د برطانوي هند عسکر بدرګه روان دي. د دې عکس اخيستونکې جان برک هغه وخت د انګرېز پوځ د ېښور کنډک سره مل و. په دغه کال ژمي کې انګرېز پوځ د علي مسجد […]

د ډيورنډ بدرګه

دا تصوير د ۱۸۹۳ م ستمبرکې په لنډي کوتل کې واخيستل شو. د افغان پوځ سپه سالار غلام حيدرخان څرخي د يوې ډلې عسکرو سره د جلال اباد، خيبر نه د اميرعبد الرحمن دروند ميلمه هرکلي ته ورغلي وو. د افغانستان پوځ هغه وخت دوه برخې پلي او سپاره ځواک لرل. هغه دروند ميلمه “مورټمرډيورنډ” […]

چار ماري

دا انځور په ۸ فروري ۱۸۷۹ م کې د برطانيې نامتو ورځپانې “ايلسټريټيډ لندن نيوز” کې خپور شو. يو کس لاس تړلې د پينځو پوځيانو مخې ته ولاړ دی چې چار ماري شي. د انځور سره ليکلي دي چې دغه سړی يوکټاس يا ليونی مسلمان دی- په انګرېزي کې يې ورته د “فيناټک” تورې کارول […]

د الموړې جيل

د هندوستان د اتر پرديش ايالت غرنۍ ضلع الموړه يوه بندي خانه لري چې د انګريزانو د خپلواکۍ غوښتونکو مشران پکې زنداني وو . د جيل ادهيکشک ( داروغه يا مشر) ضلع کاراګر الموړه مين نيروده سواتنتره سيناني. د آزادۍ لپاره مبارزه کوونکي ضلع الموړه جيل کې ساتل شوي وو. دغه د لسو کسانو نومونه […]

مومي ګل درانۍ

د لنډو لستوڼو زرغون کميس، په دواړو اوږو سپينه لوپټه، سپين پرتوګ، سپينې دستانې، په سر وړه شنه ټوپۍ او د ټيټو پوندو تور بوټان- دا د مومي ګل تصوير و چې د ۱۹۶۰ م کې په يو کلينډر چاپ شوی و او د پېښور د چایخانو نه واخله تر بانکونو او نورو دفترونو کې […]

د کنډه تار قرباني

په ۱۹۱۶ م کې انګريزانو د متنو(مچني) کلا نه تر ابازو د اوسپنې د ازغن تار يو ديوال جوړ کړو چې برېښنا (بجلي) پکې ګرځېده. هدف يې دا و چې د مومندو نه څوک بې له اجازې پېښور ته را نشي. دا ديوال د مومندو کنډه تار(خنډه تار) په نوم مشهور و. دا تار د […]