چار ماري

ghazi
دا انځور په ۸ فروري ۱۸۷۹ م کې د برطانيې نامتو ورځپانې “ايلسټريټيډ لندن نيوز” کې خپور شو.
يو کس لاس تړلې د پينځو پوځيانو مخې ته ولاړ دی چې چار ماري شي. د انځور سره ليکلي دي چې دغه سړی يوکټاس يا ليونی مسلمان دی- په انګرېزي کې يې ورته د “فيناټک” تورې کارول شوی دی. دا کس د جلال اباد په پېښوري دروازې کې چارماري شو. انګرېز له خوا د “فايرنګ سکواډ” يا چار ماري عمل هغه وخت ترسره کېدو چې څوک د مرګ په سزا محکوم شول.
د دې نه څو اوونۍ وړاندې په ژمې کې انګريز پوځ د علي مسجد جنګ او ډکې د جنګونو ګټلو نه وروستو جلال اښاد ته ورننوتو. اميرشيرعلي خان چې د جنګ توان يې نه لرلو، کابل نه ووتلو او انګريزانوهغه ژمې په جلال اباد کې تيرکړو.
د دوېم افغان جنګ په ټول تاريخ کې انګريز پخپله ليکي چې دوی جلال اباد بې له جنګه ونيولو. خو لندن ته د دې انځور د وراستولو يو هدف دا و چې د پوځ مشر خپل حکومت ته وښايي چې د دوی مخالفان هم شته او په افغانستان کې دوی په ارام نه دي ناست.
که څه هم هغه وخت د فوټوګراف( عکس) ټيکنالوجي راغلې وه خو د برطانيې د پوځ سره به خپل مسلکي انځور ګران هم ورتلل چې هغوی به لږ وخت کې يوه پيښه يا ځاې انځورکړو. بيا به يې د دې انځورنقش د اوسپنې په قلم يو خاص کاغذ وکښلو او د ټېليګراف د لارې به يې لندن ته ورواستاو. دې ته به يې “اينګريوينګ” وئيل.
د خپريدو نيټه
۲۷ جولاي ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.