د ډيورنډ بدرګه

Durand Escort
دا تصوير د ۱۸۹۳ م ستمبرکې په لنډي کوتل کې واخيستل شو. د افغان پوځ سپه سالار غلام حيدرخان څرخي د يوې ډلې عسکرو سره د جلال اباد، خيبر نه د اميرعبد الرحمن دروند ميلمه هرکلي ته ورغلي وو. د افغانستان پوځ هغه وخت دوه برخې پلي او سپاره ځواک لرل.
هغه دروند ميلمه “مورټمرډيورنډ” نوميدو چې د برطانوي هند د استاځي په توګه افغانستان ته روان و. د ده د سفرهدف د امير سره د پلو يو تړون کول وو چې وروسته د ډيورنډ د ليکې په نوم مشهور شو. دی په لومړي ځل په ۱۸۷۹ م کې پوځ کوماندان “فريډريک رابرټ” د سياسي سکتر په توګه افغانستان ته ورغلې و. هغه يو کال د دويم افغان جنګ په پيښو کې د مرګ د خطرسره مخ شو.
اوس پينځه کاله وروستو دی پخپله د استاځي په توګه روان و او په پېښور کې يې څو ورځې وړاندې خپل مله پخپله غوره کړي وو. هغه فيصله کړې وه چې پرته له څو خدمتګارانو، نور پوځي د باډي ګارډانو په توګه به له ځانه سره نه وړي. د هغه په نظر، وړې ډلې په افغانستان کې د ده ساتنه نشوې کولې او د لوي پوځ نه د افغانانو او نه د دوی د امير لپاره د منلو وړ و.
برطانويانوخپل استاځې دوه کاله پخوا وراستولو ته تيار کړې و خو اميرعبدالرحمان د هند د حکومت ليکونو ځواب په ځنډ ورکاو. د هغه دليل دا و چې د ده په خاوره داخلي بغاوتونه روان وو.
انګريزان خوش بينه وو چې ډيورنډ به د روغې تړون کولو کې بريالی شي خو ورسره انديښنه يې هم لرله چې هسې نه دا ډله هم هغسې ووژل شي لکه چې څوارلس کاله پخوا د ګندمک د تړون نه وروسته کاويناري په مشرۍ د انګريز ټول سفارت وژل شوی و. خو هغوی بيا هم دې خطر ته غاړه ايښې وه.
ډيورنډ پخوا هم د غلام حيدر سره په ليدلي وو چې لوړ دنګ او ښکلې سړی و. د دې تصوير د اخيستو په موقع هغه د آبي رنګ اوږد کوټ، نيلا پتلون اغوستي وو او په سر يې د وړۍ جوړ اروپاي ډول خولۍ (ټوپۍ) وه. خو د ده سره د ملو عسکرو جامې ډيورنډ ته سمې نه ښکاريدې او پخپلو يادښتونو کې ليکي، “سپارو لنډ سره کوټونه او ژيړ پتلونونه اغوستي وو، په پښو کې يې لنډکي زيږه بوټان و. پليو عسکرو نيلا پرتوګ، تورکوټ چې سرې غاړې او لاسبند يې لرل اغوستي و، د دوی کلي والې موچڼې په پښو وې چې مخې نه تاو شوي وو. په ليدو کې خړ پړ ښکاريدل.”
وروسته چې ډيورنډ د دوی فعاليت وليدو نو تسلي يې وشوه او ليکي چې د دوی کار د کړو وړو نه يې ښه وو او واي چې د بدرګې کسان ” خبره منونکې اوخوش طبيعته وو” دوی د برطانوي ملازمانو سره ښې اړيکې جوړې کړې او د خپلو ميلمنو سره هر ځای مله وو. د غرونو په ختلو او د سيالۍ لوبو کې ورسره ملګري وو.
دا ډله د مورتمر ډيورنډ سره تر کابل بدرګه لاړه او خپله دنده يې په ښه ډول تر سره کړه.
سرچينه
د ډيورنډ کرښې د مذاکراتو کيسه- د صميم يعقوبي د انټرنيټ مقاله- ۹ جنوري ۲۰۱۴ م
د خپريدو نيټه
۴ ستمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *