راني ګټ د صوابۍ ښار نه ۲۰ کلوميټر شمال لوېديځ کې د نوګرام کلي سره نږدې د راني ګټ غونډۍ ده. د ځايي خلکو کيسه ده چې په هغې غونډۍ يوه راڼۍ اوسېده او هرماښام به د شاوخوا سيمې د نندارې لپاره په هغه ګټ کيناسته چې د غر په جنوبي څنډې ولاړه (لکه) ده. د زمکې […]
د ټيکسلا چور د ۲۰۱۵ م د مې په مياشت کې ټيکسلا ليدو ته ورغلم. د دغه ځای ميوزيم مې ۳۰ کاله پخوا ليدلې و چې پکې د ګندهارا تمدن د هرې دورې توکي اېښي وو. يوه ځانګړې وړه کوټه د سکو او د زيوراتو لپاره وه چې پخوا هر چا ليدلې شوه خو اوس بنده وه. د […]
د ستړو ځاې شهباز گړه د گندهارا د څلورو لويو ښارونو نه يو و، چې هغه وخت دريو مهمو ځايونو ته د تلونکی لارې په سر وه. دا لارې د کابل نه پشکلا وتي(چارسده) د بونېر نه اوديانه (سوات) او د اباسين په غاړه د هنډ نه، ټېکسلا ته وتلې وې. د ښار په منځ کې “مکام” نومې […]
د ګندهارا مجسمې هېڅوک په باور دا نه شي ويلې چې په درېيم ق م پېړۍ کې د افغانستان شمالي سيمو ته د تبت د لارې بودایي راهبان ورسېدل نو هلته د يوناني اسطورو “زيوس” او د “اتينا” مجسمې نمانځل کېدې که نه؟ د بودا منونکو لپاره دا يو لوی چيلنج و چې خپل خدای خلکو ته وروپېژني، […]
د هنډ نښې د پېښور نه ۸۰ کلوميټر ختيځ کې د اباسين پر ښي لاس، د “هنډ” د دريو زرو کالو راهسې د افغانستان نه هند خوا ته د ورتلونکو په لار پروت و. دا د اټک کلا نه ۱۵ کلوميټر بره خوا ته او د سيند هغې برخې په غاړه دی چې اوبه پکې لږ او پورې […]
د کشمير سمڅه د دې نوم په لوستو به خلک ګومان کوي چې دا سمڅه يا غار په کشمير کې وي. خو د غارونو دا لړۍ د پښتونخوا د مردان په ضلع کې ده. د پېښور ګزېتير(۱۸۹۷م) کې ليکلي دي چې د کشميرنوم ممکن د دې لپاره ورته ورکړی شوي وي چې دا ډېره ښکلي غرنۍ او شنه […]
د ګردېز ګنېشا د ګردېز نه موندل شوې دا مجسمه د شپږمې ميلادي پېړۍ نه راپاتې ده. په دې يوه ليکنه ده چې وايي ” د مهاوينا ياکا لوې او ښکلې انځور”. دا د هندو شاهانو د ټبر خينګله نومې باچا له خوا يو معبد ته هديه شوی وه چې ممکن په کابيسا يا کابل کې وي. څرګنده […]
د اشنغر حقيقت اوس خلک په دې باور دي چې اشنغر يا هشت نګر د هغو اتو کليو نوم دی چې د سوات سيند پر کيڼه غاړه اباد دي. پړانګ، تنګي، اتمانزي، ابازي، ترنګزي، عمرزي، شېر پاو او رزړ د ډېرو له اند اشنغرګڼل کېږي. که چارسده هم ورسره يو ځاې شي نو دا بيا نهه کلي شول. […]
د وردگو يوه بوداي سټوپا د ۲۰۰۵ م په سپرلي کې د وردگو د خوات درې ليدو ته ولاړو. يوه دره چې د لارې په منځ کې په يو لوړ ځاې يو وخت د بودا لويه مجسمه جوړه وه اوس د ماتو تيږو او کودړو يوه ډيرۍ ښکاريده. دا ځاې اوس هم ” بت دره” نومېږي. وردگ د افغانستان يواځينۍ […]
سوات سوات خپل نوم د هندو کش د غرونو نه راوتلي هغه سيند نه اخيستې دی چې په وېدي مناجاتو کې” سواستو” بلل کېږي. داسې باوردی چې اريايي خلکو دا وېدونه د ميلاد نه ۱۴۰۰ کاله پخوا ويلي و. د سوات دره د خېبر پښتونخوا په شمال کې ده چې د چترال او د گلگت بلتتستان […]