د ستړو ځاې

safia and  Zahida
شهباز گړه د گندهارا د څلورو لويو ښارونو نه يو و، چې هغه وخت دريو مهمو ځايونو ته د تلونکی لارې په سر وه. دا لارې د کابل نه پشکلا وتي(چارسده) د بونېر نه اوديانه (سوات) او د اباسين په غاړه د هنډ نه، ټېکسلا ته وتلې وې. د ښار په منځ کې “مکام” نومې سيند بهېږي. ښايي د لرغونو وختونو نه دا د تجارتي قافلو د دمې ځاې و نو د پښتو دا متل ښاي له هم هغه وخته رواج شوي وي چې، “د ستړو ځاې شهباز گړه ده” د اسکندرتاريخ ليکونکې اريېن دلته د يوه لرغونې ښار چې “بازيره” نومېدو زکر کړې دې.
د بوداي دين په کيسو کې دا ځای “ورشه پوره” په نوم ياد شوی دی او يوه کيسه هم ورسره تړلې ده. دوه زره کاله پخوا د گندهارا د ورشه پوره باچا ويسوانترا ډېر سخي و. هرچا که ترينه څه وغوښتل، هغه به يې ورله په خېرات کی ورکړل. ولس به ورته سودنتا، يا سودنه وئيل چې معنا يې د سود (پېرزو) کوونکي ده.
ده سره د سپين رنگ يو پيل (هاتي) و چې په هر يو ملک کی پاتې و، هلته به سوکړه (وچ کالي) نه راتله. يو ځل داسې وشول چې دا هاتي د يو بل ملک باچا ترينه وغوښتو. سودنته ډېر سخي و نو هغه پيل يې يو دشمن ملک خلکو ته وروسپارلو، ځکه چې هلته سوکړه وه او د خلکو زمکې ويجاړې پرتې وې. هغوي د سودنته هغه کرامتي پيل غوښتې و چې د دوۍ د ملک نه وچ کالي لرې شي.
په دی کار د هغه خپل ولس په قهر شو او د باچا پر ضد بغاوت ووشو، دی يې وشړلو. سودنته د خپلې ميرمنې اود دوو اولادونو سره ښارنه بهر يوې غونډۍ ته روان شو. په لاره ورته يو برهمن مخې ته راغې اوهغه ته يې وويل، ” زه وږې يم، څه د خوراک راکړه.” باچا په هغه حال هم نه غوښتل چې يوڅوک تش لاس تری ولاړ شي. نو خپل دواړه ماشومان يې برهمن ته په خېرات کی ورکړل. باچا او د ده مېرمنې د غره په دوو سمڅو(غارونو) کی ژوند پېل کړو او زيات وخت به يې په عبادت تېروو.
برهمن په ماشومانو ظلم کوو اودوی يې وهل ټکول. يوه ورځ هغه ماشومان په بازارکی خپل نيکه وپېژندل نو په چيغو او نارو يې خلک راټول کړل او پوښتنه يې وکړه چې ماشومانو څه گناه کړې وه؟ د سودنته په شان لوې زړه به د چا وي؟ په دی خبره خلک پښېمانه شول او خپل باچا پسې هغې غونډۍ ته ورغلل.
باچا بيرته راغې خو هغه ځاې چې ده پکې خپل بچي خيرات کړي وو، د” دانه پراميتا” په نوم ونومول شو يعني د خيرات پورا کولو ځاې.
د بودايانو دا عقيده ده چې گوتم بودها په بيلا بيلووختونو او د انسانانو په وجود نړۍ ته راغلې دې او وسوانتره دهغه يوه بڼه وه. د تاريخ په يو پړاو کې هغه ملک وروسته د شهباز گړه په نوم ياد شو چي د خېبر پښتونخوا د مردان نه ۱۲ کلوميټر لمر خاته اړخ ته دې. هغه غونډۍ چې باچا پکی د خپلې مېرمنې سره په يو غارکی اوسيدو “د چڼکو ډېرۍ” نومېږي.
په ۱۹۶۰ م کی جاپاني لرغون پوهانو د دی کيسې د پلټنو لپاره دلته کيندنې وکړې او دوه غارونه يې رابرسېره کړل. د شهباز گړې شا و خواسيمه اوس هم د سودانه او سودم په نوم ياديږي. دلته يوی بلی غونډۍ ته د “مېخې سنډا” نوم ورکړې شوې دی چې ورباندی يوه سر چپه سمڅه ده يعني د غار خوله اسمان ته ده او د دی په تل کی د يخو اوبو چينه ده. کوم جاپانيان چې هلته د څېړنو لپاره ورغلي و، هغوۍ دا د شفا چينه وبلله چې په زړو بوداي متنونو کی يې زکر شوې دې. دلته د دوو بوداي سټوپو نښی هم وې. دلته تر ټولو زوړ د اشوکا تاريخي ډبر ليک په دوو ټوټو کی اوس هم پخپل ځاې پاته دې چې د بوداي دين نصيحتونه پرې ليکلي دي.
د گندهارا خلکو تر اوو پېړيو بوداي دين ولمانځلوخو د باچاهانو له خوا کله چې د دی سر پرستي ختمه شوه نو برهمني عقيدې زور وموندلو. يو چيناي گرځندوې سونگ يون په ۵۲۰ م کی دلته ورغلې و او د گندهارا د باچا په اړه ليکي چې ” هغه د بودا په قانون باور نه لري، او د شېطانانو لمانځنه يې خوښيږي. خو د سيمې خلک بيا هم د بودا قانون منونکي او د سپېڅلې کتاب ولوستل يې خوښ دي.” يو بل چيناي خوان زانگ (هيون څانگ) په ۶۳۰ ميلادي کال کی دلته خلک وليدل چې د چڼکو ډېرۍ معبداو د “سيري” په سټوپا کی د سودنتا د ماشومانو د پېښې په وياړ د نذر ورکولو او د عبادت لپاره ورتلل. خوان زانگ ليکي چې د “پولوشا” (شهباز گړه) ښار د يو پخواني ښار په کنډوالو جوړ شوې دې. د هغه لرغونې ښار تر اوسه لټون نه دی شوې او معلومه نه ده چې هغه به څومره زوړ و.
د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نيماي کې انگرېز محقق الېگزانډر کننگهم د شهباز گړه په هرې برخې وگرځېدو، خلکو سره يې خبرې وکړې او د موندل شويو لرغونو شيانو په اړه يې تفصيلي رپورټ وليکلو. دی واي چې “يو وخت دا ښار د سيمې پلازمېنه وه او خلکو راته د ښارد شمال او ختيځو دروازو سره نږدې د خپرۍ، يا خپره دره نومې ځاې په گوته کړو. د دوی خبره ريښتيا وه، هلته مې د ماتو خښتو او د لوښو د کودړو انبارونه وليدل. د دی ځاې زوړ نوم خلکو ته معلومه و چې ځينو ورته “ستامي” او نورو “سيترامي” وئيل. ولی زه باور لرم چې دا دواړه د نامتو بوداي شهزاده سودانه يا د سودانته نومونه و” د کننگهم په اند دلته د سودم نومي کلې هم د دی سودانه يو شکل دې.
کننگهم په دې کنډوالو کی د ساکاي يونان بېلا بېلو باچاهانو د دورې د مسو څلور گوټيزه سکې هم وموندلې چې په ځينو يوه خوا زمري او بل خوا هاتي(پيل) جوړ و. د دی نه علاوه د کشان، کجولا کډفېسس, د ويما کډفېسس او تر ټولو زيات د کانېرکې(کنشکا) سکې يې وموندلې.
د شهباز ګړی نوم د تاريخ په پاڼو کې شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې مغل بابر باچا پخپلو ليکنو کی ياد کړو. واي،” دېرش څلوېښت کاله کېږي، شهباز نومی يو ملحد ډېر يوسفزي او دله زاک پښتانه پخپله لومه کی گېرکړي و. د دی ملحد قبرهم دلته د يوې غونډۍ په سر چې ډېره ښه فضا لري جوړ و. نو ځکه ما امروکړو چې د دی ملحد قبر دی وران کړې شي.” د بابر د ليکنې نه اندازه کيږي چې شهباز نومې قلندر به د لوديانو پر وخت دلته ورغلې وي. کېداې شي دی د هغو دروېشانو نه وچې د پينځلسمې پېړۍ په وروستيو کې يې د سيک مذهب د باني گورو نانک په پل گام ايښې و.
په ۱۸۴۵ م کی يو بل انگرېز چارلس مېسن چې د سيمې په کنډوالو کی به د سيکو او مجسمو په لټه گرځيدو، شهباز گړې ته ولاړو. دی پخپلو يادښتونو کی ليکي، ” د کلپاڼي په گاونډ کی د اوبو پر غاړه شهباز گړهه ده. دلته دوه سوه کورونه دي او د امانزي قبيلې خلک پکی اوسيږي. د شهباز گړې زوړ نوم “لرگړۍ” دی چې د “برگړۍ” سره پرتله دې. د هوتي نه د دې فاصله څلورکاوس (شپږ ميله) دی. دی ته تلونکې سړک د گڼ ځنگل نه تيريږي. نيماي لاره کې مونږ د “مواب بانډې” نه تېر شو چې دوه سوه کورونه پکې جوړ و. او د دی د ځنگل او د زيارت نه وراخوا لويه هديره ده. په برگړۍ کی يو سل او پنځوس کورونه و.” مېسن وړاندې د شهباز گړې د نوم په اړه د بابر د ليکنې زکر کوي او واي، ” يو هندو “بدري نات” د اېم کورټ (جنرال) په امر د کوټې د جومات نه د سپين مرمرو يوه تخته راويستله. د کلي خلک باور لري چې په دې د شهباز قلندر د لاس ليکنه شوې وه.
دا چې انگرېزانو د جومات نه د مرمرو ډبره څه کړه او څه پری ليکلي و د څېړنې وړ موضوع ده. دلته اوس هم د لرغونو توکو د کيندلو او په ځينو ځايونو کی د سرو زرو د توکو په موندلو هم خلک رنگا رنگ کيسې کوي.
د اشوکا ډبر ليک ته ځاي خلک ښکلې گټ (تيږه) واي اووايي چې د زمکې د لاندې په يو غار کې د سرو زرو لوېه خزانه ده او دی تيږی د غار خوله بنده کړې ده. د دی تاريخي سيمې لپاره داسې کيسې خواشينونکي دي. د مال په حرص هغه پوهه چې يو وخت خلکو لرله اوس الونيا ده. تردی چې د اشوکا په ډبرې هغه ليکنه ترې هېره ده چې د نړۍ په دی برخه کی د دوو زرو کالو نه زياته موده کيږي د انساني حقوقو درس ورکوي.
سر چينې.
۱. د اشوکا ليکنې. الېگزانډر کننگهم رپورټ. ۱۸۸۷ د کلکتې چاپ.
۲. د هند ارکيالوجيکل سروې. جارج کننگهم. ۱۸۷۵.پينځم ټوک. ۱۸۷۵. مخونه ۶، ۷،۹، ۱۷
۲. تزک بابري. ترجمه، رشيد اختر ندوي. سنگ ميل چاپ ۱۹۹۹، ۱۵۰ مخ.
۳. نسکورې ډېرۍ. گوهر رحمان گوهر. بي بي سي پښتوخپرونو چاپ. ۱۹۹۹ کال. ۴۵ نه تر ۵۲ مخونه.
۴. د گندهارا لرغونې جغرافيه. اې. هرگريوز فووشر. اېشياي تعليمي خپرونې. ۲۰۰۵هند، . ۲۴ مخ
۵. د چارلس مېسن ياداشتونه د شهباز گړهې په اړه. ۱۸۴۵ م اتم ټوک ۵ مخ.

د خپريدو نيټه
۱۸ اګست ۲۰۱۵ م

صفيه حليم

2 Comments

Add a Comment
  1. Der kha. Der dilchasp mazmoon dai. Khas kar d’ Babar hagha maloomath che pa lara kai da maa ob (che os wartha Mohib waiee)awo Shabaz Garai pa mianz kai zangal wo. Zaka che da zaro khalko da makhai da zai d’ pakhwa na jabba wa. (zama kalai da Mohib awo Shabaz Garai pa mianze ka proth dai (diagnal)

  2. Ashoka after killing 1000s of people, started preaching wisdom 🙂

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *