د مانسهرې ډبرليک

ډبر ليک
مانسهره يو وخت د قراقرم د وريښمو لارې په سر پروت مهم ښار و. د دې په لوړو غونډيو څو تيږې د دوو زرو کالو راهيسې لارويانو ليدلې چې پخوانۍ ژبه پرې کنده شوې ده. ليکنه ممکن په يوې لوی تيږې شوې وي چې وروسته په دريو برخو کې ماته شوه.
په شلمې ميلادي پېړۍ کې انګريزانو دا وليدلې او له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې دا د اشوکا بل ډبر ليک چې د ۳ ق م پېړۍ کې شهبازګړې کې ايښودل شوې و، ورته وه.
د کالنګا د جنګ نه وروسته اشوکا بوداي دين منلې و او د خپل سلطنت په لر و بر کې يې بوداي تعليمات په ډبرو او په ستنو د ليکلو او مهمو ښارونو کې يې د لګولو امر کړي و. د بنګال نه واخلې تر کندهار د اشوکا دغسې ۳۳ کتيبې موندل شوي دي چې په نړۍ کې د انساني حقوقو لومړۍ ليکل شوې بيلګه ده. په دوی کې ۱۴ ډبر ليکونه په خروشتي ژبې کې دي چې د ګندهارا لرغونې ليکدود و. په خروشتي ليکدود، د اشوکا دا نصيحتونه د مور پلار ادب او خلکو سره د ښه چلند په اړه دي.
دغه ليکنې اوس تيت شوي دي او په اسانه يې څوک ليدې هم نشي. حکومت ورله سايبان جوړ کړې دی او خلک يې د ليدو لپاره ورځي.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه
تصوير ونو لپاره د توحيد خان مننه
اشوکا
د خپريدو نيټه -۲۴ جولاي ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *