Category: جوړښت

روښاني مقبرې

د پېښور ښارپه سوېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره، يو وړوکې سړک کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړۍ په نيماي کې يوه کوټله (کلا) نواب مستجاب جوړه کړې وه چې د محراب د پاڅه په يوې کوټې کې د پښتو نامتو شاعر مشر خوشال خان خټک بندي ساتل […]

د پېښور ميوزيم

ياد مې نه دي چې زه د څو کالو ووم خو د دې ميوزيم هغه تالار او په دې کې ايښې بوتان راته ډېر لوې ښکارېدل. مونږ ماشومان به پلار سره دې ميوزيم ته ډېر تلو، چې يوه لويه کوټه وه او راته به يې هلته پراته توکو په اړه معلومات راکول. د “گوتم بوت […]

روهتاس

دا د شېر شاه سوري د جوړښت هغه بېلگه ده چې مغلو ترې الهام واخستو. هر کال په زرگونو سېلانيان د هند اگرې ښار ته ورځي او د تاج محل سره سره د اکبر باچا د شاهي کلا جوړښت ته هم گوته په خله شي. لږ به پکی خبر وي چې د اگرې کلا د […]

کوټله محسن خان

څلورپېړۍ کېږي چې د پېښور نه د دره ادم خېلو ته په لاره د مومندو يو ټبر د باړې سيند په غاړه يو کلې اباد کړو. په ۱۶ پيړۍ کې بايزيد روښان د مغل باچا اکبر په ضد پاڅون کړی و چې وروستو دده د کورنۍ خلکو د جهانگير باچا له خوا زمکې واخستې او […]

د کابل ميوزيم

د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې د”باغ بالا” يوه کوټه د افغانستان د لاس جوړ شوي شيانو لپاره بيله کړې شوې وه چې پکې خامک، زردوزي او څو قالينې ايښې وې. بيا هغه لرغوني توکي چې کله نا کله به د افغانستان په لرغونو ښارونو کې وموندل کيده، ددې نندارتون برخه شول. تر ۱۹۱۹ […]

سټوپا يا توپ

  دنولسمې ميلادي پيړۍ په سرکی کله چې انگريزپوځيانو په پنجاب کی اړولې (سرچپه) کاسی په څيرجوړښت وليدو نودا يې د مصر د اهرام غوندې مقبره وگڼله. د پنجاب په مانکيال کی داسی ودانۍ په لوړوځايونو کی جوړې وې. د۱۸۳۰ م په لسيزې کی په افغانستان کی په لومړي ځل د المان ، هونيبرگراو د […]