د کابل ميوزيم

tiger 1
د شلمې ميلادي پيړۍ په سر کې د”باغ بالا” يوه کوټه د افغانستان د لاس جوړ شوي شيانو لپاره بيله کړې شوې وه چې پکې خامک، زردوزي او څو قالينې ايښې وې. بيا هغه لرغوني توکي چې کله نا کله به د افغانستان په لرغونو ښارونو کې وموندل کيده، ددې نندارتون برخه شول. تر ۱۹۱۹ م هغه توکي د ارگ يو تالار ته يوړل شول اود يوې بيلې ودانۍ په جوړولو لاس پورې شو.
په ۱۹۲۲ م کې د دارلامان د ماڼۍ سره څنگ کې اوسنې “ملي ميوزيم ” جوړشوچې دوه پوړه يې لرل. تر ۱۹۹۰ م په دې وړوکي ميوزيم کې د يو لکو نه زيات لرغوني شيان ايښي و چې د افغانستان د بيلا بيلووختونو او دسيموتاريخ يې په گوته کوو. خوهم په دې کال ددې د بربادۍ هغه داستان پيل شو چې د نړۍ بل يو ميوزيم ورسره نه ومخ شوې. په ۱۹۹۱ م کې چې زه کابل ته ولاړم نو ددې ميوزيم د ليدو هڅه مې وکړه. راته وويل شول چې ميوزيم بند دې اوپکې پوځيان ميشت و.
په ۱۹۹۴ م د مارچ په مياشت د ميوزيم په ودانۍ يوتوغندي راپريوتو او يوې برخې يې اورواخستو. دلته شاو خوا اوياو کارکوونکو ته امروشو چې د ميوزيم نايابه اثاردې “کابل هوټل” ته يوسي. په دوو کالو کې ددې زيات توکي د ژغورنې لپاره وويستل شول خو هيڅوک خبرنه دي چې څومره ورک او يا په پټه خرڅ شول. خو څه نا څه اويا زره توکي يې بې درکه و. دويشت زره نورپه ارگ کې د ساتلو لپاره وړي و خوڅرگنده نه وه چې د هغه ځاې ساتونکو نيت ورته څه و.
په ۲۰۰۹ م کې د ميوزيم ليدو ته ولاړم او ددې مشرعمرا خان مسعودي سره مې د تاريخ د پروگرامونو لپاره يوه تفصيلي مرکه وکړه. دده شميرې دقيقې وې، بهر ملکونو ته وړل شوي توکي په زرگونوکې وچې ځينې يې بيرته راوړل شوي دي. لس زره کاله پخواني د حيواناتو ډبرينې مجسمې، سيکې، د آج جوړ زينتي شيان، لرغونې صحيفې، د اسلامي دورې نقاشي، لوښي او داسې بې شميره توکي چې يوبل قام به ورباندې وياړيدلې وې، افغانانو پخپل لاس چوراو خرڅ کړل.
اوس هم د ميوريم نيم نه زيات توکي په نورو ملکونو کې دي. د انگلستان نه يواځې يو نيم زرتوکي بيرته راغلي دي. مسعودي وويل، ” زيات توکي هغه دي چې غير قانون کيندنو کې بهر وړل شوي دي. دا د افغانستان د مرکزي، شمالي ولايتونو نه و. غزني، خروار، مس اينک، پغمان، چار اسيا او پخپله د کابل شاوخوا سيمونه غيرقانوني کيندل شوي توکي بهر خرڅ شول”
د خوشالۍ خبر دا هم دې چې د ۲۰۰۲ م راهيسې پينځو سوونه زيات توکي د ولس له خوا ميوزيم ته ورکړې شول چې خلکو په خپلو زمکو په کيندنو کې موندلي و. دې خلکو ته د لسو زرو نه واخلې تر دوو لکو افغانيو پورې انعام هم ورکړې شو. د تپه فلول، د باگرام ، طلا تپې اود آې خانم د هغو توکو نندارتون چې په خينو اروپاي ښارونو ، اميرکه او کاناډا کې د ۲۰۰۳ م کال راهيسې جوړ شوي و، افغانستان ته ډيره گټه رسولې ده او په دريو کالو کې د ميوزيم په بيا جوړولو او د توکو د ساتنې لپاره درې نيم ميلينه ډالره کارول شوي دي.
په دې ميوزيم کې ترټولو لرغوني توکي دولس زره پخواني د گچو او د خټو نه جوړځينې مجسمې دي خو ډير يې اوس هم د نندارې لپاره نه دي ايښودل شوي. ددې ودانۍ په اوسني پرمخ تللي وسايلو نه ده سمباله. په کوټو کې د تودوخۍ او د نمژنې هوا د کنټرول سيسټم نشته او ښاي له دې کبله د ليکلو صحيفو ځاې نه لري. دا ميوزيم اوس بيا جوړ شوې دې خو داسې مې انگيرله لکه چې ” مار خوړلې د پړي نه ويريږي”. هغه توکي چې د فرانسې، جرمني، جاپان، بريطانيې او د امريکه لرغون پوهانو پرې درانه کتابونه ليکلي دي، وو مې نه ليدل. د هغې ننداره مې په لندن کې وکړه. راته احساس وشو چې د سرو زرو په قدر بې شکه چې زرگر پوهيږي.
صفيه حليم
umara khan masoodi 1
د خبريدو نيټه
۱۸ مارچ ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. MUHAMMAD SALEEM ASAKI

    dear sister safia haleem,
    just to do army salute for you.

    an afghani woman and have more knowledge.

    I AM PROUD TO HAVE AFGHANI SISTER AS YOU,

    very good site, pray for your long life,

Leave a Reply

Your email address will not be published.