روښاني مقبرې

rochani tombs
د پېښور ښارپه سوېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره، يو وړوکې سړک کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړۍ په نيماي کې يوه کوټله (کلا) نواب مستجاب جوړه کړې وه چې د محراب د پاڅه په يوې کوټې کې د پښتو نامتو شاعر مشر خوشال خان خټک بندي ساتل شوې و.
د کلا شا ته “روښاني محلت” دې چي څو کاله پخوا به د “روښاني کندو” په نوم يادېدو. د دې شاو خوا مزکې د يو ټبر دي چې ځان ته روښانيان واي.
د نولسمې پېړۍ په سر کې د دې کورنۍ مشرعرب خان نومېدو چي د خدايې خدمتگار د غورځنگ مشر خان عبد الغفار خان نږدې ملگرې و. د عرب خان لمسو پخپلو کې خېښۍ وکړې او د ده کورنۍ په دوو ووېشل شوه.
د ارباب مستجاب او د محسن خان زوزاد هم دلته ژوند کوي. نتيجه يې دا ده چې ټوله کلا په وړو وړو برخو وېشل شوې او هر چا پکې پخپله خوښه کور او حجره جوړ کړې دى.
د کوټلې د لوې دروازې نه په تېرېدو، په لوېديځ کې کچه (خامه) لاره روښاني محلت ته وتلې ده. د دې ټبر مشر اوس احمد علي جان روښاني دې چي د عرب خان د ورور عجب خان لمسې او د خوشال خان زوې دې. دوي ته د مشرانو نه يوه توره او يو قران پاتې دې. په لاس ليکل شوي د کلام پاک په دى نسخه کې د سرو زرو نه هم کار اخيستل شوې دې. د دې په وروستۍ پاڼې د دې د ليکنې نېټه ١٠٧٩ ده چي د ١٧٠٢ او يا ١٧٠٣ ميلادي کال سره سمون خوري.
د روښانيانو د کور دروازه لوېه او مخامخ يې دوه مقبرې دي چې چاپېره ترې لوې مېدان دې. ښاي ېو وخت به سمسور باغ و خو اوس پکې ځنگلي بوټي راټوکېدلي دي. دواړه مقبرې د مزکې نه يو ميټر لوړ په يو پلېټ فارم يا دکانچه جوړ دي چي مستطيل شکل لري.
ښاي پکې تيږه او داسې مساله کارول شوې وي چي په زلزلې کې د را نړېدو مخه ونيسي. دواړه مقبرې گومبدې لري او دېوالونه يې له تيږواو خښتو جوړدي چى ورباندې گچ او چونا کارول شوې دى. په ځينو ځايو کې ورباندې نقاشي اورنگين گلونه هم ښکاري چى د بې غورۍ د لاسه اوس تت شوي دي.
په يوه گومبده کې دوه قبرونه دي او په بل کې شپږ خو د شناختي تيږې په يو قبر هم نشته. د پېښور ځينې څېړونکى د حالنامې او نورو تاريخي شواهدو له مخې واي چې په لوېه گومبده کې عبد القادر خان او د هغه د مېرمنې قبرونه دي.
عبد القادر خان په ١٦٣٥ ميلادي کال کې د پينځوېشتو کالو و چي پخپل مرگ مړ شو. دې لومړې د مغلو سره جنگېدو خو کله چي د جنگ له مېدانه د ده سره مله پښتانه ترې بېل شول نو دې مغلو ته واوختو. په حالنامه کې ليکلي دي چى ” عبدالقادر خان په ( ١٤ جنوري ١٦٣٥) د کابل د صوبه دار محمد سعيد خان په واسطه د پادشاه (شاه جهان) په خدمت کې حاضر شو”
په ١٦٣٠ ميلادي کال کې د هندوستان پښتانه د خان جهان لودهي په مشرۍ د شاه جهان پر ضد را پاڅېدلي و او په دى کې د روهيلو نه علاوه د پېښور پښتانه هم شامل و. دوي مغل کلا ( کېدېشي اوسنې بالاحصار وي) محاصره کړې وه. خو د عبد القادر خان په مرسته دوي پښتنو له ماته ورکړه او مغل برلاسي شول.
دى څه موده د سعيد خان سره په کابل کې و( ښاي د ده ژوند په پېښور کې خوندي نه و) هلته چى ناروغه شو نو پېښور ته يې راوستو او د ده مور بى بى علاي د زوې د ليدو لپاره د تيراه نه پېښور ته راغله. څو ورځې وروسته دى هم دلته مړ او خاورو ته وسپارل شو.
د پير روښان يو بل کړوسې محمد زمان هم د مغلو منصب دار و او په هند کې اوسېدو. خو د هغه ځاې هوا پرې ښه وو نه لگېده او د سرونج په مقام مړ شو. د ده مړې يې کال وروسته پېښور ته راوړو او ښاي د عبد القادر د مقبرې سره جوخت خښ کړې شوې وي.
د روښاني محلت په دويمه گومبده کې يو لوې قبر دى چى که د څېړونکو خبره وومنل شى نو زمان خان پکى خښ دې. د دې سره څنگ کې څلور د ماشومانو قبرونه دى. د گومبدو نه بهرهم شپږ قبرونه يا خو د دوي د مريدانو او يا بيا د هغو خدمت گارانو دي چې ټول عمر يې ورسره تېر کړې و.
د احمد علي جان په کور کې د دې گومبدو په اړه يوه افسانه وېل کېږي چى ده پخپله د يوى زړى انا نه اورېدلې وه. زړه انا شمشو جان نومېده او د عرب خان د تره حسن خان لور وه.
کيسه داسې ده چى ” زمونږ په مشرانو کې يو تن د مغلو خلاف لښکر کړې و. او يو ځل چى د مغلو پوځ يا قافله په لارې تېرېده نو لښکر پرې حمله وکړه. د دوي مال يې لوټ کړو او يوه شهزادگۍ يې هم ترېنه را وتښتوله. وروسته زمونږ مشر د دې شهزادگۍ سره واده وکړو او کله چى دوي مړه شول نو په قبرونو يې مغل پاچا د گومبدو د جوړولو امر وکړو.”
احمد على جان روښاني واي چې د گومبدو نه ور اخوا د دوي خپله هديره ده او د ده نيکونه او هر څوک چي له کورنۍ يا د دوۍ له مساپرو نه څوک مري نو هم هلته خاورو ته سپارل کېږي. مانا دا چې د گومبدو شاو خوا نورو خلکو په تېرو دريو سوو کالو کی قبر نه دې جوړ کړې.
د گومبدو چارچاپېره تشه زمکه يو وخت ښکلې باغ و، هم هاغسې چې د مغلو د شاهي کورنۍ د لويو مقبرو چاپېره به جوړيدل. د دې شاې زمکې نه يو دېوال تاو دې او له دې وراخوا، لويه زراعتي مزکه وه چي د عجب خان نيکه پير جمعه خان په ١٩٠٠ کى په ارباب سلطان خان خرڅه کړې وه.
د ارباب کورنۍ مشر هغه وخت ښاي فکر کړې وي چي څوکاله وروسته به د گومبدو مزکه هم ورسره يو ځاې شي. خو دا مزکه اوس هم په سرکاري اسنادو کی د پير جمعه خان په نوم ده او د پېښور په گزټېر(د د زمکو او د خلکوحکومتي راپور) کې يې هم زکر شوې دې.
څو کاله وړاندې د پېښور د لرغونو اثارو ادارې دا دواړه گومبدې او د دې شاو خوا مزکه ژغورلې ملي ملکيت اعلان کړه.
د دی گومبدو په اړه د څېړنو په وخت ما د ارباب مستجاب د کورنۍ يو غړې ارباب محمد حليم سره خبرې وکړې. هغه په دې حېرانه و چې د مومندو په دې سيمه کې روښانيان څنگه او څه وخت مېشت شول؟
هغه په دې شک څرگند کړو چې د روښاني کندې اوسيدونکي به روښانيان وي. په مرموزه يې وويل، د شاهي کورنۍ د غړو خدمتگاران به زيات وخت د هديرو شاو خوا مېشت شول. د ده په حجره کی ناست يو بل کس ووېل، “د روښانيانو مريدان هم ډېر واو د دوۍ خدمت به يې کوو.
احمد على جان روښاني واي چى دوي له تېرو دريو سووکالو راهيسې دلته مېشت دي او د دوي خپلوان اوس هم په تيراه کې ژوند کوي. د ده د تيراه د خپلوانو مشران سلطان اکبر او سلطان اصغر نومېدل. د ده نيکه عجب خان به کله نا کله تيراه ته ورتلو. ژمې به يې په پېښور او اوړې به په تيراه کې تېرول.
د سيمې يو تاريخ پوه، پروفېسر خواجه محمد سايل،چې په دې څېړنو کی يې راسره مرسته کوله ، واي، “که دا وومنل شي چې په روښاني محلت کی اوسيدونکي د روښان کورنۍ سره تړاو نه لري نو دوۍ څنگه د زمکو خاوندان شول. د داسې مقبرو سره به مغلو يو جومات ارو مرو جوړوو او د ساتنې لپاره به يې زمکه وقف کړه. د هغې زمکې حاصل به د ساتونکو نفقه وه. د سيمې د زمکو د ملکيت په اړه په حکومتي اسنادو کی چې د مغلو نه وروسته انگرېزانو هم په ښه ډول وساتل، د وقف زکر نه دې شوې. بله دا چې روښاني کورنۍ هغه زاړه توکي تر اوسه سمبال ساتلي دي چې عکسونه راته د احمد علي جان وې سعود احمد راکړل.
د روښاني کندو په گومبدو کې دننه د قبرونو ځاې د کوټې د چت سره برابر نه ښکاري. يعني پکاره وه چې قبر د کوټې په منځ او د گومبد لاندې جوړ واې خو دا يوې ډډې ته دي. داسې معلومېږي چي قبرونه لومړې او گومبدې يې وروسته ورباندې جوړى کړې وي.
احمد على جان روښاني په ماشومتوب کې به دلته لوبې کولې او واي چي په دواړو گومبدو کې د تورى تيږې (مرمرو) دروازې وې. د دې مېدان ته د ورداخلېدو په لاره لويه محرابي دروازه وه چي په دواړو څنډو کې يې ستنې او د هغوي د پاڅه چترجوړ و. وروسته دا دروازه د جومات لپاره وکارول شوه.
هغه وويل د دواړو گومبدو دننه په دېوالونو په تور قلم ليکنې شوې وې. هم هغسې چي په مغلي جوړښت کې د گچو د پلستر د پاڅه نقاشي کېږي. د هغه په ياداشت کې دا د فارسي د شعر په ډول ليکنې وې او اوس هم شته خو په گومبدو کې په زرگونو توته کرگو ( ابابيل) جالې جوړې کړې دي او هره ورځ د دوۍ مرداري په دې دېوالونو غورځېږي او اوس هغه ټولې ليکنې يې پټې کړي دي.
دا مرداري په اوبو نه پاکېږي. د دى لپاره د لرغون پېژندنې د څانگى داسې ماهران پکار دي چي دېوالونه له نږدې وگوري او جاج واخلي چى کوم ډول ځانگړي پاکوونکي موادو ته به اړتيا وي او په څومره موده کې به پاکېږي.
که د توته کرگو په مردارۍ کې داسى کيمېاوي توکي نه وي چي د روښاني گومبدو تور ټکي يې وران کړې وي نو د پير روښان د کورنۍ درک به وموندل شي.

gumbad
سرچينې
١. پېښور، د سرحد تاريخى ښار، ډاکټر احمد حسن داني ١٩٩٥ سنگ ميل چاپ
٢ . پير روښان او روښاني انقلاب، سېف الرحمان مسعود ١٩٩٨ يونيورسټي بک اېجنسي
٣. د بارې مومند¸تاريخ دوېم ټوک ١٩٩٨ خواجه محمد ساېل، ماسټر چاپ پېښور
٤. د پېښور د کوټله محسن خان په کندي روښانى کې احمد على جان روښاني او د ده زوې سعود احمد
صفيه حليم
د خپرېدو نېته
۲۰ جولاي- ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.