Category: چاپېريال او روغتيا

ګېس

شلمه میلادي پېړۍ د شپې رڼاګانو دوره وه او خلکو په لومړي ځل د پیټرومیکس نوم واوریدو. تر هغې به خلکو په ډیوه او لالټین کې د خاورو تیل بلوو. خو د دې رڼا به کمه او بویی به يې کاو. په ۱۹۱۰م کې د جرمني یو ساینس دان “میکس ګرایټز” د سپرټ یو څراغ […]

پیپل

د پیښور ښار “پیپل منډۍ” کې اوس هم د یو څو دکانونو او کورونو سره جوخت د پیپل د ونو څانګې ښکاري. د دې لویو ونو په سیوري کې د اوړي په غرمه مسافرو دمه کوله. ماښام به پکې د مارغانو شور و. پیپل د هندوستان ملي ونه ده او د دیني ارزښت له کبله […]

سپرغۍ

په ماشومتوب کې زمونږ لپاره یوه ننداره د تبخي د بل مخ سپرغۍ وې. مور به مې ټولې ډوډۍ په شکور کې پروت سور دسترخوان کې تاو کړل او لوی تور تبخی چې تر هغې د دې لاسکی هم سور شوی و، د یو لرګي سره له انغري اوچته کړه او څنګ ته دیوال سره […]

نيل

ولې دې په سپینو جامو نیل ورنګاو… د ناشناس په دى سندره کى ياد شوې نيل هغه رنگ دي چي د لرغونو زمانو راهيسې د هند په لويه وچه کی له يوبوټي ايستل کيده. دا د مصرد سيند نيل سره هيڅ تړاو نه لري چي د يوناني توري “نايلوز” نه راوتلې دې او د شنې […]

خمازور-ښپیانګه

یو وخت د ژوب په هر کور کې د خمازور دانې ارو مرو ساتل کیدې. د لوی نخود ( کابلي چڼې) په شان دغه ځنګلي میوه هم هغسې رنګ لري او په دشتو کې شنه کېږي. په کوهاټ او وزیرستان کې دغه بوټی د ” ښپیانګه یا خپیاکه” په نوم پیژندلی شي. ځینې ورته اسګند […]

انسان لپاره د ګل پيغام

د باران څاڅکي د برسنډې د ګل پر پاڼو راوريږي نو دا يې په لمنه کی ونيسي.  کله چې دا لمنه ډکه شي او نور ځاې پکی پاتې نشي نو د ګل کاسه ورو غوندې دا رڼې اوبه ښکته په ډنډ کی واړوي.   د برسنډې د ګل دا عمل انسان لپاره د ژوند کولو لومړې […]

د قاتل علاج

په سپرلي کې د باغبانۍ خپل خوند وي او يو کال مې په باغ کې ډيرښکلي ګلونه وکرل. هوا چې لږه ګرمه او نمژنه شوه نو ماښام به غټ غت چينجي راووتل او د بوټو شنې نرمې پاڼې به يې وخوړل. دا هغه چينجي دي، چې په انګريزي کې يې “سلګ ” بولي. د کټې […]

دنداسه

یو وخت به دنداسه د کلیوالو پښتنو په هر کور کې موندل کیده. دا د غاښونو د کریم (ټوت پیسټ) بدل او د ښځو د سینګار یوه برخه وه. سړو به غاښونه د کیکر د ونې په مسواک پاکول. دنداسه د غوزانو (چارمغز) د ونې پوستکی (پوټکی) وي چې د نورو لویو ونو په شان […]

ورق

زمونږ په کور کې فرني به یواځې د میلمنو لپاره پخیده. کله چې دا په لوی قاب کې يې واړوله نو لږ یخیدو وروسته به يې د سپینو زرو ورق پرې واچوو. دا ورق هغه وخت په دوو ” آنو” کیدو چې د عام اخبار دوه ټوټو تر منځ پروت و. د فرني خوړلو په […]

متنجن

د ماشومتوب وختونو، یو واده د ډوډۍ په خوانچه کې مې یو قاب کې رنګین وریژې ولیدې. د پلاو غورۍ، د تنور ډوډۍ او د قورمې د کاسې سره هغه قاب راته د یو رنګین انځور په شان ښکاریدو. زړه مې کیدو چې لاس ورنزډې کړم خو مور راته سترګې برندې کړې. یاد مې نه […]