په ژمي کې د پیښور ښار په کورونو کې به خوږې ګلابي رنګ “شیرچای” جوړیدې. دا به په کاسه کې خلکو څښل او کله کله په سر به يې پیروی هم پروت و.
د میلمنو لپاره به يې شیر چای ډېر په اهتمام، دوو لویو چینکونو کې راوړل. په یو کې خوږې او بل کې مالګین شیر چای، ورسره د ګردنر کاسی او د باقر خانۍ ډک پتنوس و د ښار په ځینو چای خانو کې هم ژمي کې شیر چای په لوی چاینک کې ورکاو چې د شنو چایو نه به فرق وو.
په پنجاب کې دا ” کشمیري چای” په نوم مشهور و او د ویشیدلي شین چای، چیني او پیو څخه جوړېږي. شنې چای ډېر وخت ( ټوله شپه) ویشوي او ځینې پکې یوه چونډې د اوړو سوډه هم ورګډوي چې رنګ وباسي. د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د اسلام اباد په ابپاره کې یوه چای خانه د کشمیري چای لپاره مشهوره وه.
خو نزدې وختونو کې یوې کشمیرۍ ملګرې راته وویل چې اصل چای د یو ځنګلي بوټي ” مسلون” نه جوړېږي. دا جرړه د لاس د ګوتې هومره غټ او سوربخن تور رنګ لري. د کشمیر په یخه غرنۍ سیمه کې بې وزلو خلکو به ددې بوټي جرړې، وویشولې. چیني ( بوره) به ورسره نه وو نو پکې به يې لږه مالګه او کورني کوچ ورګډ کړل. دا چای به يې د وچې ډوډۍ سره څښل چې توان به يې ورکاو. شته منو خلکو به د مسلون په چایو کې خواږه او پۍ ورګډول او د باقر خاني سره به يې ناشته کې خوړل.
په چایو کې کوچ او پیروی ګډول د همالیه د غرونو په ډېرو ټولنو کې رواج دی. دا ټینګې چای په سخت ژمي او واوره کې بدن ګرم ساتي. د مسلون بوټی د ګلګت، چترال او کشمیر نه علاوه د پښتونخوا په غرونو کې هم شنه کېږي. پښتانه ورته “انجبار” یا انجوار” وایی. اوس وخت کې د کشمیري چای” په نوم خلک د شنو چایو او شودو ګډوله څښي. خو که تاسو هر څومره کوشش وکړئ، د شنو چایو رنګ چری هم نه ګلابي کېږي.
ما یو وخت د خپلې ملګرې سره د هر ډول شنو چایو په وېشولو تجربې وکړې. تر نیمۍ شپې ورته ناست وو او د شیشې په وړو ګیلاسونو کې مو چای یخولې او بیا پخولې. کله به د شودو په ګډولو معمولي ګلابي رنګ راووتلو خو د چایو خوند به تریخ و. اوس په بازار کې وچ شنه چای هم خرڅېږي چې ورباندې کشمیري چای لیکلی وي. خو په دې کې مصنوعي ګلابي رنګ ګډ وي. مانا دا چې اصل شیر چای به د ” انجبار” یا مسلون نه جوړوئ.