ولې دې په سپينو جامو نيل…

د ناشناس په دى سندره کى ياد شوې نيل هغه رنگ دي چي د لرغونو زمانو راهيسې د هند په لويه وچه کی له يوبوټي ايستل کيده. دا د مصرد سيند نيل سره هيڅ تړاو نه لري چي د يوناني توري “نايلوز” نه راوتلې دې او د شنې زمکې مانا ورکوي. هيڅوک نه دي خبرچي د انسان څه وخت دی بوټي ته پام شو. خو په هند کی د ميلاد نه څلور سوه کاله پخوا په ځينو ليکنو کې ددی نوم ياد شوې دی. داباسين په غاړه تر شلمې پيړۍ د نيل په صنعت کې په زرگونو خلکو کار کوواو ښاي داباسين تمدن ددې نه په لومړي ځل د کتان په رنگولو کې کار اخيستې وي ځکه دلته پومبه يا مالوچ په لومړي ځل د ټوکرجوړولو لپاره وکارول شو.

نيل څنگه جوړيږي؟

په ساينس کی نيل ځانته اوبيل رنګ نه گڼل کيږي بلکه د نيلا او د بنفشي رنګ مرکب وي. لرغونی روم او يونان به دټوکرد رنگولو لپاره دهند نه نيل وړل. يونانيانو به ددی رنگ لپاره د “ايندي کون”(هند نه) توری کارو. روم هم دغه توری “اينډي کم” کړو، وروسته دی نوم نورو ژبوته کډه وکړه. اوس په انګرېزي ژبی کی دا “اينډيگو” اود نيل بوټې” انډيگو فيرا” نوميږي. دا بوتې پخوا به پخپله راټوکيدو، وروسته بيا د نيل بوټې په پټيوکی وکرل شو.

د نيل جوړولو لپاره لومړې د نيل بوټی پرېکړي اوبيايې لکه د غنمود ګيډۍ وتړي. دغه ګيډۍ په لويو لويواخورونو کی اږدي . هر اخورد خښتو او سيمټوڅلورسوه مربع ميټرجوړ وي چې دری فټه ژوروي. د نيل ګيډۍ يوه شپه اوورځ په اوبوکې ايښي وي ترڅو د اوبورنګ ژيړشي. بيا اخورونو ته خلک د سوباړو (تپڼيو) سره ښکته شي او دا خيشت بوټي پری لړي را لړي. نن سبا دا کار په ځانګړو مشينونو کيږی. کله چي بوټي ښه ولړل شي نو پدی وخت کی د اوبورنګ شين (زرغون) شی. دغه شين رنګ بيا په نيلا او ورپسی په بنفشۍ رنګ بدل شي.

ددی مرحلی نه وروسته د څه وخت لپاره رنگينو اوبو ته دمه ورکوي ترڅونيل د اخور په تل کی کښيني. بيا د بوټو پاتې خشاک او د سراوبه له اخوره وباسي اود اخور په تل کې ناسته د نيل خټه تری بيلوي. دغه خټه په لويو لويو دېګونو کی د پاکو اوبو سره څو ساعته اېشوي چی خزله تری راووځي. بيا دغه محلول د وړۍ يا د پريړ کتان په لويو خلتوکی اړوي او په ‌زوره تری اوبه اوباسي. کله چی ډېری اوبه تری ووځي نونيل لکه د کوچ يا پنيرپه خلتوکی پاتې شي. دا راوباسي، د صابونو په شان څلورگوټيزه ټوټی تری پريکوي او په پاک ټوکرکې يې هوا ته ږدي چي وچ شي. 

indigo

ښاي د نيل موندل به په خپل وخت کې د انسان ډېری اړتياوی پوره کړي وي. لرغونی هند له نورو توکو سره سره نيل ته هم نړۍ وال بازارلرلو. دی صنعت له شپاړسمې پيړۍ راهيسې ځکه وده وکړه چي په نړۍ کی د کتان او په تيره بيا په امريکه کی د پتلون لپاره د “جينز” ټوکر رواج وموندلو. په دی پيړۍ کی د انگلستان شاهي کورنۍ دنيلا رنگ جامو اغوستل يواځې د شتمنو او د لوړې طبقی د خلکو لپاره ځانگړي کړل. رايل بلو ( شاهي نيلارنگ) محاوره هم له دی وخته په انگريزي ژبی کی ورگډه شوه. خاانانواو شرفا لپاره به د بلو بلډ( نيلاوينه) اصطلاح رايج شو. دنولسمې پيړۍ په صنعتي انقلاب کی د کيمياوي رنگونوجوړيدل پيل شول چې د طبعي رنگونو صنعت ته يې زيان ورسوو. نيل هم په دغه وخت خپل اهميت له لاسه ورکړ.

سرچينې

۱. انساېکلو پيډيا برټانيکا

۲. د انټر نيټ بيلا بيلې پاڼی

 
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *